دعالي تحصيلاتو وزارت، او د رشوت رواج

شپه او ورځ پدې فکر او ذکر کې وم چی خدآيه هغه ورځ به څه وخت راشي چې خپل هيواد ته ستون او د خپل ملک او ملت خدمت وکړم! خير- شپې سحرکيدلي او ورځې راباندی شپې کيدلی. نيمه شپه به را پورته شوم، خوب به رانه داسی تښتيدلی وو ګنې زما د جسم په ډکشنري کی د خوب کلمه وجود نلري.
بيدار به کښیناستلم، ځان سره به څوچ او فکر کی داسې غرق وم، او غوستل مې چې يو اوتومات قلم وای او زما د ذهن- د وطن لپاره دا زما ‌‌پاک احساسات پداسي نه پاکيدونکي رنګ لیکلي وای او هغه کسانو ته چې اوس ورته خدای ددې موقع ورکړۍ چې خپل ملت وپالي او يو ځل بیایی په پښو ودروي، ورباندی اثرکړی واۍ.
بیا مۍ ځان سره څوچ وکړ – چې د همدی ملت نمایندګانو يوځل نه، په څو څو ځله د مکۍ معظمۍ په داخل کی قسمونه کړي وو چې دوی به يو کیږي او د شهداوو ویني به نه چپه کوي. کله به چې د مکی را وګرځيدل هماغه وړۍ او هماغه شړۍ به وې. د ملت دا نمایندګان خو خدای په هماغه قرآن چې دوی ورباندې ددرواغو قسمونه کړي وو، څوک ورک ، څوک درپدر ګرزي او بعضو ددی دنیا خدای په اماني کړۍ.
په دی ورځو کي يو ښه دوست په دی قانع کړم چې افغانستان ته راوګرزم او د يو وزارت سره په کار بوخت شم. د دوست دعوت مي قبول او کابل ته د ډيرو هيلوسره پس لدي چي په سختۍ مۍ د خپل دفتر څخه دري میاشتي رخصتي واخیسته. د کابل ميدان کي ديرش کاله بعد د اول لپاره کوز شوم. د خپلو خلکو هر حرکت مي څیړه او کابل می ددنیا د نورو پسمانده ملکونو سره مقایسه کاوه، اصلا د مقایسی وړ نوو مګر بیا هم ورته ډير خوشحاله ووم.
خپل خپلوان، دوستان، يو يو را پيداکيده اول یی راسره روغبړ کاوه او څودقیقی پس پوښتنه داوه ، ښه نبي خانه دا وايه چې تنخوا دي څومره مقرره شوي ؟ ځان سره به هک پک شوم چي دا پوښتنه خو ډيره شخصي ده دا خلک ولۍ دا تپوس کوي؟ څو کسانو ته مي وويل وروره زه بي تنخوا کارکوم، تر اوسه کومه خاصه خبره نشته. نو دۍ کسانو خو بیا راسره تماس هم و نه نيوه او بیا یی چاته ويلۍ وو چي ما ورته درواغ ويلي وو.
پس د روغبړه دي سوال ته همیش اماده ووم چې تنخوا مې څو ده؟
مګر ځان سره مي د څوچ کولو چې خدآيه مونږ خو ډير با غروره ملت يو او پدې هم غرور کوو چي زمونږ کلتور يو پیاوړی کلتور دې! آیا زمونږ دا خلک پدي نه پوهیږي هره کنجکاوي یا د ايرانیانو په اصطلاح فضولي د هر فرهنګ او شریعت څخه بدور خبره ده؟ د بني اسرآيلو او د غوا هغه قصه به راپه ياده شوه او بیا به می فکر وکړ که د اسلام او شریعت ته خبره راشۍ نومونږ ټول افغانان ځان ته نعوذ بالله د خدای ج نمایندګان وايو، بلي خوا چي دا حرام ، رشوت، درغلبازی، چال، فریب، د مسلمان وژل، زنا، شراب، بچه بازي ، په خپلو بچېانو او ښځو ظلم کول، اختطاف هم متآسفانه زمونږ د اوسني کلتور او فرهنګ يوه برخه ګرځيدلي او مونږ ځانونه غلي نيولي.
والله که دا ملت ددي په قصه کي وي چې ملت سازي وکړي! هو لاندۍ طبقی وړو رشوتونو ته مخ کړی او همدا یی روزمره کسب ګرزيدلي دبلي خوا سیاستمدارانو غټو درغليو ته لاس ورپوري کړی او عین حال کی غواړي فقط خپلو بچېانو او خپلوانوته د غټو چوکيو ضمینی مساعدي او مکمل فيوډالیزم یی را مخکی کړی. یا خلک داسی فقيران شوي چه خپل بچېان پلوري او یا داسي فيوډالان وګوری چې هک پک پاتی شی.
هو، دیکی شک نشته چي ښه کارونو هم شوي، مګر نه په دی قيمت چه په دی اوو کالوپه مونږ را وپلورل شول.
بښنه غواړم خبره می اوږده کړه-
خير وزارت کی د کار کولو لپاره د وزير صاحب د ليدو پس فوالعاده امر صادرشو او امریی يو څوشیبی وروسته په بله شعبه کی ثبت شو، اسناد می بیا دخارجه وزارته مهر او امضا شول، اداري شعبي د عالي تحصيلاتو وزارت څخه وغوښتل تر څو زما اسناد ارزیابي کړي.
عالي تحصيلاتو وزارت ته دوه میاشتي پرله پسی ورغلم، هره ورځ راته د وحيدالله بینوا په نوم سړي چې ځان یی د ارزیابي د بخش مدير راته معرفی کړ چې په يو ټکي پښتو هم نه پوهيده دوه مياشتې د کاره ویستلم اوهره ورځ یی نن او سبا راته کاوه. بله ورځ يو دوست راته وويل حبيبی صاحب څومره ساده سړی یی دا خلک رشوت غواړي. نو مامی دوست ته وويل معاون سره یی وغږیږه، نو معاون یی په ډيره زغرده وويل [ حبيبی صاحب شما خو ازکانادا تشريف اورديد برای شما خو سه هزار دالر چېزی نیست، چون یک عده از استادان بدون شيرینی اسناد را امضا نمی کنند]
نو ورته می وويل استادان څوک دي؟ ویی ويل چې میکنی نمره تلفون مره بګي بعد از وخت همرايم به تماس شو.
ځان سره می بیا يو چورت وواهه او ځان ته مي وويل چي دلته زمونږ افغانان په څه چورتونو کی دي او زه په کوم چورت کي بيده يم.
د خپلو خلکو څخه ډيره مآيوسه شوم – خو خير په بله ورځ ورغلم بینوا او معاون یی پدی طمعه وو ګنی زه به ورته دری زره ډالر ورشميرم. ډير می بی آبه کړ او نزدی وو خپل کنترول د لاسه ورکړم، اسناد می بيرته را واخیستل او بیا می وزير ته يو خط واستوخ، وزير صاحب ځان خلاص کړ او ویی ويل په هغوی زما زور نه رسیږي او ما پوري اصلا اړه نلري.
دا زمامداران غواړي ملک جورکړي؟ ولي ټولود کرزي پسي راغیستې؟ دا زما او ستا د کاکا او ماما زامن چې په همدی سیستم کي د کالو څخه کار کوي درغلي نکوي؟ رشوت نه اخلي؟ درواغ نه وایی؟
په کانادا کی زما اسناد په يوه ورځ کي مفت ارزیابی کیږی مګر زما ملک چې ماته دهرچا زیات ضرورت لري، زما اسناد د دری زرو ډالرو په مقابل کی راته ارزیابي کوي. او بیا وزير یی هم زور نلري؟ ددي ټولو خبرو معنی څه ده؟
پدی مسئله د يو وزير سره وغږيدلم. هغه راته وويل حبيبی صاحب زما په وزارت کي تقريبا دری سوه مامورین کارکوي په دری سوو کي يوسل او نوي کسان نا اهله او غير مسلکي کسان دي، زه دا ټول کسان منفک کولای نشم. نو ما ورته وويل د حل لاره څه ده د ريفارم معنی څه ده؟ دا ملک به !!!! راته مسکي شو او زمونږ میټنیګ په هماغه ځای پای ته ورسيده.
زه خپلو پاکو احساساتو ته واقعا زه خجالت شوم او واقعاً ما د خپلی پاکي خاوري د زړه د کومی معذرت وغوښت.
ملک می د غلو او رشوت خورو لاس ته ورغلي. پدی هم پوه شوم چې د افغانانو په مینځ کی ډير داسي خائنین لا تراوسه سا اخلی چې د خپلی خاوري په سر سوداګاني کوی دومره زیات دي چې مونږ بايد فقط راروان نسل ته منظر شو،پدی شرط چې دوی څوک مکتب ته پریږدي.
يو بل دوست مي څوکاله وړاندی افغانستان ته د ستنيدو تصميم ونيوه. يو څه موده وروسته روغبړ ته راغي، د خاورو ډکه او لالهانده قواره می یی ډيره موده پس وليدله. ورته خفه شوم. خو خير يو څو ورځی بعد می يو څه نور دوستان وليدل دا زما دوست یی هم پژانده خو زه خبر نووم. نو دوی ته می وويل زه زم فلانی دوست سره د غرمي وعده لرم ! هغه يوه راته کړل، اوووو هغه ليوني فلاني؟ نو ما ورته په تعجب وليدل او بیا ورته مسکي شوم او د خدای په آمانی وکړه.
په لاره روان ځان سره می لکه د ليونی خندل. زما دوست چې يو پاک نیته سړی دۍ او په پاکه مینه خپل ملک ته راستون شوی او اوس د زړه د کومی کار کوي خلک ورته ليونې وایی ځکه چې رشوت نه اخلي او درواغ نه وایی.
خپل ضمير رانه پوښتنه کوله چې ای نبي جانه ملت په چا جوړوي؟ کابل کی چې زه کوم کسان ګورم چې درپدر پیسو پسي ګرزي او بس. ددی په قصه کي ندي چې د بل افغان يا مسلمان زندګي خرابيږي او که جوړيږی، مهمه داده چې دې خپله مړيږي. نه غواړم چې د خپل غيور او مجاهد ملت توهین وکړم مګر دا يو ښکاره حقیقت دی که غواړو چې هغه شیطانان د انسان په جامه کۍ ګرزي وګورو نو بايد د کابل چکر لپاره د يو ټکټ بندوبست وکړو.
نو اوس تاسی قضاوت وکړی؟ دادی د عالي تحصيلاتو وزارت او دا زمونږ اوسني رفارمسټ حکومت.
که چارواکي دقیق معلومات غواړی نو لیکوال سره دی پدی ايمل تماس ونیسی.
salampublication@gmail.com