زاړه غوایه په خوب کی ګنجاړه

عبدالله او د هغه لنډغر انډیوالان د دې  وږیو او زړو غوایانو په شان په خوب کی ګونجاړی نه ګوری، دا خوبونه به کله هم رښتیا نه شی چی افغانستان تجزیه کړی. ای کاش همدغه عبدالله خو تر اوسه داسی یو کار کړی وای چی ټول افغانستان ته نه، بلکی یوه کس افغان ته خو یی د یو غیرن په اندازه ګټه رسیدلی وای خو نه یی دی داسی کوم کار کړی دی  او نه د دې اهلیت او وړتیا لری، نو هغه چی افغانستان تجزیه کړی کوم کوچنۍ شانته تاجکستان هم جوړ کړی فکر کیدای شی چی کوم تاجک ته به یی کومه ګټه ورسیږی؟ خو نه یی رسیږی. همدغه عبدالله او هغه ته ورته نور جنګسلاران چی د غیری مرکزی کولو خبری کوی، دا خبری د خدای لپاره یا د نورو افغانانو لپاره نه کوی دا خبری ددې لپاره کوی تر څو دا پاتی وینی هم چی په ولس کی لا شته هم وچی کړی، ازاد لاس ولری د هیڅ چا د کنټرول لاندې نه اوسی څه یی چی خوښه وی هغه وکړی. عبدالله او هغه ته ورته جنګسلارانو او د پردیو اجیرانو کی که یوه زره انسانیت موجود وای شرم یی لرلای او په څلورو نه وای روان نو خپله به یی خپل ځانونه په دار کړی وای،په دوی کی هیڅ شرم او غیرت وجود نه لری دا ځکه چی لومړۍ یی د ایران او پاکستان په مرسته افغانستان تکه تکه کړ په عینی وخت کی یی د روسانو سره تړونونه درلودل، ایا دا کیدای شی چی هم د د روسانو سره تړون ولری او هم د ورسره جهاد وکړی؟ بیا یی چی د روسانو په دسیسو او د ببرک ډلی  په مرسته کابل ونیو ټول دولت یی چور کړ ورپسی یی کابل وران کړ او تر شپیتو زرو پوری بیګناه او بی دفاع کابلیان یی په شهادت ورسول او ډیرې تور سرۍ یی بی عزته کړی همدا ډول څوک چی ژوندي پاتی وو هغه یی مهاجرت ته مجبور کړل له کابل څخه یی فراری کړل. همدغه عبدالله  او ورسره لنډغرو یی دوهم وار  هیواد پر امریکایانو اشغال کړ ښه ډیر ډالر یی د امریکایانو څخه تر لاسه کړل او دا شپاړس کاله کیږی چی ټول قدرت یی په لاس کی دی او ټولی چوکۍ همدغه عبدالله او ډلی یی اشغال کړی دی نه اهل کار دي او نه سواد لری هیڅ یی هیواد ته نه دی کړی بی له غلې، غصب، چور او چپاول.  نو تا چی  پدې شپاړس کالو کی چی قدرت د په لاس کی دی هیواد او ولس ته هیڅ هم نه دی کړی او اوس غواړی هیواد تجزیه کړی څه اسمان به پر افغانستان او افغانانو راشین کړی؟ خو نه یی شی  ورباندې شین کولای. همدا اوس ټوله بدبختی ستا عبدالله او ستا د ډلی او لنډغرو له لاسه ده چی هیواد د په لوی بحران کی  راګیر کړی دی ، ټاکنی وشوی اشرف غنی وګټلی تا عبدالله او ستا لنډغرو د پردیو په مرسته دواړه پښی په یو پیڅه کی ننباسلې یو کومه د نه منله نیم قدرت د ترلاسه کړ اشرف غنی چی اوس هم کوم کوچنی قدم  د ابادۍ په لور پورته کوی په بی منطقه بی اساسه ډول یی مخه نیسی ټول دولتی ماشین همدا اوس ستا عبدالله له لاسه په ټپه ولاړ او فلج  دی.  نو کوم داسی دلایل موجود دی تر څو افغانان ستا تر شا ودریږی او ستا د غیری مرکزی کولو  او بلاخره د هیواد  د تجزه کولو خبره درسره ومنی. تاسو عبدالله او ستا نور لنډغره اوس ټولو افغانانو ته ښه مالوم یاست او ښه مو پیژني چی نه د هیواد له غمه مړه یاست او نه د قوم بلکی د قدرت او ځان ځانۍ تږی یاست ځکه خو هیڅوک هم پدې خاطر نه ستاسو په خبره باور کوی او نه هم درسره ودریږی ، دا هسی یو خیال، جنون او د زړو غوایانو په شان په خوب کی پر ګنجاړه باندې خوشند وهل دی، دا هیواد صاحب لری چی نوم یی هم افغان دی، هغه همدغه خاوره  تر اوس د سر په قیمت ساتلی او تر قیامته به یی ساتی. تا یک نفر افغان است زنده افغانستان است. مننه 8/2/2017