قرآنکریم؛ د محمد(ص) پاتې معجزه

معجزه : اصلا د عربي ژبې د ( عَجَزَ) کلیمې څخه اشتقاق شوی نوم دی چې د ضعف، ناتوانۍ او بې وسۍ معنی ورکوي. د عربي ژبې معتبرو قاموسونو لکه: تاج العروس، لسان العرب ،مختار الصحاح او معجم الوسیط ټولو کې د (عجز) د کلیمې همدا لغوي معنی شوې؛ د یوکاره ځینې عاجزتیا( بې وسي). په شرعي اصطلاح کې( معجزه)  هغې  خارق العادة( عادت خلاف) عمل ته ویل کېږي چې الله تعالی خپلو پیغمبرانو ته د رسالت د تثبیت لپاره ورکړې وي په همدې اساس هر پیغمبر د معجزو لرونکی وو.
د معجزې لغوي او اصطلاحي  تعریفونو کې داسې کوم شرط او قید نشته چې ګویا معجزه دې یواځې فزیکي عمل ته وویل شي او حسي ته نه، لکه دا ځینې جنابان چې په همدې نظر قرانکریم ښایي! اصلا ددې خبرې دې سره  کوم اساس نه جوړيږي، ځکه معجزه معنی دا چې یو څوک د یو کاره عاجز کول؛ چې په هر ډول وي نو اوس  که څوک معجزه په هغه ډول پیژني، پیژندنه یې غلطه او بیخي ناقصه ده، ښایي په سمه پیژندنه یې نورې تړلې ستونزې هم حل شي.  د معجزې او سحر( جادو/ کوډو) ترمنځ توپیر همدا دی چې معجزه الهي ده او سحر او جادو انساني او شیطاني پدیده او شرعي ناروا عمل دی. بل توپیر یې دادی، چې معجزه یواځې تر پیغمبرانو(علیهم السلام) محدوده ده ، چې د قران کریم په نزول او د نبوت د سلسلې په پای ته رسیدو سره دا لړۍ ختمه شوې ده. محمد (ص) مو وروستې نبي  ګڼلې او پرې نازل شوی قرانکریم  مو د وروستني الهي کتاب په توګه منلی او باور کړی. دا زموږ صحیحه، پاکه، سالمه او منل شوې عقیده ( ایماني او اسلامي تړاو)  او سرحد دی.
د معجزې د شتون او حقیقت لپاره تر ټولو ستر ثبوت قرانکریم دی چې د ټولو نبیانو د معجزو یادونه او څرګندونه پکې شوې. د مومن مسلمان لپاره تر دې بل ستر ثبوت نشته! که څوک یې مني ودې مني، کنه نو بیا ورسره د بحث او کیسو اړتیا نشته، ځکه بیا اختلاف د معجزې او نورو ورته اعتقادي مسائلو په منلو او نه منلو کې ندی، بلکې د اصل (قران او احادیثو ) په نه منلو کې دی!
په قرآنکریم کې د ځینې پیغمبرانو ذکر شوې معجزې:
۱ـ  د موسي (ع) معجزه: الله تعالی وایي: د موسی (ع) معجزه د هغه امسا وه چې ښامار به ترې جوړیده  (فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُبِينٌ) بله معجزه یې : لاس به یې د تخرګه چې راوویست د نور په څېر به ځليدو (وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ).
۲ـ د عیسی (ع) معجزه د مړو ژوندي کول، د ړندو بینا کول، د برګي مرض علاج کول او.....( وَرَسُولاً إِلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِىءُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ).
۳ـ سلیمان (ع) ته الله تعالی باد په واک کې ورکړې وو، مخلوقات یې ورته تابع ګرځولي وو، د مخلوقاتو په ژبه یې پوه کړی وو او یوه عظیمه بې سارې پاچاهي یې ورکړې وه  قران ددې ټولو معجزاتو د تثبیت یادونه کوي(وَلَقَدْ آتَیْنَا دَاوُودَ وَ سُلَیْمَانَ عِلْمًا وَ قَالَا الْحَمْدُ لِلَّـهِ الَّذِی فَضَّلَنَا عَلَى کَثِیرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِینَ) (وَوَرِثَ سُلَیْمَانُ دَاوُودَ وَقَالَ یَا أَیُّهَا النَّاسُ عُلِّمْنَا مَنطِقَ الطَّیْرِ وَأُوتِینَا مِن کُلِّ شَیْءٍ إِنَّ هَـذَا لَهُوَ الْفَضْلُ الْمُبِینُ) (رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّنْ بَعْدِي) (فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاء حَيْثُ أَصَابَ) ( وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَى كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ) قران کریم داسې د ګڼو پیغمبرانو د معجزو د بیان شاهد دی.
قران کریم د محمد(ص) معجزه ده:
دا د پاریدلې او یادې شوې موضوع اصل محوري بحث دی، هو قران کریم د اخیرني پیغمبر حضرت محمد(ص) معجزه ده، چې د الله له لورې ورکړل شوې ده. قران کریم د الله تعالی کلام دی، چې د حضرت جبرئیل (ع) پواسطه پر محمد(ص)  په مختلفو زماني او مکاني پړاوونو کې په درنه عربي ژبه نازل شوی. همدا قران ددې ویناوو شاهد او ښه ثبوت دی(وَ إِنَّهُ لَتَنْزيلُ رَبِّ الْعالَمينَ) (نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمينُ) (عَلى‌ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرين) (بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ)
هو؛ قران کریم د الله تعالی کلام دی او کلام حسي( فزیکي) نه دی، بلکې معنوی دی. دا ستونزه ما مخکې حل کړه چې د معجزې لپاره محسوسیت شرط ندی. پدې اساس دا نشو ویلای چې قران کریم خو (محسوس) ندی نو ځکه یې معجز نشو ګڼلی! سربیره پردې چې  قران کریم  د پیغمبر(ص) معجزه ده په خپل ذات کې هم ګڼ علمي اعجازونه لري لکه: معنوي اعجاز، بیاني اعجاز، لغوي او ترکیبي اعجاز... ددې هریو بیانول او پرې تفصیلا غږیدل عادي  خبره نده هریو یې علمي تخصصي ساحه ده چې ګڼې درنې لیکنې پرې شوي دلته بحث پرې کول زما مسلک هم ندی.  خو د یو ټولیز اصل په توګه یې همدوره یادول کافي ګڼم. د قران کریم همدې اصل او خاصیت په لرلو سره دا د پیغمبر (ص) لپاره معجزه شوه، ځکه چې محمد(ص)  نالوستی(امی) انسان وو، هغه (ص) یتیم او اطرافي شخص وو،  پداسې مغلق او پیچلي ( د مختلو علمي اعجازونو) لرونکي الهي کلام / کتاب باندې یو ناڅاپه پوهېدل رښتیا هم معجزه ده، چې دا د هرچا د وس کار نه وو، نه دي! هغه قران چې سلګونه تفسیرونه او تحلیلونه یې په مختلفو ژبو شوي!  دا حقیقت الله تعالی داسې بیانوي : (وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ)  (قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا)
د قران همدا اعجاز و، چې نړۍ کې انقلاب راوست، جهالتونه یې محوه کړل او د اسلام په نوم یې په نړۍ کې د سعادت رڼاکانې خورې کړې . د قران کریم د تلاوت په اوریدو سره  هغه وخت هم ډیر ستر ستر کافران بیا د حضرت عمر(رض) په څېر د اسلام ستر ستر رهبران شول. او اوس یې هم په ښه غور اوریدل د انسان په زړه خاصه اغیزه کوي په اصطلاح( غونې ورته ځیږیږي!) همدا د قران اعجاز دی.  د حضرت محمد(ص) ( إسراء او معراج) ، شق الصدر( سینه څېري کوونه) ، شق القمر( سپوږمۍ دوه برخې کیدنه) د نورو معجزاتو له جملې څخه دي چې په قران کریم او صحیحو نبوي احادیثو کې یې نقل راغلی. الله تعالی د إسراء  او معراج په هکله فرمایي:  (سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آَيَاتِنَا إِنَّه هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ). نبي کریم (ص) د شق القمر په هکله فرمایي چې نقل یې د حدیثونو په معتبر او د قران کریم نه پس دویم کتاب (بخاري شریف )کې داسې ثابت دی چې : (عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْه أَنَّ ‏ ‏أَهْلَ ‏ ‏مَكَّةَ ‏ ‏سَأَلُوا رَسُولَ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏أَنْ يُرِيَهُمْ آيَةً ‏ ‏فَأَرَاهُمْ الْقمرشِقَّتَيْنِ حَتَّى رَأَوْا ‏ ‏حِرَاءً ‏ ‏بَيْنَهُمَا)  او (عَنْ ‏ ‏عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَبَّاسٍ ‏ ‏رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أن القمر انْشَقَّ عَلَى زَمَانِ رَسُولِ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ‏ ) داچې (ناسا) یې تصدیقوي که نه پردې  مومن مسلمان ندی مکلف چې په شرعي نصوصو ثابت حقایق دې د ناسا او نورو ادارو د تائید او رد  وروسته ومني یا ونه مني!. د شق الصدر( سینې څیرې کوونې ) په هکله الله فرمایي: (أَلَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ) او په بخاري شریف کې پدې اړه صحیح حدیث داسې دی چې فرمایي : ( قال أنس بن مالك عن مالك بن صعصعة أنَّ نبيَّ اللَّه قال: "بَيْنَمَا أَنَا فِي الحطيم -وَرُبَّمَا قَالَ: فِي الْحِجْرِ- مُضْطَجِعًا، إِذْ أَتَانِي آتٍ فَقَدَّ -قَالَ: وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: فَشَقَّ- مَا بَيْنَ هَذِهِ إِلَى هَذِهِ -فَقُلْتُ لِلْجَارُودِ وَهْوَ إِلَى جَنْبِي: مَا يَعْنِي بِهِ؟ قَالَ: مِنْ ثُغْرَةِ نَحْرِهِ إِلَى شِعْرَتِهِ، وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: مِنْ قَصِّهِ إِلَى شِعْرَتِهِ-  فَاسْتَخْرَجَ قَلْبِي، ثُمَّ أُتِيتُ بِطَسْتٍ مِنْ ذهب مَمْلُوءَةٍ إِيمَانًا، فَغُسِلَ قَلْبِي ثُمَّ حُشِيَ)
د معجزې زماني بقا:
د معجزې زماني پایښت د معجزې د  عدم حقانیت او عدم شتون پورې هيڅ عقلي، نقلي او علمي تړاو نلري ، د آدم(ع) نه تر محمد(ص) پورې چې څه پیغمبران راغلي د الهي وینا په اساس ټولو ته د نبوت او د خاصې الهي رابطې د لرلو د تثبیت لپاره معجزې ورکړل شوي، چې په هماغه وخت سره ترې خلک د هماغې زمانې حق دین منلو ته قایله شوي  او د نه منلو  او د سرسخته مخالفت په پایله کې د نمرود، کنعان، فرعون... ابو لهب او نورو قومونو په څیر  په الهي عذاب هلاک شوي او مردار شوي . دا چې اوس د موسی (ع) امسا د صالح(ع) اوښه او د نورو پیغمبرانو معجزاتي سرچینې په فزیکي ډول شته کنه؟ دا هم د معجزي حقیقت ته صدمه نشي رسولې ،ځکه اوس یې د معجزې د اصلیت  او ماهیت د تثبیت پورې کوم تړاو نشته، ځکه چې د ډیرو پیغمبراو داسې معجزې وې چې د هغوی(علیهم السلام) د جسمي فعالیت سره  ترسره کیدې او د کومې وسیلې ضرورت ورته نه و، لکه مخکې مو یادونه وکړه، چې سلیمان (ع) د مخلوقاتو په ژبه پوهیده ، پیریان ورته تابع وو. ابراهیم(ع) سخت ترینه اور ونه سوځوه او عیسی(ع) به مړي ژوندي کول، د برګ مرض علاج به یې کاوه او داسې نور ... اوس هغوی(علیهم السلام) وفات شوي، نو لازمي، طبیعي او منطقي خبره ده چې ورپوري تړلي فعالیتونه او لرلې معجزې یې هم متوقفې شوي، ځکه د انسان فعالیت د هغې تر ژونده پورې محدود وي، نه تر ابده پورې! مثلا سلیمان(ع) اوس نشته، نو د میږیانو سره به خبرې څوک وکړي!؟ له بل پلوه داسې معجزې هم وې چې د یو لامل پورې تړلې وې، لکه د موسی(ع) امسا د صالح(ع) اوښه او...اوس بالفرض که د موسی(ع)  امسا موجوده هم وي، هغه پخوانی اعجاز( ښامار جوړیدنه) ترې نشي کیدی، ځکه دا امسا او پر بنست یې هغه معجزه د موسی(ع) وه، نه زما او ستا ! ، نو موسی(ع) وفات دی او معجزې یې هم ورسره ختمې شوي.
هو؛ قرانکریم د محمد(ص) پاتې معجزه ده ، اعجاز یې د هغه(ص) د وفات سره ختم شوی ندی. هه وخت هم خلکو د قرانکریم د یو ایت په څېر بل ایت نشو ویلی او جوړولی او اوس هم، هغه  وخت هم د امت لپاره د نجات او هدایت  وسیله وه او اوس هم، هغه وخت هم د ګڼو دنیوي علومو سرچینه وه او اوس هم، هغه وخت هم هداسې وو او اوس، هم پرته له کوم تغیر او تبدلیه داسې دی، هغه وخت یې الله تعالی د ساتنې زیمه واري کړې وه او  اوس یې هم، لکه چې فرمایي: ( انا نحن نزلنا الذکر وانا له لحافظون) .