د ماتې او نه بریالي کېدو اصلي لاملونه، د یوې کړنې تر سره کول پرته له کومې کړنلارې څخه دي. هغه وګړي، چې وایي دومره بند او مصروف یو، چې هېڅ نشو کولای خپل وخت د یوې کړنلارې د جوړولو لپاره وموندو.
په دوام او راتلونکي کې به د نه بریالي کېدو او هغه ماتو په تمه و اوسي، چې پخوا اټکل شوې نه وې او د دې تر څنګ به یې وخت، انرژي او لګښت هم ډېر شوی وي.
وایي د هرې کړنې پیل له وخت سره ډګر ته وتل او لوبه کول دي.
د ځینو کمپنیو خاوندان هماغه د خپل کار د لومړۍ ورځې له پیل کېدو سره د هغو لارو چارو په لټه کې وي، چې دوی ته ډېره ګټه په لاس ورکړي، تر څو وکولای شي خپلې کړنې او کار ته دوام ورکړي.
خو د دې تر څنګ ډېرۍ هغه کمپنۍ په ټپه درېدلې دي، چې کومه ځانګړې ګړنلاره یې د کار د پیل کولو لپاره نه درلوده، وخت، انرژي او مالي لګښت یې هم ډېر شوی دئ او خپلو موخو ته هم ندې رسېدلي.
خو د هغه کمپنیو خاوندانو، چې د یوې ځانګړې جوړې شوې کړنلارې څخه یې ګټه پورته کړې په ډېر لږ وخت، لږ انرژي او لږ لګښت سره یې ډېره ګټه لاسته راوړې ده.
نو په دې اساس هر انسان باید د ځان لپاره یو کړنلاره ولري او جوړه یې کړي ځکه کولای شي د همدې کړنلارې له مخې په ډېر لږ وخت او انرژۍ سره بریا ته ورسېږي، خو د دې تر څنګ د کړنلاې نه درلودل د نابریالي کېدو او ماتې خوړولو لامل ګرځي.