د بریالیتوب لپاره یو غونډلیز یا یو جمله يي فورمول شتون لري؛ ( مخکې له مخکې یوه سمه کړنلاره جوړول د نیمګړې او نابریالۍ کړنې مخه نیسي).
د یوې سمې کړنلارې جوړول اووه ګټې لري:
لومړی: د کړنلارې جوړول تاسې دې ته اړ باسي، چې خپل تول اندونه سره راټول او منظم کړئ او د دې تر څنګ ټول هغه څيزونه، چې بریا ته د رسېدو لپاره اړتیا لرئ په ښه توګه وپېژنئ.
دوهم: فکر کول د هغه څه په اړه، چې بریا ته د رسېدو لپاره یې تر سره کوئ، تاسو ته دا وړتیا دربخښي، چې یوه بشپړه، منظمه او دقیقه کړنلاره د یوې کړنې د ترسره کولو څخه مخکې جوړه کړئ، په همدې ډول د وخت او ډېر لګښت مخه به مو هم نیولې وي.
درېیم: یوه ښه بشپړه کړنلاره تاسو ته د ناڅاپي تېروتنو د پېژندلو وړتیا دربخښي، چې د کړنې په ترسره کولو کې درته پېښېږي. دغه چاره د دې لامل ګرځي، چې له ځانه وپوښتئ که پدې ډول وشي نو بیا؟ د بېلګې په توګه که د کړنې د تر سره کولو په حال کې و اوسئ، تر ټولو بدې تېروتنې به کومې وي؟
څلورم: د یوې کړنلارې ګټه؛ تاسې ته دا ځواک دربخښي، چې د خپلې کړنې ټولې نیمګړتیاوې او کمزورۍ وپېژنئ، د دې ترڅنګ د همدغو تېروتنو او کمزوریو په بشپړولو کې پیاوړي او تقویت هم شئ. تر ډېره یوه مرګونې تېروتنه به وپېژنئ، چې ترسره کول به یې په بشپړه توګه ستاسو کړنلاره د ماتې په لور بوزي او دغه کړنه یوازې د کړنلارې د نه درلودو له مخې شونې ده.
پینځم: کړنلاره جوړول تاسو ته دا وړتیا دربخښي تر څو هغه ټول فرصتونه وپېژنئ، چې کولای شي بریا ته د رسېدو لپاره درسره مرسته وکړي، معمولاً که مخکې له مخکې د یوې کړنلارې په جوړولو لاس پورې نکړئ، شته فرصتونه او خپلې پیاوړتیاوې به هم ونه پېژنئ.
شپږم: د کړنلارې جوړولو شپږمه ګټه؛ تاسې ته دا ځواک دربخښي، چې خپله ټوله شتمني او وخت مو د یو یا دوو ځانګړو ګامونو لپاره په کار واچوئ، چې بریا ته د رسېدو لپاره مو لامل ګرځي. د ښه تمرکز او فوکس پرته خپله انرژي به مو په پاشلې او بې ګټې ډول کارولې وي او چندان په زړه پورې پرمختګ ته به ونه رسېږئ.
اووم: اوومه ګټه د کړنلارې جوړولو دغه ده؛ چې کولای شي په حتمي ډول ستاسو د ډېر لګښت، ډېرې انرژۍ او ډېر وخت مخه ونیسي. د دې تر څنګ د تېروتنو او ګډوډیو مخه به مو هم ونیسي.