عالِم، مولوي، مُلا او مولانا

 
د مُلا په ننګه ویل کېږي چې؛ مُلا مو په غوږ کې اذان کوي؛ د جمعې، جُمعې، جنازې او اختر لمونځونو امامت کوي؛ نکاحګانې راتړي او ...دوی دا یاد مسؤلیتونه تر"مُلا " محدودوي، پداسې حال کې، چې په شرعیت کې د دې مسؤلیتونو سرته رسول تر"مُلا او مولوي" محدود ندي، بلکې محدودیت یې تر ایمان او اسلامه دی؛ یانې هر مؤمن مسلمان کولای شي چې یې ترسره کړي.
په ټولنه کې د "مُلا " مسؤلیت تردې محدودو کارونو خورا ستر دی. په مروجه اصطلاح کې "مُلا او مولوي" هغه لقبونه دي چې په ځانګړي ډول د دیني او شرعي علومو لوستو خلکو ته کارول کېږي، له پخوا داډول زده کړې د پوهنتون په پرتله په دیني مدرسو او جوماتونو کې زیاتې ترسره کېږي. دلته د "مُلا،مولانا، مولوي او عالِم په اړه یو مانیز تناقض شتون لري هغه دا چې: د عالِم، مُولوي، مولانا او مُلا ترمنځ پرته له تفهیمه تفکیک وجود لري،که دا تفکیک د تفهیم په بنسټ رامنځ ته شي ښایي ستونزه له منځه لاړه شي. (عالِم) د عربي ژبې له (عِلم) د کلمې څخه راوتې لفظ دی، چې د "پوهې" او "پوه " په مانا دی. ښایي په مانیزه توګه (عالِم) یواځې تر (دین پوهنې او دین پوه) پورې منحصر نشي؛ خو نن سبا د ټولني د مروجه ګړندود په بنسټ (عالِم) یواځې تر همدې مفهومه تړلی دی؛ عالِم یانې دین پوه!
   " مُلا، مولانا او مولوي" :
د (مُلا) لفظ د عربي ژبې له (مَولی) له کلمې څخه جوړشوې؛ چې"مولی" د مخور، مشر او بادار مانا ورکوي او "مُلا"د لوستي، معلم او روحاني شخصیت لپاره مروجه کارېدونکې نوم دی. په همدې اساس (مَوْلَوِي) هم هماغه له[مولی او ولي] عربي کلمې د (یا) توري په اظافت او نسبت راوتې کلمه ده، چې د ذاهد، معتبد او نیک شخص لپاره کارېږي.
د (مولوي او مَوْلَانَا) ترمنځ کوم بل ځانګړی توپیر نشته، بلکې د سیمه اییز کړدود په بنسټ یې همدا توپیر دی چې: مولوي؛ شرق میشته او په ځانګړي ډول افغانستان او ایران کې د یادو صفاتو لرونکو خلکوته ویل کېږي او"مَوْلَانا " د (ن، ا) تورو په نسبت سره، هند او عرب میشتي خلک د (مولوي) پرځای کاروي، چې عین مفهوم افاده کوي. په همدې اړه (ابن بطوطه) وایي: "موږ سره د حج په کاروان کې د قران کریم یو هندي حافظ وو، چې لیک یې هم په ښه توګه کاږه، نو په همدې اساس هغه ته مولانا ویل کیده". همدا ډول ایرانیان/فارسیان د "اخوند " ټکې هم کاروي، چې ددې ریښه هم د فارسي ژبې د (خواند) د کلمی څخه راخیستل شوې، چې د سبق خوان، درس خوان، لوستي او ملا لپاره یې کاروي.  
اوس راځو دېته، چې هر مُلا، مولوي او مولانا به عالِم وي کنه؟ دا بیل سوال دی؛ خو په اړه یې دومره ویلی شو چې هر مولوي؛ عالم/ دین پوه ندی! او نه هم، ټول مولوي صاحبان عالمان ندي! په افغاني ټولنه کې پرته له کوم توپیره، مُلا، مولوي او مولانا ستاینومونه د عالِم (دین او شرعیت پوه) لپاره کارول کېږي. موږ تل دا ډول خلکو ته په خورا درنښت د مُلا، مولوي او مولانا صیب خطاب کوو، نه د عالِم صیب! ځکه دا یاد نومونه د عالِم مفهوم ورکوي او پرځای یې کارېږي،نو ځکه یې په خبرو کې نه کاروو. ښایي دا نظر وي، چې مُلا، مولوي او مولانا د علم د کچې په بنست سره بېل شي، خو په ټوله کې مُلا، مولوي، مولانا او عالم؛ دین پوهه، دینداره او د دین مظهرونکیو خلکو ته وایي.
داچې اوس مُلا یا مولوي داسې ندی دا د دین او د دین د مظهرونکي ملا ملامتیا نده، دا د هغه شخص ګناه او ملامتیا ده چې مولوي دی، یا ندې خو د مولوي په نوم د دین له ادرسه هغه څه کوي چې نن یې دین او د دین ټول سرلاري خلک (مولويصاحبان) بدنومي کړي. هر نامنظم، ږیره ببر او پاج پګړۍ په سر مولوي نه وي! د ورته ناسمو صفاتو په لرلو سره باید د ټولنې یو عظیم او دروند قشر ته په هاغه ټیټ نظر ونه کتل شي، کوم چې هغه نورو ته کتل کېږي.
د ټولنې هر قشر بلا ستونزې لري چې په اساس یې ټول قشرونه محوه کولې نشو. که حل یې څوک د عالِم او مُلا په بېلوالې کې لټوي زما په اند به سمه نه وي. ځکه دا نشي کیدای چې د دینه ناسم یا کم پوهه لرونکی( د قدوري، نور الایضاح، کنز، شروط الصلاة  او ... کتابونو په مدرسه کې لوستونکی، د روانو ناخوالو زیږونکی او د( ای، ایس، ای) لوبونکی دی حتما مُلا وي، دادې د هرې ناخوالې زیږنده وي! او عالِم دې هغه وي، چې ژوره دین پوهنه او د تفسیر، حدیث، فقهې او تر اصولویې پوهنتوني زده کړی ولري او د ټولو ستونزو دې مبراء وي. ډیر دا ډول عالِمان شته چې همدا اوس د(ای، ایس، ای) په غېږه کې لوبېږي، هغوی یواځې د مدرسو ندي فارغ، بلکې د دکتورا ترکچې تخصصي زده کړې لري، دوی اوس هېواد ورانونکي او د ناخوالو او غمیزو زیږونکي ندي!؟ ځکه چې عالِمان (دکتوران) دي نو! له بلې لورې ډیری داسې مولوي صاحبان (د مدرسو فارغان)  وو  او شته چې د حکومت او نظام کلک ملاتړي وو او دي ملي ګرا او هېواد پاله وو او دي، له پخوا تر دې دمه ګڼې داسې هستۍ وې اوشته چې تراوسه  په خورا درنښت د مولويصاحبانو په نامه یادېږي. د بیلګې په ډول د ځینو نوموتو مولویصاحبانو یادوونه کوم. په پښتو ژبه کې د قران کریم لومړی مفسر (مرحوم مراد علی مراد، محمد ابراهیم، محمد هاشم، خادم، الفت، موسی شفیق، رشاد،رښتین...) چې دا هریو د هېواد په خړو مدرسو کې روزل شوي او د هېواد په ځلولو کې خاورې شوي.
خو اصلیت دادې چې باید هر مولوي صاحب ښه عالِم (دین پوه) وي، ترڅو د مولوي لقب پرې ښه صدق وکړي،د  ټولنې هراړخیزې شته ستونزې د شرعیت په رڼا کې تحلیل کړي او د ټولنې د راحت او هوساینې لپاره کارنده وي، چې همدا دشریعت اصلي موخه هم ده. افغاني ټولنه چې په طبیعي ډول متدینه، شریعت پلوه او اسلامي شعایرو ته په خورا درنښت قایله ټولنه ده، دلته په دا روانه توګه د مُلا ټکول او تحقیرول خورا بدې اغېزې لري، د مُلا ټکوونې روانه بې هوده لړۍ پرته له ګڼو ستونزو زېږولو بله لاسته راوړنه نلري. دا عدالت ندی چې یواځې  مُلا دې د ټولو بدبختیو مور وګڼل شي او نور ټول دې سپینې ملایکې شي!  مُلا د تشدد يه پایله کې متشدد شوې له پخوا په کلي ډول د مُلا د حذفیدو زیاتې هڅې شوي، چې ښې پایلې یې ندي لرلي . که غازي امان الله خان دا مثبت کار هم کړای وای چې مُلا یې په خپله غېږ کې رانیولای وای او پردو ته یې نه وای پریښي. که همدا لاره سردار داادود خان خپله کړې وای، نو نن به افغانستان د نورو اسلامي هېوادونو سیال وو! که له هغې وخته مو مدرسه خپله وای نن به مو مُلا خپل او هېواد ورانې نه وای! افغاني تاریخ د مُلا پرته د نورو او د نورو، پرته د  مُلا د حاکمیت د ترخو تجربو شاهد دی، اوس وخت د ویشلو او تقابل ندی اوس د تفاهم او یودبل منلو ضرورت دی، د ټولنې ټول قشرونه چې په ګډه دا هېواد اباد نکړي په یواځې ډول یې نه مُلا او نه نور ابادولې او هوسا کولې شي.