ذهن مو په زړه راښکونکو انځورونو تغذیه کړئ!

ستاسو بهرنۍ کړنې تل ستاسو د ذهن له داخلي انځور سره همغږې وي. ستاسو ذهني انځور له هغو انځورونو څخه جوړ شوی، چې وروسته له یوې پېښې یې خپل ذهن ته سپارئ. 
له نېکه مرغه دغه ټول ذهني انځورونو که ښه وي یا بد، مثبت وي که منفي کولای شئ کابو یې هم کړئ. ټاکنه ستاسو په لاس ده، چې ذهن مو په مثبتو، زړه راښکونکو، بریالیتوب لرونکو انځورونو او یا هم په ماتې لرونکو انځورونو ډک کړئ، په هر حال ټاکنه ستاسو په لاس کې ده.
ټول هغه څیزونه مو، چې په ژوند کې لاسته راوړي او یا هم په لاسته راوړلو کې یې بریالي شوي نه یاست د بڼې ورکولو له وړتیا څخه په ګټې اخستنې او یا هم په ګټې نه اخستنې څخه تر سره شوي دي.
که خپل تېر وخت ته یوه کتنه وکړئ دا به وګورئ، چې تر ډېره موهغه ټولو مثبتو ذهني انځورونو ته بڼه ورکړې او د واقعیت په لور یې بدلون موندلی دئ.
لوړو زدکړو رسېدلو ته مو په خپل ذهن کې بڼه ورکړې او په ښه توګه مو لاسته هم راوړې، د لومړني موټر اخستلو ته مو په ذهن کې بڼه ورکړې او اخیستی مو دئ، خپله لومړنۍ عاطفي اړیکې ته مو په ذهن کې بڼه ورکړې او د خپلې خوښې کس مو موندلی.
په یوه سفر تلل، د یوې دندې موندل، د یوه کور موندل یا هم د خپلې خوښې جامو ته مو په ذهن کې بڼه ورکړې او هغه ټول مو په واقعیت بدل کړي دي، چې دا ټول څیزونه په لاس راوړل تر ډېره خپل ذهن په ښو او زړه راښکونکو انځورونو روزل او تغذیه کول دي.