اشغال څنګه او څوګ باید ختم کړي؟

 
دا د طالیبانو او حکومت مسوءلیت دی چې نور دې د جنګ او جګړې ته پلمي نه لټوې، او اوسني اشغال ته باید د پاۍ ټکۍ کیښودل شې. ډیر مسولیت طالیبانو ته ځکه متوجه دی چې دوی په لوی لاس او په ډیره بې غوری سپیڅلي ځوانان د جنګ ډګر ته هڅوي، او د علم پر ځاۍ دوی ته ډول ډول وسلې ورکوې. په ګران هیواد افغانستان باندې د تاریخ په اوږدو کې له بده مرغه ډیر یرغلونه شوي، چې لیکل یی دلته اړین نه بولم. خو د کوم اشغال چې زه شاهد وم او تر سترګو مې تیر شوې هغه به په لڼډو ټکو کې بیان کړم.
په کال ۱۹۷۹ د اپریل په ۲۷ د خلق د موکراتیک ګوند د یوې پوځې کودتا په پایله کې، ولسمشر داود خان او د ده کورنۍ په شهادت ورسول، او نور محمد تره کی د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د هیواد د چارو واګی په لاس کې واخیسته. دي ګوند په یو لړ اصلاحاتو پیل وکړ چې په هغه کې د بی سوادې له مینځه وړل، د ښځو تعلیم ته زمینه برابره ول، د ښځو د خرڅلاو مخنوی او د فیوډالې نظام له مینخه وړل وو. د دې تر څنګ دې ګوند داسې کړنې هم وکړي چې د خلکو د پراخ غبرګون سر مخامخ شوې. د بیلګې په ډول جنرال لیاخوفسکې لیکي چې په کال ۱۹۶۶ د ګوند د بنسټ ایښودونکې کنګرې لخوا د خلق په جریده کې د ګوند وروستی کړنلاره داسې لیکل شوې وه." د افغانې ټولنې د ملې شرایطو سره سم د مارکسیزم، لیننیزم د ټولو انقلابې قانون د نوښتګرې پلې کونې پر بنسټ د سوسیالستې ټولنې جوړول".
دا ډول کړنو د خلکو سخته غصه راوپروله، په ځانګړې ډول په کلیو بانډو کې عامه ذهن دیته چمتو نه وو چې دا تغیرات په دومره چټکی سره را منځ ته شې. سر بیره پر دې د خلق دموکراتیک ګوند بله تیروتنه دا هم وه چې خپل سیاسې بندیان به یی ځورول او یا یی هم په اعدام محکومول. دیته او دیته ورته تیروتنو ډیر خلک هجرت ته اړ کړل.
بل خوا د امریکا جمهور ریس جیمې کارتر د زمینې نه په ګته اخسیتنې سره یو پراخ کمپاین پیل کړې چې پدې کې سی،ای، ا ته امر وشو چې د پاکستان ای، اس، ای استخباراتې کړۍ سره یو ځاۍ کار وکړي او پاکستان ته راغلې افغانان دیته وهڅوي تر څو د خلق دموکراتیک ګوند او حکومت په خلاف د جهاد اعلان وکړي. دې ډلو ټپلو ته د امریکا له خواه په پراخه کچه شونتیاوې برابری شوي. پدې کې نظامې، مالې او مادې مرستي موجودې وي. دا خبره د پاکستان پخوانې ولسمشر پرویز مشرف د پاکستان په ( دونیا نیوز ۲۰۱۵-۱۰-۳۱) ورځپاڼه سره په مرکه کې هم منلې چې " دوی مجاهدین روزل او د افغان حکومت او روسانو بر خلاف ېی جنګ ته لیږل"
د خلق د موکراتیک ګوند هم تر خورا ډیر فشار لاندې وو نو د پخوانې شوروی اتحاد څخه یی د مرستو غوښتنه وکړه. همدا وو چې د دسیمبر په ۲۴ په کال ۱۹۷۹ کې په ګران هیواد افغانستان د سرو لښکرو له خوا یرغل وشو او هیواد مو اشغال شو. داچې په اشغال کې د کومو اشخاصو لاس وو دا به ت—اریخ ته پریږدو چې قضاوت پرې وکړي.
رابه شو اوسنې اشغال ته په کال ۲۰۰۱ کې د امریکا پخوانې ولسمشر جورج بوش د طالیبانو څخه غوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن دوی ته وسپارې. بن لادن باندې تور وو چې د سیپتمبر په ۱۱ بریدونو کې د ده لاس وو. خو کله چې طالیبانو د امریکا د بن لادن سپارلو غوښتنه ونه منله، نو امریکا په ګران هیواد افغانستان د ځمکې او هوا لارې په ۷ د اکتوبر ۲۰۰۱ باندې یرغل وکړ او طالیبان یی له واکه لرې کړل او هیواد مو یو ځل بیا اشغال شو.
د سرو لښکرو یرغل او د امریکا یرغل په پایله کې زمونږ مظلوم ولس لږ تر لږه ۵ میلونه خلک ګاونډې هیوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شول، د ۱.۵ میلیون په شاوخواه کې شهیدان شول او تر ۱ میلیون پورې ټپیان او معیوب شول.
د هجرت لړۍ اوس هم لا راونه ده، د امنیت او دکار نه شتون له امله د کال ۱ لک ځوانان خپل ګران ټاټوبۍ پریږدې او اروپا ته ځان رسوي.
بلاخره راځو خپل اصلې مطلب ته چې څنګه کولاۍ شو چې هم د بهرانیانو سره ښې اړیکې ولرو او هم مو هیواد 
د اشغال څخه خلاص کړو. پدې ورستیو څو ورځوکې یو شمیر سیاسې کارپو هان او خبریالا ن د طالبانو سیاسې دفتر قطرته تللي وو او طالبانو سره یی خبری اترې تر سره کړې وي. د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین له لوري یوه اعلامیه هم خپره شوه چې داسې په کې لیکلې وو. " طالبانو په هېواد کې د بهرنیو عسکرو شتوالی د سولې پر وړاندې لوی خنډ بللی او د ژر تر ژره د بشپړ وتلو او یا د نړیوالو تضمین کوونکو له لوري د ټاکلي مهالوېش له مخې ووځي؛ تر څو په ټول هېواد کې سوله راشي"
خو افغان ولس د دې ډلو او ټپلو په سیاسې چلند ډیر خه پوهیږې او ولس مو نور نه غولیږی. د کمونستانو ظلمونه د روسانو د سکاټ راکټونه ، د مجاهدینو له خواه د ملی شتمنیو له مینځه وړل او د پنجاب په غوښتنه د افغا نستان ملي اردو ړنګونه، د امریکایانو د ډرون ( بی پیلوټه) تیارو ړندو بمباریو چې په زرهاوو کسان ښځې او ماشومان او نورو ملکې وګړي په کې شهیدان شوی او د طالبان له خواه د پنجاب په غوښتنه د ملی مشرانو وژنه،د زیربناوو ویجاړونه، او د اسلام پاک دین څخه ناوړه ګټه پورته کول تر څو د یو مسلمان بل مسلمان وژل روا وګڼل شې. دا او دیته نورې پیښي د افغان بیدار ولس خه په یاد دي.
نو هڅه د وشې چې دا تیروتنې نور تکرار نشې. د دې پر ځاۍ دي د سولې راتګ لپاره چټګ او عملي ګامونه واخیستل شې. افغان ځوریدلی او کړیدلی ولس د سولې ډیر تږی دی او طالبانو ته په کار ده چې سولی ته لیوالتیا ښکاره کړي. که په رښتیا طالبان سوله غواړي نو د افغان حکومت سره د له هر ډول قید او شرط پرته مخامخ خبرو ته کینې.
په درنښت: محمد اسماعیل " وزیری"