دنده یا کړنه مو د کړنلارې له مخې پیل کړئ!

 
   ۱ـ یو لړلیک د هر هغه څه په هکله، چې فکر کوئ او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، چې کومې کړنې او فعالیتونه ترسره کوئ جوړ کړئ. هېڅ څه له قلم څخه مه غورځوئ.
 
   ۲ـ لړلیک مو د اهمیت او غوره توبونو د درجې له مخې ترتیب او منظم کړئ، کومه کړنه یا چاره غوره ده؟ او په همدې ډول نور.................
 
   ۳ـ لړلیک یا فهرست مو په پرله پسې توګه ترتیب او منظم کړئ، چې کومه کړنه له کومې کړنې یا چارې څخه وروسته ترسره شي؟
 
   ۴ـ وخت او لازمه بیه خپلو موخو ته د رسېدو او بشپړولو لپاره څرګنده کړئ، آیا خپلو بریاوو ته د رسېدو لپاره د وخت او ځانګړې کړنلارې درلودونکي یاستئ؟
 
   ۵ـ په ترتیب سره خپله کړنلاره د بیا څېړنې او کتنې د اصلاح په موخه وګورئ، په ځانګړې توګه که د نویو اطلاعاتو یا د هغه څیزونو سره مخامخ شئ، چې پخوا اټکل شوي نه وو.
   د هغه اړینو بدلونونو لپاره چمتو شئ، چې اټکل شوي نه دي. هر کله مو، چې دغه پینځه کړنلارې په ښه توګه ترسره کړې، نو په ډېره اسانۍ سره به وکولای شئ، چې خپلو موخو او بریاوو ته ځان ورسوئ.