تورسر لمونځ


د جومات د اوبو پمپ خراب و، زه یې په ترمیم لګیا وم،حمزه په بیړه جومات ته راننوت، د برنډې په بر سر کې په لمانځه ودرېد. د جومات په برنډه کې د کلي څو تنه سپین ږیري هم ناست وو، دوه نفره د بل کلي نه ورته راغلي وؤ،هغوی د غواوو سوداګر وو، په یوه غوا یې سودا روانه کړي وه، په بیه نه سره جوړېدل.داسې شور یې جوړ کړی و، ته وا د مکتب د اول صنف شاګردان دي.
حمزه لمونځ ادا کړ، ناستو سپین ږیرو ته یې وروکتل، سر یې وخوځاوه، او روان شو. له ناستو یو تن ورغږ کړ: زویه تورسر لمونځ نه ادا کیږي، بیا یې له سره وکړه. حمزه په خندا وویل: کاکاجانه! که په جومات کې د غواوو سودا جواز لري ،نو تورسر لمونځ هم کوم عیب نلري.