اعتماد پر نفس نه لرم څه وکړم!؟

اعتماد پر نفس نه لرم څه وکړم!؟
ځنګه کولای شم اعتماد پر نفس باندې زیات کړم!؟


ولې خپل ورځنی مهالوېش ځان ته نشم ټاکلی!؟
ولې تل د ناکامۍ احساس کوم!؟
ولې خپلو خپلو هیلو ته نه رسیږم؟
ډيری کسان دي چې له دغې یا هم دې ته ورته ستونزو سره مخ کیږي او یاهم په دې ستونزو باندې اخته دي.
نو که غواړی خپلو موخواو خپلو هغه څه چې د ژوند د بریالیتوب سبب مو و ګرځي نو دغه مطلب تر پایه ولولئ او پرې عمل وکړئ.
که چیرې زه غواړم یوازې خپلواک او پوره پر نفس اعتماد باندې پوره لاړشم نو د مطلب اصل، باید ووایم. زه خوښۍ او همدارنګه بریالیتوب ته «پر نفس اعتماد» او «عزت نفس» ته ډیره اړتیا لرم.
پر نفس اعتماد یا باور، په خپل ځان اعتماد او باور دی.څومره خپل ځان پیژنۍ او څومره په «خپل» ځان باور لری؟ څومره تاسو ډير قدرمن او محترم دي او څومره خوښوئ؟ او څومره وینۍ؟« دغه هر څه تاسو ته متوجه کیږي او هم راځي» دغه اروایی یا دغه جملې. زموږ سره ډيره اشنا دي؛ له څنګه چې موږ ته معلومیږي او څرګندیږي چې هر څه زموږ په خپل لاس کې دي. حتی پر نفس اعتماد او باور نه لرل!
پر نفس د اعتماد او باور زیاتولو لارې
آرامتیا جوړونه
که چیرې په نفس اعتماد او باور نه لرئ. نو تاسو نا ارامه او عصباني یئ.
په لومړي سر کې فکر پریږدی، او وروسته هغه پر ورزش او تمرین له منځه یوسۍ، آرامتیا جوړونه، په لمانځه اوعبادت سره زیاتیږي.
لږ ځان وپیژنۍ او له خپله ځانه خبر اوسئ
لږ مو له خپله ځانه با خبره او سئ ځکه هغه ځکه چې په لوړ قدم باندې توانایی او له خپله ځانه کوچنۍ بهانې لرې کول مو خپل ځان ته دغه توانایی درکوي تر څو مو پر نفس اعتماد او باور زیات شي.
سربېره پر دې په خپل لاس کې مو ذره بین(کوچنۍ لید) واخلئ او خپل کوچني استعدادونه مو په کې کشف او همدارنګه وڅیړۍ اوهغه جدي ونیسئ.
له بله اړخه خپل هغه حواس مو چې دوستان مو تعریفونه له تاسو نه غواړي هغه پریږدئ. کیدای شي ډير باور وکړي. ډيری وخت هغه څه چې ستاسو په اړه یې وایی کیدای شي په خپل زړه کې یې پټ کړې او هغه جدي ونیسه.
د کمزورۍ ټکي مو وپېژنئ
په دوهم پړاو کې هغه د ماتې او ناکامۍ ټکي مو وپيژنۍ چې تاسو د بریالیتوب او پرمختګ مخه ډپ کوي نو د هغه په وړاندې جدي اقدام وکړئ که چیرې دغه کار نشی عملي کولای نو له هغه سره څنګ ته راشئ یا هغه د جبران په توګه په مخ بوزی. مثلا که چیرې تاسو جسمي محدودیت و یا هم ارثی دغه ستونزه لری، نو له علمي او هنري لارو کار واخلۍ او په خپل توان او قدرت ترې دفاع وکړی.
کوم کارونه مو چې په بریالیتوب تر سره کړي هغه بیا ځلې په یاد راوړئ
کیداي شي په لومړیو کې ددې کار سرته رسول درته ستونزمن وي.خو له څه وخت وروسته د دغه کوچني کارسرته رسول مو پر نفس اعتماد او باور زیاتوي. خو کیدای شي دا هم ووایې؛ ما هیڅ کله د بریالیتوب کار نه دی تر سره کړی یا دا چې لاتر اوسه مې مهم کار نه دی ترسره کړی. دا ضروري نه ده چې دغه قله اور فتح کړې. د هرې ورځې د مهمو پېښو سرته رسول د بریالیتوب یوه نښه ده. لکه سهار وختي پاڅېدل، لمونځ اوعبادت، او یا دا چې د ازموینې( د ازموینو لپاره درس ویل) په یو ورزشي ټیم کې غړیتوب اخیستل، ډنګر کیدل، د نورو سره مرسته او همدارنګه صدقه ورکول.
په هغه کار کې چې ته ماهره او بلد یې سرته یې ورسوه
په هغه کار کې چې ته ماهره او بلد یې. هغه سرته ورسوه تر څو د ښه لیاقت او بریالیتوب احساس وکړئ.
هر څوک په ګڼو څانګو او کارونو کې بریالي دي، بعضې په خیاطیو کې او بعضې بیا په پخلي کې او بعضې بیا په بزګری کې .....
په داسې نوعو کې مهارت مهم نه دي بلکې له هغه څخه رضایت مهم دی چې هغه څومره سرته رسوې اود هغه سره څومره مینه لرې.
که چیرې غواړې خپلو شومو موخوته ورسیږئ نو پر خپل نفس مو اعتماد او باور زیات کړئ.
ځان ته مو دا ډاډ ورکړئ چې مونږ هم کولای شو اشتباه او غلطي وکړو
که چیرې تاسو خپل ځان ته بد احساس کوی، خپل ځان ته مو د یادوري وکړی چې تاسو هم کولای شئ اشتباه وکړئ. خپل احساسات مو په فکر او تګلارو باندې تاثیر اچوی، کله مو چې خپل ځان بد ګنئ، کله چې تاسې تیرې ترخې یادیزې مو مخې ته را ګرځوئ نو هغه ته تاسې بدبینه کیږئ. نو هر کله ځان ته دغه ډاډ ورکوئ چې مونږ هم کولای شو چې اشتباه وکړو.
له هغه چا ځان وساتی چې تاسې تحقیروي او په تاسو باور نه لري
له هغه چا څخه ځانونه وساتۍ چې تاسې هر وخت تحقیروي او همدارنګه له انګیزې مو غورځوي او پر تاسو پوره باور نه لري.
په خپل ژوند کې هيڅ وخت لجباز مه اوسئ
په ژوند کې په هيڅ ډول لحبازي مه خوښوئ او مه کیږئ. او بل دا چې له خلکو څخه په هیڅ وخت مه نا امیده کیږئ، همیشه هیله مند اوسئ هغه ځکه چې یوازې نا هیلي او ناامیدي ده چې د پر نفس اعتماد له منځه او موخه یې نیسي.
ځان مو له نورو سره په هیڅ وخت مه پرتله اومقایسه کوئ
زموږ د ډيریو خلکو ستونزه یوازې همدا وي چې د خلکو سره ځان پرتله او مقایسه کو. نو که چیرې غواړۍ پر نفس مو باوراو اعتماد زیات شي نو له خلکو سره ځان مه پرتله کو‎ئ او له دغه کار څخه ځانونه وساتئ، یوازې مو ځان د تیرو کارونو سره پرتله کړئ که چیرې اوس په پرمختګ او کامیابی روان یاست، نو ښه ده او کومه ستونزه نه شته او که چیرې تاسو ډير پرمختګ کوي نو هغه لاره مو نوره هم قوي کړئ، او که چیرې پس پاتې کیږئ نو په هغه غور وکړئ او د هغه د غنډ کیدو او یا هم د ضعف ټکی یې په ګوته کړئ او اصلاح یې کړئ.
خپل ځان مو په لوی لاس مه ناکامه کوئ
تل هڅه وکړه کوم کار چې سرته یې رسوې داسې یې وګڼه چې ګواګې دغه کار زه کولای او یا هم په دې کار کې زه بریالی کیږم، ډیری کسان دي چې کوم یې پیل کړی نه وي تر مخ ورته ډير فکر اوډير تر تاثیر لاندې راغلی وي چې ټکي مو خپله کړی کار بیرته له ماتې سره مخ کوي، او همدارنګه پر نفس باور مولا نور هم ټیټوي، هڅه وکړئ ناشونی کار شونی وګڼئ.
د هغه خلکو حرکتونه سرته ورسوئ چې پر نفس پوره باور او اعتماد لري
څېړنو ښودلې ده چې د هغه خلکو پېښې یا هم حرکتونه سرته ورسوئ چې پوره پر نفس باوراو اعتماد لري، د تستوسترون هورمونوهغه زیاتوالی چې هغه قدرت ته پراخوالی ورکوی زیاتوی یې.
خلاصه دا چې پیچیده هورمونونه خلاصوي، ډيری د ارواپوهنې استادان وایې چې نیغ دریږی او په لوړ اواز خبرې کوئ، او داسې فکر کوئ چې ګواکې پوره پر نفس اعتماد او باور لرم نو سربیره پر دې مونږ ته د دغه تقلید انګیزه، مو نور هم جدی کوي.
خپلوهیلو ته مو ځان ورسوئ
د هرتفور دشایر استاد پروفسور«کارن پاین» وایی:
« هغه کسان چې مختلفې جامې په مختلفو شرایطو کې په تن لري، نو پر نفس اعتماد او باور یې زیاتوي. هغه چې په همدې برخه کې یې کتاب لیکلی وایی:
چې زه په دې باوري یم هغه کسان چې نوې او ځانګړې جامې اغوندي او یا هم په تن لري د هغه په ذهن تاثیر لري، او مقابل لوری احساساتو ته هم تغیر ورکوي. وروسته له دې ښې جامې واغوندئ خپل موخو ته ځان ورسوئ او په خپل ژوند کې اتل او قهرمان اوسئ.
خپل کارونه مو په سمه توګه سرته ورسوئ
خپل لومړني کارونه مو په سمه بڼه تر سره کړئ. د هغه کار چې په لټه کې یئ او تصمیم ورته نیسئ نو بیا یې تر پایه په سمه توګه تر سره کړئ،
لکه: خپل ملګري ته زنګ وهل د خپل کور یا هم انګړ نظافت پاکول، د خپل درسي پلان عملي کول، پر خپل ورځني مهالوېش باندې په سمه توګه تلل.