د پاکستان او روس ترمینځ د استراتژیک مشارکت پیل...!

په ۱۹۵۶کې Pakistan Institute of International Affairs  د پاکستان د نړیوالو اړیکو انسټیوټ د مطالعاتو په نتیجه کې پاکستان د روس په ځاۍ امریکې ته ترجیح ورکړه. پاکستان په خپل تحقیق کې د روسانو سره دملګرتیا په ځاۍ د  امریکایانو دوستي په اوږدمهاله کې په خپله ګټه وګڼله او په همدې دلیل ېې د روسانو سره اړیکې ډيرې خرابه او یو طرفه ګړې.
یاد انسټیوټ که څه هم پاکستان د روسانو سره دنه ملګرتیا دلیل مذهبي او کمونیسټي ګڼلو خو دا هغه څه وو چې دوي د عامه ذهنتونو د یرغمل کیدو لپاره ترې ګټه اخیستله که چیرې خبره دمذهب وئ نو بیا ولې پاکستان د چین او امریکا سره خپلې اړیکې له حده زیاتې پراخه کړې؛ځکه چې دواړه هیوادنه د پاکستان سره هیڅ مذهبي مشترکات نلري یوه خبره ډيره واضحه ده پاکستان په نړیوالو اړیکو برخه کې دخپل دوست دښمن انتخاب د هندوستان دبهرني سیاست په بنیاد کوي.
هندوستان خپلې اړیکې د سړې جګړې په جریان کې د روسانو سره پراخه کړې پاکستان برعکس د امریکې سره جوړې کړې؛ پاکستان دچین سره خپل استراتيژیکې اړیکې د نظامي وسلو د اخیستلو لپاره پراخه او یو طرفه کړې هندوستان هم خپلې اړیکې دپاکستان په مقابل کې د اسرایلو سره ښې کړې.
ددې خبرې نه معلومیږي چې پاکستان په خپلو بهرنیو اړیکو کې هیڅ اخلاقي او مذهبي مسایل په پام کې نه نیسي او دا د نړیوالو اړیکو بنیاد تشکیلوي. ځکه که چیرې د مذهب او اخلاقیت په بنیاد اړیکې جوړې شي ممکن ډيرې ژر له مینځه هم لاړې شي.
یادې ادارې یو دلیل دا هم ښودلو چې ګواکې روسیه دخپلو اتحادیانو سره جابرانه او آمرانه برخورد کوې نو پدې دلیل دوئ بهتره دا وګڼله چې د روسانو په ځائ دې له امریکایانو او غربیانو سره اړیکې پراخه کړي.
د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې یو ټکۍ ډير مشترک لیدل کیږي دوي چې کله هم د کوم هیواد په مقابل کې کومه پالیسي جوړوي نو د انساني ارزښتونو د ټولو مواردو نه پکې ګهټه اخلي. دبیلګې په توګه پاکستان دعامه ذهنیتونو لپاره دا دلیل جوړ کړئ وو چې روس یو غیر اسلامي هیواد دی روسان کمونیزم پلویان دي او اسلام مونږ ته دا اجازه نه راکوي چې د روسانو سره دې ښې اړیکې جوړې کړو.
مګر برعکس پاکستان دخپلو ګټو لپاره د ډيرو غیرو اسلامي هیوادنو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.
داهماغه وخت وو چې افغانستان د روسانو سره ډيرې ښې اړیکې درلودې؛ پاکستان د روسانو پر ځائ د امریکایانو سره خپلې ګټې شریکې کړې. د سړې جکړې په جریان کې پاکستان په مالي او لوژستکې برخه کې دامریکا د ګټو حامي ځکه وو چې دوي ته ډير ستر فرصتونه په لاس ورغلل، له یوې پلوه دوي په ډيرې اسانۍ سره کولئ شو چې خپل مقابل کې یو قوي ګاونډئ افغانستان د خپو وغورځوي او  دبلې پلوه دوي د حده زیاتې مرستې په نظامي برخه کې ترلاسه کولئ شو.
دپاکستان په وجه د روسانو سترې سیاسي پروژې سبوتاژ شوي امریکا د پاکستان نه دیو ماشین په توګه کار اخیستلو او هغه کار چې دمذهب او عامه ذهنتیونو برخه  کې نشو کولئ هغه پروژې هم پاکستان په پوره صداقت سره سرته رسولې.
پدې ورستیو کې دافغانستان او امریکې دواړو د پاکستان سره اړیکې یوه طرفه شوي. امریکې هم د پاکستان د ډبل ګیم پالیسۍ ته په کتلو سره په خپل بهرني سیاست کې دپام وړ بدلونونه راوستل. په پاکستان تور موجود دی چې پاکستان دوستۍ په نامه د امریکې دګټو خلاف واقع کیږي چې دا په منطقه کې د نړیوال سیاست برخه کې ستر بدلون لامل کیدئ شي.
پاکستان چې د هندوستان سره په سیالۍ کې دی دفوځ دمصارفو پوره کولو لپاره اړمن دی چې هره معامله وکړي. په همدې دلیل دوي دامریکانو سره ډير د ډبل ګیم پالسۍ پر مخ مخکې لاړه دبلې پلوه پاکستان غواړي چې خپل امتیاز په امریکې دوه چنده کړي په همدې دلیل ېې د روسانو سره  ملګرتیا چې  استراتژیک مشارکت پیل هم ورته وویلئ شو پیل کړو.
روسان اوس د امریکې دتیرو سیاستونو موډلونه راخلي او دامریکا خلاف ترې ګټه اخلي که څه هم روسان دا ګمان کوي چې په افغانستان کې د داعش او ورته نور ډير مسایل د روسانو په ګټه ندي او دا یوه لوبه ده چې ګټه ېې امریکې او تاوان ېې روسېې ته دی نو روسان هم دمجبوریت په اساس پاکستان ته مخه وکړه.
روسان غواړي چې دپاکستان د هغه نفوس نه کوم چې په طالبانو لري ګټه واخلي؛ او بیا د طالبانو نه د دداعش او امریکا په ضد ګټه واخلي.
پاکستان هم څه ښکاره او څه پټ د روس سره خپلو اړیکو پراخه کولو هڅه کوي. یو دلیل دادی چې دچین او پاکستان ترمینځ اقتصادي دهلیز جوړیدو سره امریکایان خوښ نه ښکاري پدې برخه کې پاکستان غواړي چې روسانو حمایت د چین په نوم واخلي دوي پوهیږي چې روس او چین خپلو کې سره دامریکې د ګټو مقابل کې یو طرفه لید لورئ او ډير مشترکات لري.
په نړیوالو اړیکو کې چې د هیواد دخودمختارۍ تجارتي او صنعتي ګټو نړیوال سیاست کې د رول او دبقا خبره منیځ ته راشي نو هلته ټول هغه کوچني مسایل یوې خواته پریښودل کیږي.
افغانستان ته هم پکار ده چې په هغه ځایونو کې چې تیروتلي دي معلومه کړي او په نړیوال سیاست کې دیو سنجیده او هوښیار هیواد په توګه برخورد وکړي مونږ ډير کمزورئ اقتصاد بې تجهیزه اردو او بې عایده هیواد یو په دي توګه په نړیوالو اړیکو کې اړمن یو چې دنړئ دقدرتونو سره دخپلې ملګرتیا موازنه برابره وساتو.
 مونږ ته پکار ده چې د تیرو تجربو نه ګټه واخلو او په نړیوال سیاست کې خپل هغه مسولیتونه چې یو هیواد ېې خپل ولس او بقا لپاره باید ترسره کړي ادا کړو.
 
ومن الله توفیق