ښوونځی که مدرسه؟ 

 
دا سوال کیدای شي د ډیرو خلکو په ذهنونو کې وګرځي چې، آیا د علم په زده کولو کې د دین او دنیا مساله مطرح ده که نه؟ 
دې سوال ته د ځواب موندنې په خاطر اړ یو، چې دا مساله د قران او احادیثو په رڼا کې و څیړو: 
پاک الله جل جلاله په قران مجید کې ځینو مسایلو ته اشاره کوي چې ، کیدای شي مونږ او تاسې یو مطلب ځینې واخلو، خو مونږ تاسو دا مساله هېره کړیده چې، الله (ج) دا په څه ډول بیان کړیده. راځئ چې دا موضوع په ساده ډول وڅیړو تر څو دا مفهوم روښانه شي : 
د علم زده کړې په اړه مونږ تاسې هر یو ځانته مفکورې لرو، د بیلګې په ډول که چیرې تاسو په پوهنتون کې بیالوژي، محا سبه، اداره او مدیریت، ساینس او یاهم طب لولئ ، نو تاسې دنیاوي علم زده کوئ . خو که چیرې تاسو د قران، تفسیر، حدیثو، تجوید، او یا هم فقې علم زده کړئ ، نو تاسې دیني علم زده کوئ.
په بله وینا که چیرې زه په کار بوخت وم ، نو زه د دنیا کارونه کوم خو که په جومات کې وم ، نو زه د دین په کارو اخته یم. تاسې داسې فکر کوئ چې زه ځینې کارونه د دنیا لپاره کوم او ځینې نور بیا د اخرت لپاره ، خو داسې نده ! نامتو دینې عالم نعمان علې خان په دې اند دی چې ، اسلام د علم زده کړې په اړه یوه پیاوړي طرحه لري. هغه دا چې مونږ تاسو ته د (عبد) کلمه کارول کیږې او د عبد مانا (غلامي) یا ( بنده) ده او غلامي یا بنده توب یوازې د څو ساعتونو لپاره نه وي، بلکې انسان هر وخت بنده ګڼل کیږې. بله کلیمه د ( عابد) ده، چې عبادت کونکي ته کارول کیږي. فرض یی کړئ که تاسو په لمانخه ولاړ یاست ، نو ته عبادت کوونکی یې، خو کله چې د لمانځه څخه فارغ شوې نو بیا د پاک الله جل جلا له ( بنده ) څخه ګڼل کیږې. د موضوع د روښانتیا لپاره به یوه بله بېلګه هم باید وړاندې شي . که چیری تاسو حج ته ځئ یا زکات ورکوئ او یا هم د پاک قران تلاوت کوئ ، نو تاسې ته عابد یا عبادت کوونکی ویل کیږی. خو که چیرې تاسې موټر چلوی او یا هم خپله دنده ترسره کوئ ، نو تاسې عبد یا بنده ګڼل کیږئ.
د دین او دنیا مساله زمونږ ځینو نا اهلو امامانو په شعوري او یا غیرې شعوري توګه خلکو ته داسې بیان کړي چې، د علم په زده کړو کې یې توپیر راوستئ او خلکوته یی ډول ډول ذهنې ستونزی پیدا کړې دي. د بیلګې په ډول ؛ څه موده مخکښې یو ځوان زده کونکي د پوښتنې لپاره استاد نعمان علی خان ته ور غلی وو او خپله ستونزه یی داسې بیان کړه : 
((ملا صاحب زه ځان ښه نه احساسوم او علت یی دادې چې، زه په پوهنتون کې اقتصاد لولم او دا خو زما لپاره ، د دې دنیا لپاره کیدائ شي ښه وي ، مګر خپل دین به څنګه کوم ؟ خو زه اوس غواړم چې د اخرت لپاره فاکولته پریږدم ! )) 
کله چې استاد دا کیسه واوریده ، نو ډیر تعجب یی وکړ او زده کونکي ته یی داسې وویل :
" ځینې خلک داسې سوچ کوي چې که دوي پوهنتون ته ځي ، نو دوي د خپل مسلک لپاره زده کړې کوي چې دا کار دوي ته یو دنیاوي کار ښکاري او د اخرت لپاره یې کومه لاسته راوړنه نه بولې . که هر څوک په دې اند او عقیده وي ، دوي یوه لویه تیروتنه کوي. 
تاسو پوهیږئ چې دا مساله له کومه سر چینه اخلې. " د دین او دنیا مساله د سیکولرانو او یا هم د هغه خلکو له خوا رامنځته شوې ده ، کوم چې د دین او دولت تر منځ بیلتون غواړي. دوي غواړې څو دا په ډاګه کړي چې ، اخلاق، تعلیم او تربیه، نورمونه او ارزښتونه د ژوند نورو برخو څخه جلا کړي. 
دغې مفکورې تقریبا" ټوله نړۍ تر خپلې اغیزې لاندې راوستلي ده ، ان تردې چې اسلامي نړۍ هم ترې خوندي نده پاتې. دوي داسې انګیري چې که په جومات کې وې ، نو د سوداګرۍ او یا ټولنیز ژوند په اړه باید خبرې اترې ونه شې او که په سوداګرۍ کې بوخت وې ، نو بیا د دین او مذهب په اړه باید هیڅ ډول خبرې ونشې. ځکه چې دین او دنیا سره جلا دي. 
دې مسلې زمونږ تاسو ځینې ځوانان او مشران دی ته اړ کړي . چې خپل ماشومان د ښوونځي پر ځای مدرسې ته ولیږي او ځوانان خپل مسلکونه پریږدي. دوي په دې اند چې د اخرت لپاره یی څه کړي دي؟
راځې دا مسله د قرانکریم د هدایاتو له نظره وڅیړو: زمونږ تاسو خوږ رسول صلی الله علیه وسلم کله چې په مدینه منوره کې تشریف درلود ، نو ډیری خلکو سواد نه درلود او لیکل او لوستل یی هم نشول کولائ. دا په داسې وخت کې وو چې پاک الله جل جلا له د خلکو تر مینخ د سوداګرۍ او راکړې ورکړي د اسا نتیا په موخه آیاتونه رالیږل. یو له دي څخه د بقری په سورت ۲۸۲ ایت دی چې فرمایی: 
"او هغه کسانو چې ایمان مو راوړۍ کله چې تاسو دیوې ټاکلي مودې لپاره چا سره د پور تړون کوئ ، نو ولیکئ او پریږدئ چې دا تړون د یو کاتب ـ( لیکوال) له خوا تاسو ته ولیکل شي" 
که چیرې مونږ تاسې دې آیت ته ځیر شو ، نو دلته دا ندې ویل شوي چې یو مسلمان لیکوال له خوا دی ، دا تړون ولیکل شې، بلکې یوازې د کاتب نوم اخیستل شوی دی. اوس راځو دې مسالې ته چې دې لیکوال خپله زده کړه چیرته کړې وه ؟ 
دا خو ښکاره خبره ده چې د رسول صلی الله علیه وسلم څخه یی نده کړي او دلته دا خبره څرګندیږې چې د دې کاتب علم له نورو ځایونو سر چینه اخلې. یانې له یوې غیرې اسلامې منبع څخه!
نو که دا کاتب نه وي د پاک الله جل جلا له دا آیت به څنګه عملي شي؟ پاک الله جل جلا له په خپل پاک کلام کې فرمایی :" هیڅ لیکوال باید د تړون لیکلو ډډه ونکړي او هغه څه ولیکي ، چې د الله (ج) څخه یی زده کړي دي. 
(قران شریف، د بقری سورت، ایت ۲۸۲)
اوس راځو دې مسالې ته چې ، دې کاتب خو محاسبه او د سوداګرۍ علم زده کړئ ،نو الله (ج) دېته د دنیا علم څنګه خوښ کړ؟ 
اوس به مو سر خلاص شوئ وي ، چې خدای جل جلا له د دین او دنیا علمونه خپلو بنده ګانو ته اړین بولي. که دا د ساینس علم وي، یا طب او یا هم اقتصاد. لنډه دا چې ، سرچینه د ټولو علومو بیا هم آدم (ع) ته رسیږې او آدم علیه سلام علم د الله جل جلا له څخه زده کړي ، نو په دې ترتیب ټول هغه علوم، چې د بشر په ګته وي ، باید زده کړل شي. 
هیڅ کله هم په دا فکر کې مه اوسېږئ ، چې تاسو خپل وخت ضایع کړئ، بلکې تاسو له خپل تعلیم او مسلک له برکته ټولنې او بشر ته خدمت کړئ دی. هر هغه څه چې تاسو ته الله جل جلا له درکړي ، دا د ځان لپاره یو ښه فرصت وګڼئ او له دې موقع څخه د خلکو په ګټه کار واخلئ او هېڅکله هم دا مسایل له دین او دنیا سره مه ګډوئ .
په درنښت: محمد اسماعیل " وزیری" هالنډ