ته ګټونکی یې!

 
راټولونکی: رحمت ګل عمری
۲۳/۱۱/۱۳۹۵
ته ګټونکی یې! کتاب چې د بریا په رازونو پوه، مخکښ لیکوال شیو کهرا لیکی او افغان ژورنالېست شېرخان شهیر پښتو ته ژباړلی ، ۱۳ څپرکي او ۳۲۰ پاڼې لري ، همدا راز تر پښتو وړاندې په ۲۱ نورو ژبو ژباړل شوی شاو اوخوا ۳،۳ میلیونه جلده پلورل شوی دی.
دا مهم او په نړیواله کچه مشهور کتاب مې په یوه اونۍ کې مطالعه کړ، کوښښ مې وکړ چې د یاد کتاب څخه په دوه برخو کې ځینې مهمې او ګټورې نقطې راټولې کړم ، همداسې مې وکړل، له دې کتاب څخه مې ۱۹۳ کرښې راغونډې کړې ، معمولآ مې د متن له لوستلو وروسته پیغام په خپلو ټکو او کلیمو کې لیکلې دي.
 دویمه برخه هغه ټول مهم ټکي او نقطې دي چې له وړاندې په کتاب کې مشخص شوي، غواړم ته ګټونکی یې ! کتاب غورچان په پنځو برخو کې له لوستونکو سره شریک کړم ، هیله لرم چې لوستونکی یې ووايي او خوند تر واخلي .
لومړۍ برخه .
۱ـ وړتیا را زده کوي چې څنګه یې تر سره کړو ، تحرک دا تشخیصوي چې ولې یې ترسره کړو ، او د فکر بڼه پرېکړه کوي چې څنګه یې ترسره کړو .
۲ـ تاسې یوازې کولای شئ د خپل فکر په وسیله خپل ژوند جوړ کړئ .
۳ـ مونږ پداسې ځمکه ګرځو چې له الماسو ډکه ده ، پدې مانا چې فرصت او موقعت دواړه زمونږ تر پښو لاندې دي ،تر ټولو ستر کار چې باید ترسره شي ، دادی چې فرصتونه وپېژنو .
۴ـ هغه کسان چې نه پوهیږي، څه ډول فرصت وپېژني ، له ډېرو کوچنیو نیمګړتیا وو شکایت کوي .
۵ـ بخت یوار د سړي ور ورټکوي ، دویم ځل ورټکول به بل ډول وي ، یا ښه یا هم بد خو په هر صورت د لومړي ځل فرصت پکې نه وي .
۶ـ هره ستونزه په خپله اندازه یا تر ځان له لوی فرصت سره مله وي .
۷ـ هغه ځکه بریالی دی چې فکر کوي او اغېزناکه فعالیتونه کوي .
۸ـ هر څه چې له زړه وي زړه ته لار مومي .
۹ـ د سازمانونو لویوالی د هغوی په مزدونو او د کاري شرایطو له مخې نه بلکي  د فکرونو د بڼې او احساساتو له مخې سنجول کیږي .
۱۰ ـ درې اصله شته چې زمونږ د فکر بڼه ټاکي ، محیط ، تجربه  او زده کړه .
۱۱ـ په فاسد محیط کې صادق انسان ژوند سخت وي ، هماغه ډول په یوه صادقه ټولنه کې د مفسدو ژوند سخت تیریږي.
۱۲ـ کلتور تل له لوړو پوړو ټيټو پوړو ته لیږدي او هېڅکله له ټیټ پوړو لوړو پوړوته نه لېږدول کیږي .
۱۳ـ مونږ په اطلاعاتو کې ډوب خو د پوهې او ذکاوت تږي یو .
۱۴ـ زده کړې کول یوازې مونږ ته باید د ژوند جوړولو لارې راونه ښيي، بلکې د ژوند کولو بڼه هم باید را زده کړي .
۱۵ـ هغه کسان چې مثبت فکر کوي، محتاط ، پرنفس باوري ، صبور او متواضع وي ، مثبت فکر واله د څلور فصله مېوو په څېر وي .
۱۶ـ د بریالي او ناکامه کس تر منځ توپیر دادی، چې بریالی کس د بریالیتوب لپاره ستونزو ته حل لار لټوي ناکام کس بیا د ناکامۍ لاملونه او حل لارو لپاره ستونزې په ګوته کوي .
۱۷ـ هغه چې یوازې نیوکې کوي ، نیوکې کول ورته سپارل شوې دنده ښکاري ، دوی د خپلو ستونزو له کبله شرایط او نړۍ ګرمه بولي .
۱۸ـ ځینو ته تعجب کوم ، اوس هم د تیارو د تجربه کولو په تمه د څیراغونو مړه کولو ته ناست دي .
۱۹ ـ د ویرې په وړاندې کلک اوسه ، د غوسې په وړاندې نرم .
۲۰ ـ مونږ هره ورځ باید خپل راکړي نعمتونه و شمېرو او په ستونزو یې تمرکز ونه کړو .
۲۱ـ مونږ زده کړې کوو،  زده کړو د ځینو په زړه او عقل اغېز کړی ، ډېر ښه خو د ځینو په احساستو یې تاثیر غورځولی ، چې د دې پایلې ډېرې خطرناکې دي .
۲۲ـ دا هم مه هيروئ چې ځینې ښوونیز مرکزونه ماهر غله او فساد ګر فارغوي .
۲۳ـ له هغې سلاکارانو چې مشوره نه اخستل کیږي ، باید د خپل شخصیت او حیثیت د اعادې غوښتنه وکړي .
۲۴ـ زده کړې بل القوه ځواک دی ، خو هغه مهال په ریښتیني ځواک بدلیږي ، چې پرعمل تبدلې شي ، ذکات واقعي ځواک دی .
۲۵ـ ستونزې مې ښکېل کړې ، ښه په مخ روان یم ، نړۍ راته ښکلې ښکاري د احساس او چلند ترمنځ مې اړیکه نېغه ده .
۲۶ـ مونږ د بریالیتوب ، هڅو او مبارزې لپاره پيدا شوي یو، نه د ماتې لپاره .
۲۷ـ هغه ځکه د ښه ژوند برخمن نشول چې بد لیدلوری یې درلود.
۲۸ـ له لنډ فکرو سره له جګړې او بحث تېریدل خپله بریالیتبو دی .
۲۹ـ که غواړئ کوم کار پیل کړئ ، لومړی ورسره مینه زده کړی ، وروسته پرې پيل وکړئ .
۳۰ ـ بریالی او ناکام دواړه پسې سرګردانه دي ، ګټونکي خپله موخه ویني ستونزو ته یې پام دی په هدف فکر کوي ، له بایلونکی موخه ورکه ده ، بهانې کوي او ستونزې ګرمې بولي .
۳۱ـ د بریالیتوب تعریف د بېلابېلو پرلپسې ارزښتونو موخو درک دی .
۳۲ـ د کامیابۍ پولې ته د رسېدو لپاره باید د ښه والي هڅه وکړو، نه د بشپړوالي.
۳۳ـ زه مې د پیل کړې کیسې پای ته په تمه یم ، خپل هوډ له لاسه نه ورکوم ، ځکه د بریالۍ کیسې لوبغاړي اتلان دي .
۳۴ـ د انسان لپاره په ژوند کې تر ټولو ستره ډالۍ د غور کولو وړتیا ده .
۳۵ـ مونږ ښايي د هماغه کسانو له منځ څخه وو چې د بریا بیه نه پرې کوو، بلکي د بریالیتوب ډالي ځنډو او په حقیقت کې مو د ماتي قمت پرې کړی.
۳۶ـ برخلیک د چانس چاره او رول ندی ، برخلیک ټاکنه ده ، په انتظار لاسته نه راځي ،ته اړ یاست هغې ته ځان ورورسوې .
۳۷ـ زمونږ ژوند له انتخابونو ډک دی، د ښه اوبد ، د ګټورو او بې ګټو له توکو یې پخپله انتخابوو.
۳۸ـ مونږ په ژوند د شرایطو د انتخاب د حق وس نه لرو، خو لیدلوری ټاکلی شوو.
۳۹ـ دا چې تا څه لاسته راوړل، بریالیتوب ندی ، که د دې لاسته راوړنو دوام وموند بیا بریالی یې .
۴۰ ـ زه چې هر وخت د لوبې ډګر ته دانګم ، د ګټلو لپاره لوبه کوم ، نه د نه بایللو .
۴۱ـ بایلونکي د امنیت او زمینې غوښتنه کوي ، ګټونکي تل په فرصتونو پسې ګرځي .
۴۲ـ ځینو تاریځ وګاټه ، ځینو تاریخ بایلود، ځینو تاریخ جوړ کړ او ځینو بیا ویجاړ کړ .
۴۳ـ د مثبت فکر ترڅنګ د مثبت عمل درلودل هم پکار دي .
۴۴ـ بریالیتوب په لسو پایو ولاړ دی ، لېوالتیا ، ژمنتوب ، مسئولیت منل ، سخت کار ، شخصیت ساتنه ، مثبت فکر او بارو، ډېره ورکړه کمه راکړه ، استقامت ، ویاړ ، شاګردي .
۴۵ـ شخصیت د درېیو هستو ترکیب دی ، بشپړوالی، درناوی ، مسئولیت منل ،
۴۶ـ بریالیتوب یوه ځانګړنه نه لري، دوه ، درې ،آته ،لس خو که لږ تم شوو ووایو چې یوه ځانګړنه لري هغه استقامت دی .
۴۷ـ څه موچې د بریالیتوب په وړاندې خنډ دي ، ویره او په ځان نه باور.
۴۸ـ ستا په ژوند کې تر ټولو ستر ګواښ دا دی چې هېڅ خطر نه منې .
۴۹ـ یو کس ښايي له دې کبله اتل نوي، چې زړور دی ، بلکي له دې کبله چې تر نورو لس دقیقې نور هم زړورتیا ته دوام ورکوي .
۵۰ـ هغه آسانه لار چې ما او ستا خوښه کړې تر ټولو ستونزمنه لاره ځکه وه چې هدف ته پکې ونه رسېدو .
نوربیا.....