بی آزاره مرغۍ

مولوی جان مامد چی په کلی کې په مولوی صیب مشهور وو د پښتونخوا د مردان ولسوالی په شیرګړ کلی استوګن وو د کار روزګار لپاره د پنجاب په لاهور کې اوسیدو،

مولوی جان مامد کلی کې یوه وړوکی کورنی درلوده چی د ده په شمول ټول څلور کسان وو میرمن یی او دوه بچیان یو زوی یوه لور، زوی یی له لور وړوکی وو او نیږدی مدرسه کې یی حفظ کولو،، خو لور یی نازنین په شیرګړ لوی سکول کې زدکړی کولی، مولوی صیب چی به هر کله د لاهور نه راغی د کلی غټ او واړه به یی پوښتنی له راتلل مولوی جان مامد به هم راوړی ډالی پر ټولو تقسیم کړی مولا جان مامد د ټول کلی په زړنو کی ځای درلوده هر چا به ویل ډیر نیک او بی آزاره انسان دی. لکه بی آزاره مرغۍ  ، لور نازنین یی ډیره نازولی وه هر کله به یی د سرو زرو ګوتی والی یا بنګړی ورته آخستل،، خو هر ځل چی به مولا جان مامد د لاهور نه کلی ته راغی نو د راتلو سره به مازدیګر وخت له کلی بیرون د خرکارانو کلی ته تلو او له انور علی نومی یو ښکلی ځوان سره به یی ضرور لیدل، او کله چی به له کلی د  لاهور په طرف بیرته روان شو یو عجبه کار به نیږدی کلو کې کیدو چی ځوانی او ښکلی پیغلی به ورکیدی،، تل چی به له مولا صیب د کلی خلکو.پوښتنی کولی چی هلته لاهور کې څه کار کوی نو مولوی جان مامد به ورته ویلی چی د لوی مدرسی آمام یم،،
                             **** 
بل طرف آنور علی له دری میاشتو د مولوی جان مامد سره هیڅ اړیکه نه درلوده نو مجبوره شو چی ټیلی فون ور وکړی، کنه. مولا جان مامد انور علی سخت پابند کړی وو چی ماته به رینګ نه کوی تر څو چی زه خپله نه یم راغلی او یا ما زنګ نه وې وهلی،،
هلو انور علی خبری کوم:
څنګه دی رینګ کړی خبیثه ما نه وو درته ویلی چی چوهدری صیب ډیر خفه دی  بیا تر هغو ماته رینګ ونکړی تر څو دی سم بلخی ګډ راوستی نه یی:
                            ***
هلو.مولوی صیب انور علی خبری کوم:
هلو خبیثه تاته ما نه وو ویلی بیا رینګ.ونکړی،
مولوی.صیب بلخی ګډه ده بلخی بلکل تازه مال که چوهدری صیب انعام درنکړو ما حلال که،
خا خبیثه بیا خو.دا آډرس واخله او نیغ یی د چوهدری صیب دیری له بوځه، او ورځ نیمه هلته تیره که. او بیا یی زما دیری. داتا مزار ته راوله چی زه هم لږ.ګیا واښه ورکړم  زه اوس ځم چی نوری زړې ګډی.منډی له بوځم ،،
خا،، بلکل ټیک ده جی خو هغه زما انعام دی هیر نه شی ګوره دا ځل می آصله بلخی.ګډه راوستی،،
                        ******
هلو بابا هلو نازنین،، زوی یی په سلګو سلګو ژړل
ها بچی.ولی په نازنین څه شوی

د کلی نه د مولا جان مامد کشر زوی.فون کړی وو.چی لور.یی.نازنین ورکه ده،،


جان مامد په منډه د خپلی دیری په طرف منډه کړه، ګوری چی انور علی د دیری مخی ته ولاړ دی او خاندی

مولوی صیب دا واخله لس زره روپی ستا او دا دوه زره زما انعام چوهدری صیب ویل ګډه یی ډیره خوښه شوه خو اوس دوه ورځو.لپاره کراچی له ځی او ویل یی چی تر څو بیرته راځی جان مامد دی زما د  ګډی پالنه وکړی،،

مولا جان مامد ژر په هجره دننه شو.ګوری لور یی نازنین په خپل ټیکری ځان ځندی کړی او په مړ وجود چغی وهی چی

بی آزاره مرغۍ