څو د پند لنډی کیسی

د آمن کوتره
په ځنګل کې د مرغانو ډیر سخت بحث روان و موضوع یی دا وه چی آخیر انسانان د مرغانو حقوقو ته ولی نه ګوری چی دا ځنګلونه وهې
پر شاخ ناسته د آمن کوتری پری را غږ کړ، زما نادانه دوستانو، انسانان خو د خپل مینځ د جنګو خلاص نه دی ستاسو به څه غم وخوری،، تل یی زه د آمن لپاره په هوا کړی یم،،،
                           *****
                          فاصله
انسان د اسانانو تر مینځ د فاصلو ختمولو دومره لارې چاری پیدا کړې چی تر مینځ مو هیڅ فاصله نه ده پاتی اوس هیڅ انسان د بل انسان پروا نه کوې
                         *******
                          حقوق
حق نه ورکول کیږی "

چاته؟

انسان ته "

څوک حق نه ورکوی؟

انسان "
بیا مسله په چیشی کې ده؟


همدا مسله ده کنه "
                        *******
                          درغلی
هغه چی له کوم وخت نه شیدو کې اوبه ګډول شروع کړی وول سخته ګټه یی کړې وه تر هغو چی د خټو خړ کور یی په لویه بنګله تمام شو "پر دی یی پروا نه لرله چی دغه درغلی به یی د نور عام ولس صحت ته څه زیان ورسوی "تر هغو چی خپل نازولی زوی چی پس له پنځه لورګانو خدای ورکړی وو ناروغ شو "ډاکټر ورته غلط او جعلی دوا ورکړی وه نازولی زوی یی درغلی وخوړ "
چغی یی کړی خدایه څنګه ظالمان دی درملو کې هم درغلی کوې:
                            ******
                    فساد او رشوت
سلطان او سکندر دواړه دولتی مامورین وول،
سلطان ګزاره په خپله حلاله تنخاه کوله،
او سکندر د رشوت پر پیسو،
تر څو د یو ژوند د خټو ګټو په کور د تل لپاره پاتی شو،
او د بل د خټو کور په لویه ماڼی بدل شو،
وخت بدل شو د سلطان او سکندر بچیان ځلمیان شول
د یو بچیان با آدبه خوش اخلاقه،
او د بل بچیان .............