د ښه ژوند په تمه

لنډه کیسه
د ژوند تورې پاڼې یې اړولې وې، راتلونکې ژوند ته ډیره هیلمنه وه، لکه: له اوږدې مبارزې وروسته یې چې بری تر لاسه کړی وي، د راتلونکي په اړه یې فکر کاوه، چې انندرور (د لیوره ښځې) یې غږ په وکړ، سلګۍ وریندارې دا د چای پیاله درواخله، سلګۍ د چای پیالې ته یې ځیر ځیر وکتل، په پیاله کې لا د چایو ډکي تاویدل، حیرانه شوه، تر اوسه یې د انندرور دا ډول سلوک نه و لیدلی، انندرور یې د  ګوړې قاب ورنږدې کړ، په غوړیدلې ټنډه یې وویل: وریندارې! ته له موږ مشره یې، کلونه دې زحمتونه وګالل، زموږ هره ناروا ته دې د ناپوهۍ په سترګه وکتل، تل دې  د لوڼو په سترګه راته کتلي، له نن وروسته د غوا او کور کار موږ ته پریږده، ته هر کار ته لاس مه اچوه، کلیوال خبرې کوي، چې له تور سره تر سپن سره کار کوی، له نن وروسته یوازې د مړي ژوندي پالنه کوه او بس.
دا څومه اونۍ وه، چې د انندرورګانو په سلوک کې یې بدلون حس کړی وه، هغه فکر یې ریښتیا شو، که د مشرې انندرور په توګه کشرو انندرورګانو ته د لوڼو په سترګه وګورو یوه ورځ به د مور په سترګه درته وګوري، له خپل ځای پورته شوه، د نوی جوړ شوی کور په رنګه ښیښه کې وکتل، خپل انځور لکه د هندارې په څیر پاک ولیده، د ځواني هغه ښایست، ښکلا او زور یې نه درلود، خو د ژوند تجربه او حوصله یې ډیره شوی وه، په سر کې د ګوتو په شمیر سپین ویښتان ولیده، لا یې خپل سپین ویښتان شمیرل، چې په دروازه کې غالمغال جوړ شوه، د دروازې په لور یې څو قدمه واخیسته، چې ګوري د زلمي زوی غاړه یې له سرو شنو ګلانو ډکه ده، سلګۍ زوی ته په لیدو ډیره خوشحاله او حیرانه شوه، غوښتل یې له زوی څخه څه وپوښتي خو زوی یې وار په مخکې کړ، مورې: له دولسم ټولګي څخه عمومي اول نمره فارغ شوم، معلمانو مې ویل، چې راتلونکې دې روښانه ده، انشالله چې کوم ښه پوهنتون ته به بریالی کیږم، د ښځې له خوشحالۍ په سترګو کې اوښکې راغلې، زوی یې څو ځلې په مخ ښکل کړ، وویل د ژوند یو بل ار مان مې هم پوره شو.
هر ځل به چې په اینه کې د ګوتو په شمیر سپین ویښتان ولیدل، د خوښۍ احساس به یې وکړ، ځکه له یوې خوا د کور وداني داسې جوړه کړې وه، چې په کور کلي کې ساری نه درلود، بلخوا یې داسې زوی روزلی وه، چې د ولسوالی په کچه یې د نورو کلو له زده کوونکو میدان ګټلی وه.
له کلونو وروسته یې اقتصادی حالت ښه شوی، خاوند یې له اوږدې مسافری یو ځل بیا کورته زړه ښه کړی وه ، په کلي کور کې یې ښې انجونې څارلې، چې د خپل یوازیني زوی ژوند جوړ کړي، سلګۍ داسې انګیرله چې په ژوند کې نور هیڅ ارمان نه لري.
له مودو وروسته یې میړه کورته راغی،  د میړه راتګ که څه هم په لومړیو کې خوشحاله وه خو دومره غمونه یې له ځان سره راوړی وه، چې د میرمنې ټولې هیلې په اوبو لاهو کړې، هغه یوازیني زوی ته چې تمه وه، په راتلونکي کې به ډاکټر یا انجینر وي، د عربي هیوادونو ویزه د ډالۍ په توګه ورته راوړې وه، سلګۍ لا په دې بوخته وه، چې میړه ته په یو ډول قناعت ورکړی تر څو زوی زده کړو ته پریږدي،چې میړه یې نور ګلان ورته وکرل،  هغه پیسې چې سلګۍ په کلونو کلونو له خپل ځان څخه سپمولې وې، میړه یې د بر کلي قمار باز په لور ورکړې، سلګۍ کلونه زیار ددې لپاره ګاللی وه، چې زوی یې زده کړې وکړي، خو خبره نه وه چې د قمارباز لورد  ولور پوره کولو لپاره به د عربو سره لمر خوراک کیږي، د ویښتانو ډیره برخه یې په څو میاشتو کې سپینه شوی وه د سلګۍ ژوند لکه څنګه یې چې له نوم څخه یې څرګنده وه همغسې سلګۍ پاتې شو.
د هیلو سره سم باید چې د سلګۍ اینګور د کور په دورازه راننوتلی وی خو د قمار باز لور د بنې په توګه په کور راننوته، خلک د واده په خوشحالۍ راغلي وه خو سلګۍ یوه نړۍ غمونه زغمل، چې موبایل یې وشرنګیده، په ژړغوني غږ یې وویل، الو سلام علیکم، په تیز نارینه غږ ځواب ورګړل شو، وعلیکم سلام مورې څنګه یې؟ اتل یم زوی دې، سلګۍ لومړی ښه وژړل خو ددې لپاره چې د زوی د خپګان سبب یې نه شي، په ژړا هم زړه تش نه کړ، ورپسې یې وویل وعلیکم سلام اتله زویه ښه یې؟ زوی یې لومړی تسلیت ورکړ، ورپسې یې وویل: مورې د کانکور پایلې اعلان شوی، د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ته بریالی شوی یم، که پلار مې اجازه راکړی وی، ستا دغه ارمان به مې پوره کړی وه، سلګۍ بیا ژړا ټینګه نشوه کړی، ښه ډیر یې وژړل بیا یې وویل: ته زما زوی یې، ته باید زما ارمان پوره کړې، پلار دې د خپل هوس لپاره بله ښځه وکړه، دوه ویشت لکه روپی په ټول کلي کې چا نه دي لیدلی، چې ده د قمار باز په لور ورکړې، سلګۍ سترګې سره وروستې، مړې اوښکې پر مخ راغلې، زوی یې څو ځلې غږ وکړ، الو مورې وه مورې خو مور یې د تل لپاره ځواب ورنه کړ.
کلونه وروسته مې د کابل پوهنتون غوره محصلانو لمانځغونډه ولیده، چې له انجینري پوهنځي څخه د اتل نوم پکې راغلی و.
لیکوال اسماعیل خدمتګار