د ايمان لار (يوولسمه برخه)

 
په خدای (ج) د ايمان ارزښت
د حساب ورځ نږدې ده (دريمه برخه)
ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړه: امين خاطر
په تېر پسې ...

  • د پښې لوڅو شپنو او بې وزله خلکو لخوا د سترو سترو ماڼيو جوړول
  • هېڅ غيرمؤمن او يا هم هغه څوک چې له نبوي احاديثو سره آشنا نه وي نشي کولای دا ومني چې يوه ورځ به پښې لوڅې شپانه، وږي او بې تمدنه خلک ددې حديث مصداق وګرځي او وبه توانېږي تر څو اوچتې او سترې ماڼۍ جوړې کړي تر څو چې نفت کشف شول، او هغه هم په داسې يوه ځمکه چې مېشت خلک او څښتنان يې پښې لوڅې شپانه، وږي او صحراء ګرځېدونکي وي او بې شکه چې نن ټول د رسول الله (ص) ددې وړاندوينې شاهدان يو چې هماغو پښې لوڅو، وږو او شپونکيو څه ډول ماڼۍ جوړې کړي او د خپل ژوندانه په چاپېريال کې يې څومره توپير راوستی دی، حضرت محمد (ص) دا مسئله پنځلس پېړۍ وړاندې په لاندې مبارک حديث کې بیان کړې ده: (إذا رأيت الحفاة العراة العالة رعاء الشاء يتطاولون في البنيان فانتظروا الساعة) يعني: که مو وليدل چې پښې لوڅي، بې وزله او شپونکي د اوچتو ماڼيو په جوړولو لګيا وو، نو د قيامت منتظر اوسئ.
    (3) خپل استوګنځي لکه د جامو په څېر سينګاروي:
    په تېرو وختونو کې چا دا باور نه کاوه چې خلک به د خپل استوګنځي دېوالونه داسې سينګاروي لکه نن سبا يې چې پرې لګيا دي او که چا دا کوښښ هم کاوه نو بې له شکه به يې ليونی باله، ولې نن ټول ددې شاهدان يو چې خلک خپل استوګنځي څه ډول د خپلو جامو په څېر سينګاروي او دا هماغه موضوع ده چې حضرت محمد (ص) پېړۍ وړاندې ورته اشاره کړې وه: (لا تقوم الساعة حتى يبني الناس بيوت ً ا يوشونها وشي المراحيل) يعني: تر هغې به قيامت رانشي تر څو چې خلک داسې کورونه جوړ کړي چې هغه لکه د ټوکر انځورونو په څېر سينګار نکړي.
    (4) يو له بل سره د ځمکو د مختلفو برخو نږدېوالی
    چا هم دا فکر نشوای کولای چې د ځمکې برخې به له يو بل سره دومره نږدې شي چې په يوه ليد به يې ټولې برخې وويني، رسول الله (ص) فرمايلي دي: (زُويت لي الأرض فأُريت مشارقها ومغاربها وسيبلغ ملك أمتي مقدار ما تزوى لي منها) يعني: ځمکه مې نظر ته دومره کوچنۍ راغله چې د نوموړې ختيځ او لويديځ مې وليد او په راتلونکې کې به مې چې څومره ليدلې زما د امت ملکيت شي. او يا دا چې فرمايلي يې دي: ځمکه به په وروستۍ زمانه کې ډېره محدوده او کوچنۍ شي چې تر څنګ به يې وخت هم ډير کم شي او په ډير کم وخت کې به پکې ختيځ او لويديځ وليدل شي، او دا د ځمکې هماغه لنډوالی دی چې نن سبا فضايي عملې په څو ساعتونو کې کولای شي چې د ځمکې ختيځ او لويديځ، شپه او ورځ وويني او خلک هم کولای شي د جوړو شويو فلمونو په وسيله دا ډول حالتونه وويني. او دا د زمانې لنډوالی دی چې ډېره اوږده فاصله په ډېر کم وخت کې وهل کېږي او مونږ کولای شو د مختلفو وسيلو لکه راډيو او نورو په وسيله هغه غږونه چې راوځي په هماغه لحظه کې په ډيرې آرامۍ سره واورو او په زرهاوو کيلومتره متره لرې د ځمکې په لرې برخه کې د يو چا ټول خوځښت د ځينو موجونو او انځورونو په وسيله، په ژوندۍ بڼه وګورو. او حضرت محمد (ص) دا هر څه پنځلس پېړۍ وړاندې د آخري زمانې د رانږدې والي د نښانو په ډول مونږ ته خبر راکړی دی.