پلار او زوی

ژباړه: محمد اشرف يادـ نوی ډيلی
يو پلار خپل زوی باندې لوړې زده کړې وکړې، لګښتونه يې پرې وکړل او نورې ډېرې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې.
د هلک څخه لوی ماهر جوړ شو، په يو نړېوال دفتر کې په لوړه څوکۍ وګمارل شو. پلار يې پرې ډېر وياړل، ځان يې ډېر ځواکمن او غښتلی احساساوه.
يوه ورځ پلار د زوی دفتر ته لاړ، هلک په خپله څوکۍ ناست وو، پلار يې ورنږدې شو او د زوی په اوږو يې لاسونه کېښودل، د زوی څخه يې وپوښتل: په نړۍ کې تر ټولو غښتلی سړی څوک دی؟     (پلار په تمه وو چې ګوندې ما به غښتلی وګڼي)
زوی ډېر په وياړ سره وويل: زه تر ټولو غښتلی سړی یم.
پلار يې زړه ماتی شو او په اوښلنو سترګو له دفتره په وتو شو، په دروازه کې ودرېد او بيا يې د زوی څخه پوښتنه وکړه: ته ځان ځواکمن ګڼې؟
زوی يې په معصومانه لهجه وويل؛ نه پلاره تاسو غښتلي يئ.
پلار: څو شېبې وړاندې دې ځان غښتلی ګاڼه.
زوی: هو هغه وخت زه په حقه وم پلاره؛ ځکه هاغه شېبه تاسو لاسونه زما په اوږو ايښي وو.
تا سره مينه لرم پلاره.
(ددې لنډې کیسې دا زده کوو چې پرته د پلار او مور د رحم څخه مونږ هېڅ هم نه یو)