اوس کولای شئ خپلې کړنلارې ترتیب او منظمې کړئ!

له نېکه مرغه په تېرو برخو کې مو موخو ته د رسېدو لپاره هغه نخشې او لارې چارې زده کړې دي.
۱ـ اوس مو د خپلو وروستیو پایلو یو ذهني انځور په لاس راوړئ او پوهېږئ، چې څه غواړئ او ولې یې غواړئ؟
۲ـ خپلې موخې د یوې پاڼې پر مخ ولیکئ د اړینوالي د درجې له مخې یې ترتیب او منظمې کړئ د دې ترڅنګ خپلې اصلي موخې به هم وټاکئ.
۳ـ د خپلې کړنې د ارزونې لپاره مو هغه منل شوي معیارونه جوړ کړي؟ تاسې هم کولای شئ خپلو اصلي او فرعي کړنو ته مهلتونو وټاکئ، چې په یو ډول د یوې موخې حکم لري.
۴ـ هغه خنډونه، سختۍ او ستونزې، چې ستاسو او موخو تر منځ مو منځ ته راغلې وپېژنئ او هغه ټول د اړينوالي د درجې له مخې ترتیب او منظم کړئ.
۵ـ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره مو هغه معلومات او اړینه پوه پېژندلې ده.
۶ـ هغه ټولې وړتیاوې د اړینوالي له مخې ترتیبې او د زده کړې لپاره یې یوه کړنلاره جوړه کړئ تر څو په اسانۍ سره وکولای شئ خپلو موخو ته ورسېږئ.
۷ـ وګړي، ډلې او هغه سازمانونه، چې مرستې ته یې یوه ورځ اړ کېږئ پېژندلي مو دي، پرېکړه مو نیولې، چې د یوې مخکې له مخکې جوړې شوې او ټاکلې کړنلارې له مخې ځان د دوی له مرستې او کمک څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بهرمند کړئ.
د همدغو کړنو په اوږدو کې مو یادښتونه ترتیب کړي، چې اوس مهال د خپلې نخشې لپاره مو لومړني توکي دي. اوس مهال د هغو ترتیب، تنظیم د یوې کړنلارې په چوکاټ کې کولای شئ.