نړۍ د ډسمبر پر 16 مه نېټه:

 
_ د قزاقستان هېواد د خپلواکۍ ورځ ده.
_ په بحرين کې ملي ورځ ده.
 

 
_  په کال 1770 ز کې د جرمني نامتوکمپوزجوړونکی «ليودويګ فان بيتهوفين» زېږيدلی.
 

 
_  په کال 1946 ز کې د ايران پوځ د کردستان په جمهوريت باندې، چې د جنوري په 22 مه نېټه تاسيس شوی و يرغل وکړ او د دې جمهوريت پلازمېنه «مهاباد» يې اشغال کړ. د پلازمېنې ترنيولو وروسته يې د کردانو جمهور رييس قاضي محمد او ملګري ووژل.
_ په کال1971 ز کې د بنګلديش جګړه پای ته رسيږي او لويديځ پاکستان (اوسنی پاکستان) له ختيځ پاکستان (اوسنی بنګلديش) نه پوځونه بهرکوي او په سبا ورځ د هند سره هم اوربند کوي.
_  په کال1991 ز کې ملګروملتونو د 1975 ز کال په دې پرېکړه باندې، چې صهيونيزم راسيزم دی بدلون راولي. په دې هکله، چې صهيونيزم راسيزم نه دی 111 مثبتې، 25 مخالفې او 13 ناپييلي رايي ورکول کيږي.