کله چی روسان هغه وخت پدې پوهه شول چی نور د ډاکټر نجیب حکومت دوام نه شی کولای ځکه مرستی یی ورباندې بندې کړی وی، نو خپلو دایمی اجیرانو یعنی د ببرک کارمل ډلی(بریالی،مزدک،کاویاڼی، یارمحمد او ځینی نورو) ته روسانو دنده وسپارله تر څو د احمد شاه مسعود سره چی پخوانی پروتوکولی یی وو یو ځای شی، هغه وو چی د افغانستان په شمال کی د احمد شاه مسعود په مشرۍ، د کارمل ګروپ چی دوستم هم پکشی وو یو ایتلاف رامنځ ته کړ. د دغه ایتلاف څخه د روسانو هدف دا وو چی په راتلونکی کی د دوی یعنی د روسانو اجیران قدرت په لاس کی ولری تر څو د روسانو ګټی په دوامداره توګه په افغانستان کی خوندي اوسی،چی همدغه هدف ته ورسیدل. بل خو په پاکستان کی هم د مجاهیدینو تر منځ د موقت حکومت د جوړیدلو لپاره نندرۍ روانی وی چی بلاخره یاد شوی موقت حکومت د ای اس اي د فشار لاندې جوړ شو چی د اولو دوه میاشتو لپاره یی مجدیدي ورپسی ربانی وټاکل شول چی هر یو ته به په خپل وار سره قدرت تسلیم کیږی، خو کله چی مجاهیدین راغلل مجددې دوه میاشی پاچاهی وکړه قدرت یی ربانی ته پریښود بیا کله چی د ربانی وخت راورسید چوکۍ مزه ورکړه روس یی هم تر شا ولاړو وو نو ځکه یی د قدرت پریښودلو خیال له سره ووت چی همدغی موضع ته بیا راګرځم. بل خو همدغه د مجاهیدینو مشرانو په خپل منځ کی په پاکستان کی پریکړه وکړه چی کله د ډاکټر نجیب حکومت صکوت کوی نو هیڅ ډله یا ګروپ به کابل ته په خپل سر نه داخلیږی، خو په شمال کی د روسانو په لاس جوړ شوي ایتلاف چی احمدشاه مسود یی مشر وو خپلو انډیولانو یعنی د ببرک ډلی ته چی د نجیب په حکومت کی یی په لوړو پوستونو دندې لری، دنده وسپارله چی پر ډاکټر نجیب باندې کودتا وکړی برعکس د ملل متحد د پلان له مخی چی ډاکټر نجیب په سولیز ډول قدرت سپارلی وای، تر لاسه کړ. یا په بل عبارت د شمال اتحاد د ملل متحد پلان شنډ کړ قدرت یی په زور همدارنګه د کودتا له مخی تر لاسه کړ، د ډاکټر نجیب د امنیت(خاد) وزیر او د پنځم ریاست ریس باقی یی ووژل، ډاکټر نجیب هغه د جهاني صاحب په خبره چی د خپل قوم څخه پردی شوی وو خپل قوم یی ځپلی وو بله لار ونه مونده بی له دې چی د ملل متحد دفتر ته پنا یوسی. کله چی دوی یعنی د ببرک ډلی پرچمیانو قدرت تر لاسه کړ احمد شاه مسود د مجاهیدینو د فیصلی برعکس چی پورته یی یادونه شوی کابل ته داخل شول ټول عسکری ځایونه یا قطعات یی یو په یو چی پرچمیانو نیولی وو احمدشاه مسود ته تسلیم کړل، حکمتیار په خړ میدان حیران پاتی شو. له همدغې ورځی د افغانستان بدبختی پیل شوه حکمتیار ته بل لار نه وه پاتی بی له جګړی، نو ځکه ویلای شو چی جګړه ورباندې وتپل شوه. حکمتیار په دوه دلیله جګړی ته مجبور شو. لومړۍ دا، حکمتیار فکر کوه چی د روسانو پر وړاندې زیاته قربانی نظر نورو جهادي ډلو ته د هغه ډلی ورکړی ده او قدرت بیا هم د روسانو او د هغو د لاسپوڅو او پروتوکولیانو لکه مسود په لاس کی لویږی. دوهم دا، چی د افغانستان سیاسی قدرت په دایمي ډول تغیر خوری د جګړی بل مهم ټکی وو. نو که اوس موږ لږ فکر وکړو او د مجاهیدینو د خپل منځی جګړو علت او معلول پیدا کړو ډیر په اسانۍ سره پیدا کولای شو چی د کابل د ۹۰ کالونو د جګړی اصل مقصر څوک دی؟ احمدشاه مسود؟ او که حکمتیار؟ بلکل احمدشاه مسود دی کله چی د مجددې دوه میشتنۍ دوره پوره شوه ربانی مشر شو چی وخت یی پوره شو قدرت خوشی نه کړ په ناقانونه ډول یی دوام ورکړ چی په نتجه کی یی ټول کابل وران ویجاړ په لسهاو زره کابلیان شهیدان شول، همدارنګه روسانو دوهم وار د خپلو کارملی لاسپوڅو په لاس د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ تداو کیښود. راځو خپلی موضع ته چی ولی د حکمتیار مخه نیول کیږی؟ ځواب یی روښانه دی بیا هم همهغه روس چی ۲۷ کاله وړاندې یی د حکمتیار مخه نیوله، نه یی غوښتل چی د افغانستان په سیاسی قدرت کی ګډ شی دا ځکه چی حکمتیار یی د خپلو ګټو پر وړاندې خطر شماره، اوس یی بیا مخه نیسی همهغه خبره ده. حکمتیار به لږ ډیر ښه او بد کارونه کړی وی خو هغه درس چی هغه روسانو ته د جګړی په وخت کی ورکړی دی روسان دومره ویرولی دی چی اوس هم د حکمتیار د نوم په اوریدلو سره همهغه د افغان روس د جګړی ترخی خاطری ورپه یادیږی او تر ټولو وراخوا روسان فکر کوی چی که حکمتیار د افغانستان په قدرت کی شریک شی سیمه یی له لاسه ځی او ګټو ته یی زیان رسیږی. زموږ په ګمان د افغانستان تر ټولو ستر دښمنانان روس او پاکستان دی چی هر وخت یی د افغانانو پر سر ډول ډول لوبی کړی دی او لا غواړی چی نوری لوبی ورباندې وکړی، افغانانو ته پکار ده چی نور خو والله چی شرم وی دا ځکه په وار وار د همدغه دوه سوړو چیچل کیږو په کومو سترګو بیا په همهغه سوړو کی لاسونه ننباسو، لږ فکر خو پکار دی. مننه ډاکټر ګل مرجان منګل 5/01/2017
وروستي