د جنګ په دوام  زمونږ دردونه زیاتیږي، کمیږي نه....

 
په هر قیمت چې وی باید د جنګ مخه ونیول شي
 په افغانانو باندې جبري او تحمیلي مهاجرتونو، جنګونو، دربه درې، فقر او لوږي، د نفوسو کثرت، د منابعو کموالۍ، د دینې او عصري تعلیمي ادارو بې کیفته نصاب او زده کړي، په ځوانانوباندې د کورنیوکمرنګه نفوذ، نړیوال او سیمه ایزو مداخلو، بې امنې او داسې نورو داخلي او بهرني فکتورو په افغانستان کې د جنګونو د دوام او دضعیفه حکومتونو د رامنځته کیدو لپاره زمینه مساعده کړئ ده. دا لړې به تر هغي پورې دوام لري ترڅو چې په افغانستان کې جنګونه دوام ولري.
په پاکستان، ایران او هم په افغانستان کې اکثرو کورنیو خپل ماشومان دیني مدارسو ته یوازې د دین د زده کولو په مؤخه نه استول بلکه د فقر او مجبوریتونو په اساس به ماشومان مدرسو ته لیږل کیدل ځکه هلته یو څو روپي مرسته او مساعدي (خوراکي مواد) په مختلفو نومونو ورکول کیدي. دا کارد دی لامل شو چې اکثره ځوانان د خپل وطن د تاریخ او ټولنیز کلتور نه بیګانه او نا خبره پاتي شول او دوی د دین نه سم برداشت ونکړ. یا په بله اصطلاح دوی برین واش شول یعنې ماغزه د دوی ومینځل شول او د تکفیري اډیالوژي د تاثیر لاندې راغلل.
د عصري ښوونځیو او پوهنتونونوفارغین هم دا پورته ستونځي  درلودي. د دی ترڅنګ د عصري ښوونځیو او  پوهنتونونو تعلیمي نصاب بی کیفیته او د مارکیت د ضرورت سره متناسب نه و او نه دی. په موجوده وخت کې د پنځوس زرو نه زیات ځوانان د پوهنتونونو نه هرکال فارغیږي او فکر نه کوم چې په سلو کې لس سلنه دا فارغین په دولتي او یا خصوصي سکتورونو کې د خپل تعلیم په زورځانونو ته کار پيدا کړي، نو په دی توګه هر کال په لس ګونو زره ځوانان بیکاره پاتې کیږي.
طبعي او غیر طبیعي منابع ورځ تر بلې کمیږي خو په مقابل کې د نفوسو تعداد بیحده په زیاتیدو دی. کورنې او هم دولت د نفوسو د زیاتیدو د مخنیوي لپاره کوم سم پلان نه لري. کورنې یوازي د ماشومانو تولید کوي او بیا ماشومان کوڅو ته خوشي کوي او د خپلو ماشومانود تعلیم او تربیه په فکر کې نه دي او همدا یوه خبره کوي چې الله تعالی روزي رسان دی. دا نه ګورې چې الله تعالی دوی ته عقل او فکر ورکړئ او باید د فکر او عقل نه هم کار واخلي.
زما په اند، د ټولو نه مهمه لار په لومړۍ سرکې د نفوسو د کثرت مخه نیول او بیا په تعلیمي نصاب فکر کول دي چې د وطن د اړتیاو په تناسب عیار شي. دا شرط نه دی چې هرڅوک دی د پوهنتون نه فارغ شي بلکې تخنیکي او حرفوي زده کړو ته باید زیاته توجه وشي ترڅو ځوانان بیکاره پاتي نشي.
د ټولو نه مهمه مسله حکومت او هم مخالفو ډلو ته دا ده چې څنګه د جنګ مخه دوی ونیسي که دوی واقعا غواړي چې افغانان دی ښه ورځ وګوري. د وطن په خاطر، د اسلام په خاطر او د خپلو خلکو په خاطر باید مخالفي ډلي او حکومت سره توافق ته ژر ورسیږي ترڅو د افغانانو وینه نوره بیځایه تویه نشي. هرکال په لس ګونو زره افغانان په جنګونو کې له منځه ځي، د دوی کورنې په حکومت او هم په ملت باندې به بار وي او بیا د دې کورنیو اولادونه چې بیکاره او بې تعلیمه پاتي کیږي، د راتلونکې نورو جنګونو لپاره به وسیله وي. د جنګ په دوام کې زمونږ دردونه زیاتیږي، کمیږي نه.
زما په اند په هیڅ وجهه افغانستان کې د جنګ د دوام لپاره دیني، مذهبي او یا سیاسي دلیل نشته دی. په هره توګه چې کیږي باید د جنګ د بندیدو غم وخوړل شي. که د جنګ د بندیدو لپاره هره خوا، که هر څومره قیمت ورکړئ بیا هم به دا قیمت، د جنګ د دوام د قیمت نه په مراتبو لږ وي. د افغانستان ستونځي د معجزي په توګه یو دم نشي حل کیدی. اوس د افغانانو ټوله انرژي او منابع د یو بل پرضد په جنګ او د ځان د حفاظت په خاطر مصرفیږي او د افغانستان راتلونکي لپاره هیڅ پلان نه عملي کیږي. موجوده او هم راتلونکي ډیرحکومتونه به د پورته ستونځو د حلولو په هکله د ډیرو ستونځو سره لاس او ګریوان وي. که چیري جنګ بند شي  او د اوس نه سم کار پیل شي بیا هم ډیر وخت ته اړتیا ده چې پورته ستونځو ته چې ما اشاره وکړه دحل لارې چاري پيدا شي. مونږ خپلو ستونځو او دردنو ته دوا یوازي د سولي په موجودیت کې پیدا کولو شو نه د جنګونو په دوام کې