
د چابهار بندر د قرارداد له لاسلکېدو سره د پاکستان د حکومت په سیاسي وضعیت او رویه کې ۱۸۰ درجې تغیيرات راغلي. پاکستان اوس د داخلي موضوعاتو تر څنګ په بهرنۍ پاليسۍ کې هم پاتې راغلی دی.
د چابهار بندر پر اقتصادي سیاسي او ټولنیز ارزښت چې څومره هم خبرې وشي، کمې دي؛ یاد بندر د رقابت او سیالۍ او په اقتصادي قدرت کې د ونډې پر بنیاد طرحه شوی بندر دی.
کله چې چین د کاشغر ګوادر لاره د پاکستان له لارې د جوړېدو پلان جوړ کړ، د یادې پروژې اقتصادي ارزښت یوې خوا ته، مګر په دغه کار سره چین غوښتل د هندوستان په مقابل کې د پاکستان پر داخلي اقتصادي سیستم سربېره نظامي قدرت هم پیاوړی کړي. چین په منطقه کې د خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ د پیاوړتیا لپاره له پاکستان نه ډېره ګټه اخلي، دوی پوهېږي چې د هند او پاکستان زیات رقابتونه دي، بلخوا پاکستان هم له چین سره په ملګرتیا کې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې ګوري. دوی د پاکستان تر ۴۰ سلنه زیاته ځمکه چینایانو ته په لاس کې ورکړې چې هغه د بلوچستان مهم او ستراتیژیک موقعیت دی.
چینایان غواړي د ګوادر بندر له لارې یو خوا د پاکستان او اسیا یو تر ټولو مهمه او ستراتیژيکه نقطه تر خپل کنټرول لاندې راولي او بلخوا غواړي له همدې لارې د هندوستان ټول تجارتي او سیاسي حرکتونه چې د هند په بحر کې کېږي، کنټرول کړي.
چابهار بندر هم د هندوستان د سیالۍ او اقتصادي او سیاسي نفوذ لپاره یو ارزښتمن بندر دی، هندوستان غواړي چې له ایران او افغانستان سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي.
ځکه که چین له پاکستانه د هندوستان په مقابل کې د فشار په توګه ګټه واخلي، دا ډول هندوستان هم وکولی شي له افغانستان نه د چین او پاکستان په مقابل کې هم په اقتصادي او هم په سیاسي لحاظ ګټه واخلي.
په نړیوالو اړیکو کې هېوادونه خپل اقتصادي ارزښت ته ډېره پاملرنه کوي؛ دوی په دې کې خپل سیاسي مفادات هم حسابوي، فرضاً د یاد بندر له فعالېدو سره به د افغانستان اتکا پر پاکستان ختمه شي، افغانستان به وکولی شي په اسانۍ سره بحر ته لاره پیدا کړي او د دې تر څنګ به افغانستان وکولی شي خپل تجارت له عربي هېوادونو سره جوړ کړي.
د یاد بندر د بنیاد طرحه د هندوستان د پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واچپايي په ۲۰۰۳ کال کې له ایران سره شریکه کړه، سره له دې چې هندوستان په هغه وخت کې د امریکا تر سختو فشارنو لاندې راغی او د یاد بندر په اړه د امریکا له مخالفتونو سره په دې دلیل مخ شو چې ایران هم په دغه بندر کې بنیادي رول لوباوو.
امریکا نه غوښتل چې ایران دې په دومره ستر اقتصادي پروژه کې مشراکت ولري؛ ځکه د امریکا په وجه پر ایران ډېر اقتصادي تحریمونه لګدلي وو، مګر په دې وروستيو کې پر ایران لګولي شوي بندیزونه او تحریمونه د ایران او امریکا او له نورو قدرتونو سره د توافق پر بنیاد له منځه ولاړل، ایران وکولی شول چې خپل هستوي پروګرام په اړه د نړۍ د قدرتونو قناعت ترلاسه کړي.
د یاد بندر له رغېدو سره به د ایران او هندوستان او بیا د افغانستان ایران او هندوستان تر منځ یو ستر اقتصاي مشراکت پیل شي؛ افغان سوداګر به وکولی شي څو خپل ټول مصنوعات د چابهار بندر له لارې هندوستان ته په ډېرې اسانۍ سره ورسوي.
نه یوازې هندوستان، بلکې د متحده عرب اماراتو عمان او د عرب ټول هغه هېوادونه چې له سمندر سره نږدې دي، افغانستان به وکولی شي چې ورته خپل توکي ولېږدوي او یا هم ترې توکي وارد کړي.
له کله چې د چابهار پروژه افتتاح شوې، د پاکستان حکومت په یو او بل نوم غواړي چې افغانستان تر خپل فشار لاندې راولي، څو وکولی شي خپلې خبرې پر افغانستان ومني.
پاکستان له کلونو د افغانستان په داخلي مسایلو کې ډېره لاسوهنه کړې، په تاریخي لحاظ چې کله په افغانستان کې د امریکا او شوروي تر منځ سړه جګړه پیل شوه او د طالبانو وجود منځته راغی نو د امریکا په استازيتوب پاکستان ډېر بنیادي رول لوباوو او پاکستان د افغانستان پر اقتصادي او سیاسي ګټو کنټرول پیدا کړ. په تاریخي لحاظ
له امریکانو سره د War on Terror تر عنوان لاندې په جګړې پیلولو کې د پاکستان رول ډېر ارزښتناک ځکه و چې امریکا په منطقه کې بل داسې هېواد نه لیده چې له دوی سره په دې برخه کې دومره کافي ریاستي امکانات د پیسو په مقابل کې شریک کړي. په دغه جنګ کې تر ۲۰۰ بیليونو زیاتې پیسې مصرف شوې چې تر ۳۳ بیليونو ډالرو روپیو پاکستان ته ورکړل شوې.
د پاکستان دا ریاستي نوکري له امریکا سره د یو قرارداد په توګه وه، مګر د پاکستان پوځي ایسټبلېشمنټ له پخوا راهيسې له ډبل ګېم یا هم دومخیزې پاليسۍ څخه کار اخیست.
دوی له امریکا سره هم ډبل ګېم پیل کړ، د پوځي مشر جنرال مشرف په وخت کې له دې تیورۍ ډېر کار واخیستل شو، دوی له یوې خوا ترهګر روزل او له بلې پلوه د ترهګرو د ځپلو لپاره يې له امریکا پوځي او نظامي مرستې اخیستې، د ښو او بدو طالبانو تفکیک او ترهګر او مجاهد تر عنوان لاندې زیات مسایل تر خپل لاس لاندې ونیول.
د پاکستان بهرنۍ پاليسي د پوځ یا ایسټبلېشمنټ تر مستقیم نظارت لاندې ده، دوي په دې برخه کې هېڅ یو ملکي ګوند او یا هم سیاسیون ته حق نه ورکوي چې په بهرنۍ پاليسي کې تغيیرات راولي او یا هم په کې ګوتې ووهي.
اوس مهال د امریکا له لورې هم پر پاکستان زیات فشاورنه دي.
پاکستان د خپل تاریخ په بدترین وضعیت کې قرار لري؛ له یوې خوا د هغو متحدینو له لورې یواځي پرېښودل کېږي چې پاکستان پرې حساب کاوو، له بلې خوا د منطقې له اقتصادي او سیاسي بدلون نه بې برخې شو. دا هر څه د پاکستان د غلطو پالیسو پایله ده، د چابهار بندر په رغېدو سره ممکن پاکستان په میليونونو ډالر له لاسه ورکړي، پاکستان مجبور او مکلف دی چې په خپله بهرنۍ پالسي کې بدلون راولي، کنه د دغو حالات دوام د پاکستان د اقتصادي معاشي او سیاسي زوال نښه ده.
سرچينه: سرنوشت ورځپاڼه