ليکوال: عبدالمجيد عزيز الزنداني
ژباړه: امين خاطر
په خدای (ج) د ايمان ارزښت
د حساب ورځ نږدې ده (دويمه برخه)
د ټولو موجوداتو د مرګ او ژوند مالک او غالب پيداکوونکي، انسان ته کرامت وربخښلی او د هغوی د لارښوونو لپاره يې له رڼو دلايلو سره سم ريښتيني استازي راليږلي دي او هغوی هم دوی ته د ابدي ژوند زيري ورکړي دي چې له لایتناهی جنت څخه عبارت دی چې د مومنانو لهپاره د لوي څښتن تعالی له ټولو نعمتونو څخه ډک دی او همدا ډول ګناهګارانو ته دوزخ، چې ډېر دردوونکی دی.
حضرت محمد (ص) مونږ ته دا خبر راکړی دی چې هغه د خدای (ج) وروستی پيغمبر دی او د آخرت ورځې او د قيامت د نږديوالی په اړه يې ارشادات کړي دي، هغه د داسې نښو نښانو ذکر کړی دی چې مخکې هېچا ته هم د باور وړ نه وې ولې نن کولای شو چې په ډير وضاحت هر څه ووينو او ژر ده چې دوزخيان ټول هغه څه وويني او ورته ورسيږي چې لوي خدای (ج) ورسره وعده کړې ده وويني او جنتيان به هم د خپل خدای (ج) د ژمنو ريښتينولي وويني.
دلته د ځينو هغه نښو نښانو یادونه کوو چې حضرت محمد (ص) پنځلس پيړۍ مخکې د هغو د پيښېدو ذکر کړی وو، چې په دې توګه دي:
حضرت محمد (ص) فرمايلي دي: (لا تقوم الساعة حتى تروا أموراً عظاماً لم تكونوا ترونها ولا تحدثون بها أنفسكم " ((يعنې: د قيامت ورځ نه پيښيږي مګر دا چې په نړۍ کې داسې پراخ او بې ساري کارونه پېښ شي چې د چا تصور ته هم نشي راتلای او په هيڅ صورت يې کوچنی تصور درته ممکن نه دی.)
همدا ډول له حضرت محمد (ص) څخه بل روایت دی چې: (سترون قبل أن تقوم الساعة أشياء ستنكرونها عظاماً تقولون: هل كنا حدثنا بهذا فإذا رأيتم ذلك فاذكروا الله تعالى واعلموا أنها أوائل الساعة") (يعنې: د قیامت له پېښيدو مخکې به داسې څيزونه، عجيب وسايل، حوادث او سترې پيښې ووينئ چې له ډيرې حيرانتيا سره به پرې باور نشی کولای او شايد وواياست: آیا په ريښتيا دا مونږ جوړ کړي دي؟ د داسې څيزنو په ليدو سره لوی خدای (ج) ياد کړی او پوه شئ چې دا ټول د قيامت د پېښېدو نښې نښانې دي.)