د یویشتمي پیړي د جګړه لپاره د شلمي پیړي تاکتیکونه


 یوه تراژیدیکه زړه بوګنونکې قصه
نه مې غوښتل چې دا قصه ولیکم خو زړه مې طافت ونه کړ او کیدای شي چې مونږ لپاره د عبرت یوه قصه وی چې دخپل اولادونو په راتلونکی فکر وکړو او خپل اولادونه د جدی مراقبت لاندې ونیسو ځکه منطقوي ناولی کړي او ډلي زمونږ د ځوانانو د انحراف لپاره د هرډول تاکتیکونو نه کار اخلي ترڅو خپل غیر انسانی او غیر اسلامی شومو اهدافو ته ورسیږي. دا ډلي زمونږ ځوانانوته دین، پیسی او نور خیالي جنتونه وسیله کوي او غواړي چې زمونږ ځوانان منحرف کړي.
ترشلمي پیړي پوری د جنګونو په مؤخو او فوځي تاکتیکونو کې چندان تفاوت نه و. د جنګونو عوامل همیشه ویره، اقتصادي ګتي اوعزت یا غرور ساتل و. د پورته اهدافو لپاره اډیالوژي او د نیشنلیزم په بنیاد د خلکو احساسات راپارول وسیله وه تر څو جنګي مشران د ولس ملاتړلاسته راوړي اود جنګ انګیزه ژوندی وساتي. د دښمن د ضعیفه کولو لپاره د جنګ تاکتیکونه هم په دری ډوله و: د دښمن قوت تقسیمول او پاشل، په نا خبره توګه په دښمن حمله کول اود دښمن په منځ کې د پنځم ستون پیداکول وترڅو د تبلیغاتو له لاری د دښمن مورال او روحیه ضعیفه کړي. روحي جنګ یا Psychological War د سوړ جنګ لویه برخه وه.
د یویشتمي پیړي په سرکې د جنګ تاکتیکونه دجبهي جګړې (Conventional War) او چریکي جګړو(Guerilla War) نه په ځان وژونکي یا Suicide جګړه باندې بدل شو. د خودکشه جګړي له منځه وړولو لپاره د جبهي او چریکي جګړو تاکتیکونه په درد نه خوري. دا داسی معنی لری لکه ماشی چې په توپ ولی نو ځکه تر اوسه په افغانستان کې او هم د نړي په نورو سیمو کې د موجوده جګړو پایله د ناکامی سره مخامخ ده او ورځ په ورځ د جنګ لمنه پراخیږي. زه دلته په Conspiracy Theory یا د شک کولو په تیوری باندې خبري نه کوم ځکه د شک کولو په تیوری باندې شرقی ټولنه او باالخاصه د اسلامی هیوادونو اوسیدونکي خاصه عقیده لری او دا جدا بحث دی. د شک تیوری زمونږ په وطن کې هغه مشهوره متل ته ورته دی چې وایې د یو لغمانې سره یو کس په لاره تله نو د لغمانې هری خبري ته یې د شک په سترګه کاته اود ځان سره به یې ویل کیدای شي په دی خبره کې هم د لغمانې څه چل وی. شرقي ټولنو ته هرڅه د شک د تیوری په هنداره کې ښکاري او د خپل اولس ټولي نیمګړتیاوی او وروسته والي د پردو د مداخلي سبب ګني.
د فروری په ۱۲مه نیټه د نورستان والي حافظ عبدالقیوم راته په جلال اباد کې قصه وکړه چې د کامدیش د سیمی یو مشهوره قومي مشر مولوی محمد صادق په خپله سیمه کې د طالبانو او داعش پرضد فعالیت کاوه خو هغوي ورته د مولوی محمد صادق زوی داسی تربیه کړ چې په خپل پلار ځانمرګی حمله وکړي. مولوی محمد صادق چې په دی هکله ثقه معلومات درلودل نو کله چې د ده ځوی چې د منفجره موادو واسکت یې په تن و او د دی خواته راتله نو هغه یې د مخه په کلاشینکوف توپک وویشته او مړ یې کړ. وروسته چې د خپل زوی مړي لټوي نو د ځانمرګي واسکت یې په تن و. داسی نوری عیني قصي شته چې پوره ریسرچ او تحقیق تا اړتیا لري. د دغه قصه کولو په وخت مشاور وزیر اسدالله وفا هم ناست و.
که مونږ دغه پورته قضیه ته وګورو نو دا واقعا یوه زړه بوګنونکي او تراژیکه پیښه ده او الله تعالی دی هیڅوک د داسی ستونځی او حالت سره نه مخامخ کوي. مونږ ټول اولادونه، ورونه او خپلوان لرو او دا ډیره سخته صحنه ده چې پلار دی په خپل زوی د توپک ماشه کش کړي او خپل زوی دی ووژني. الله تعالی دی مونږ او تاسی ټول د داسی حالت نه وساتي. سوال دا دی چې د مولوی صیب محمد صادق زوی څنګه دی ته حاضر شو چې خپل پلار چې هغه هم یو مشهوره دیني عالم دی ووژني. که دا فرض کړو چې د مولوی صیب او د زوی په عقیده کې سره توپیر و نو ابراهیم (ع) خپل پلار آذر چې کافر و ونه واژه او نه نوح (ع) خپل زوی کنعان چې کافر و وواژه. همداشان لوط (ع) خپله ښځه چې کافره وه ونه وژله او نه محمد (ص) خپل تره ابولهب چې کافر و وواژه. په اسلام کې همیشه دا تاکید شوی دی چې د خپلوانو سره باید خپل علایق قطع نه کړی او دا ګناه لری نو وژل یې خو لویه ګناه ده. که مولوی صیب او د ده زوی سره په مذهبی توګه څه اختلاف درلوده خو دواړه مسلمانان و، نو څنګه مسلمان خپل مسلمان پلار وژني. که څه هم زه ملا نه یم خو اوس تاسی ماته ووایې چې د اوسنی روانې جګړی کوم اړخ اسلامی او مذهبی شکل لري.
که تاسی دی پورته قضیه ته وګوری نو د داسی جګړې ګټل دچریکي او جبهي جګړو په تاکتیکونو سره نه شي ګټل کیدي ځکه دا کسان چې ځانونه وژني، دوی نه د مرګ او بندیخاني نه ویریږي او نه ورته خپله کورني، دین، وطن او قوم او یا نور ارښتونه څه اهمیت لري. دوی د تکفیري اډیالوژی د تبلیغاتولاندې راغلي دي. د داسی کسانوماغزه په مطلقه توګه وینځل شوي یا Brain Wash شوي دي یعني د دوی ماغزه د نورو ټولوارزښتونو نه وینځل شوي او پاک شوی دي او یوازي د تکفیري اډیالوژی تبلیغاتو د دوی په ماغزو کې ځاي نیولي دي. البته دا ډول تبلیغات دهغه ځوانانو په ماغزوکې ډیراثر کوي څوک چې د لا پختګي مرحله ته نه وی رسیدلي. تکفیری اډیالوژی پيروان په دی عقیده دی چې څوک د دوی پیرو نه وی هغه که مسلمان وی او که کافر باید ووژل شي او دا سلسله باید د قیامت د ورځي پوری دوام پیدا کړي. زما په اند دوی د الله د مخلوق د پیدایښت په خلاف مبارزه کوي او فکر کوم چې دوی دا نه ګوري چې الله تعالی رب العالمین دی.
زما په اند د دی ډول جګړو د مخنیوی لپاره یوازنې لار کلکه هم اهنګه، هر اړخیزه او دوامداره مبارزه ده. دا مبارزه باید د مساجدو او مکاتبو نه نیولی د کلی او کور په سطحه دوام پیدا کړي ترڅو د دی تکفیری ډلو مخه ونیولې شي او زمونږ ځوانان نورجذب نکړي. همداشان په سیمه ایزه او نړیواله کچه د تکفیري ډلو رورنتونونه یا د تولید فابریکي او د مالي منابعو سرچیني که په هرځای او هر ملک کې وي باید له منځه لاړي شي. که دا ډول مبارزه ونشي زمونږ په ملک او سیمه کې د ناسالمه حکومتداری له امله زیات ځوانان بیکاره دي او د دی تکفیری ډلو له خوا ددوی د جلب او جذب لپاره ښه زمینه مساعده ده. که د دی ډلو په مقابل کې پخوا سم اقدام شوی وی نو افغانستان به د ستونځو سره مخامخ نه وی او که اوس هم هر اړخیزه مبارزه د دوی په مقابل کې ونشي، د جنګونو دا سلسله به ډیر زیات وخت دوام وکړي او زیات زمونږ وطنوال به د تکفیري جګړو ښکارشي