((هغه د بابا خبره)) کتاب خپور شو

راحله نوري دميرمن بهير غړې
((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير تکړه غړې ليکوالې او شاعرې آغلې نعيمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د ميرمن کلتوری ټولنيز بهير له خوا چاپ شوی او د متلونو مينه والو ته يې وړاندی کړی دی.
د ټولګې په لومړي مخ کې د هيواد تکړه ليکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) تر سرليک لاندې د پښتو ژبي د متلونو په اړه له محتوا ډکه سريزه ليکلې ده. ورپسی دميرمن بهير دتکړه او فعالې غړې آغلې ساهره شریف له خوا نوموړې ټولګه ارزول شوی ده او ليکوالې ته يې د نوموړی ټولګې مبارکی ورکړې ده.
په دغه ټولګه کې ټول ټال( )متلونه راټول شوي او بیا پر ۲۷ بیلا بیلو موضوع ګانو ویشل شوي دي او د هرې موضوع تر عنوا ن لاندې په زړه پورې متلونه ذکر شوي چې لوستونکی کولی شي په آسانه توګه د خپلې خوښې موضوع په اړه خوندور او ګټور متلونه ولولي.
ددغې ټولګې په لومړۍ برخه کې د نصیحت تر سرليک لاندې مشهور او خورا ګټور متلونه راغلي چې لوستل يې د ټولو لپاره ګټور دي، د مثال په توګه: د هغې بلا نه چې دی خلاصون نه وي نو په بسم الله ورسره چلیږه، او پټه خبره شی بې اثره تر هغو پټه خوله بهتره .
که څه هم په پښتو ژبه کې متلونه کومې خاصې سيمې او یا کومې ځانګړې قبیلې ته منسوب نه دي خو په کومو ځايونو کې چې پښتانه ژوند کوي، هلته به خامخا متلونه کارول کیږي. خو له دې سره سره ځينې متلونه شته چې په يوه سيمه کې ډير استعمال لري. د دغه کتاب لویه ځانګړنه دا ده چی آغلې نعيمې هغه متلونه راټول کړي چی د وردګو په ولایت کی ډ ير استعمال او ديوشمير يې د وردګو په لهجه ليکل شوي، خو په ځينو ځايونو کې چې د متل ځانګړی وزن او مانا له منځه ځي بیا له معیاري پښتو ليکنې څخه ګټه اخیستل شوې ده .
څرنګه چې ما دغه ټولګه مطالعه کړه داسی متلونو ته په کې ځای ورکړل شوی چې تر اوسه د خلکو په منځ کې ډېر عام نه دي او ددغې ټولګې لوستل به تاسوته بې ګټې نه وي.
ميرمن کلتوری ـ ټولنيز بهير تر دی وړاندی هم د پښتو ژبی د بډاينې لپاره ګڼ شمېرادبي کتابونه چاپ کړي دي او دا هڅې يې لا همداسې روانی دې اوپه راتلونکي کې دميرمن بهير دنورو غړو او پښتنو ميرمنو دنورو کتابونو دخپرولو تابیا لري.
ليکوالې خور ته ددغه کتاب مبارکي وايم او د لوی خدای نه ددغه بهير ټولوغړو ته بریا غواړم.