اقليت ميډالونه او اکثريت خيراتونه

 لیکنه: نبي حبیبي کاناډا

څه موده وړاندۍ تهران ته په یوه اکادیمیک سفر ولاړو. د تهران په هره کوڅه او ټرافیک لایټ ته په نزدې کیدوسره به یو څه ولاړوماشومانو موټروته په منډه ځان را ورساور، په سوال اوپه عذر به یی کومک، چا به سوال، چابه سپیلني دودول او چابه د فال ورقې خرڅولې. اول خو می هیڅکله دا ذهن ته را نغلل چی دوی به افغانان وې، ځکه چی دوی هزارهګان هم نه ښکاریدل او دا ددوی روزمره کار ښکاریده. دوه هفتی پس می نور ماشومان د تهران په نورو ځایو کی ولیدل، د موټر شیشه می راټییه کړه نو وا می وریدل چی په پښتواو په قندهاری لهجه یو هغه بل ته وایی چی بل موټر ته ورشي او دا موټر دته پریږدی غږ کاوه. نو خدای شته ډیر زهیر شوم، خفه شوم، دامی هیڅکله د ذهنه تیرشوي نوو چۍ پښتانه ماشومان به په تهران کې خیراتونه او سپیلني دودوي. په هماغه آن کی می ایرانی ماشومان لیدل چی د مکتب بسونو کی سواره اوخپلو مکتبونو ته روانول. نو ځان سره می فکر وکړ چی دا د پښتون حال دې؟ نو پدې ورځو کی د افغانستان حکومت يو څه میډالونو هم ویشلی وو او د میډالونو په ویش کی دبده مرغه کوم پښتون هم وجود ندرلود، او برسیره پردي یو څه ماشومان او ښځي هم د ایساف او هم د طالب ځانمرګي بریدو کی وژل شوي وو. او په تهران کي د افغانانو د اعدام غوغا هم ګډه وه.
دا ټولي پیښی روانی وی په ذهن مې بي دریغه فشار وو. علی کل حال، د تهران د سعادت اباد په ښارګوټی کی یوڅه دوستانو دعوت راکړ- نو آدرس پسی ګرزیدلم. دوه دری دقیقی یو ځای د یوی ناجوړی وداني چۍ کار پکی روان وو نزدی ودریدلم نو د پښتو ټکي می تر غوږو شول، پاس می وکتل چی پنځه ځوانان ولاړ ول. ومی پوښتل افغانان ییی؟ یوه جواب راکړ او وویل هو! رنګورنه تک تور او لمر وهلي ځانونه یی رامعرفي کړل چی د هلمند او قندهار ول. د آدرس می ور څخه وپوښتل، خیردۍ اوسي لارښود یۍ راته وکړ او بیا می ورته وویل دا کارونه خو په کابل کی هم ډیر دي ولی هلته نه ځۍ؟ هغه یو چی پکی مشر وو ویی خندل او ویی ویل باره دانو سوال دی چی ته یی کوۍ؟ نو زه هم پوه نشوم چی دده مطلب به څه وو. د خدای په اماني موسره وکړه او یوبل ته موسکا شو.
بله ورځ بازارته نورودوستانو سره ولاړو، یو لدوی څخه غوښتل چۍ د خپل ماشوم لپاره بایسکل راونیسي. ددو د بایسکل خریداري لګ وخت ونیوه. مازدیګر وو، نو ما د دوکاندار څخه وپوښتل چۍ د اوداسه لپاره ځای لري او کنه؟ نو هغه شاته دروازه را خلاصه کړه او راته وویل د حویلی آخر ته د اوداسه ځای دی. دلته می دوه ځوانان ولیدل چی دوۍ د بایسکل دپُرزو په یو ځای کولو بوخت او بایسکلونه یی تولیدول. نوپه فارسي ومی پوښتل ایا افغانان ېی؟ رنګونه یی زیړ شول فکر یی وکړل چی ولا لکه چی ګیرشول؟ نو ما ورته وویل ورخطا کیږۍ مه – هسی پوښتنه کوم، زه هم افغان یم، ماوویل! نو په ډیره ورخطایی یوه جواب راکړ او وویل وروره ولا چاته ویلای نشو چی پښتانه یو کنه مشکلات راته جوړوي.
نن په افغانستان کی د سلوزرو زیات پاکستاني او ایرانیان په لوړو معاشونوخارجي او داخلي مؤسسوته کار کوي، او داسی په زړوره په کابل کی ګرزی لکه دوی چی کوربه وي او مونږ میملمانه، مګر زمونږ ځوانان ددوی په ملکونو کۍ یا افغانان یوبل ته ځانونه هم نشی معرفي کولاۍ.
نو ما د ځان سره فکر کاوه چی دا تنکی ځوانان چی د سری غرمی لاندی په ایران کی خټګري، سوال، خیرات، سپیلني، او نور داسی سپک یا سخت کارونه ترسره کوي او د مکتبه محروم شوي داسۍ څوک یا مؤسسه نشته چی ددوۍ د حقوقو دفاع وکړی؟
په افغانستان کی په زرهاو مؤسسۍ بی ځایه پیسي مصرفه وي! د افغانستان حکومت ددې توان نلري چی دبهر میشتو افغانانو د حقوقودفاع خو څه کوې چی پدی ورځوکی ایران ددرۍ زرو افغانانو د اعدام حکم هم صادر کړۍ وو، او افغان حکومت چپه خله ناست وو. او د کرزي ماڼۍ دایران حکومت نه ریالونه او تومن، نه بلکه پونډونو بارکړي وو، د ایران ددې ناوړه حکم په مقابل کی افغان حکومت کوم خاص عکس العمل هم ونه ښود. د افغانستان سفارت په ټولو حقایقو خبراو خپلۍ سترګۍ یی پټي او خولۍ یی تړلي چي نه بادا ددوی چوکۍ په باد لاړه شي. خیر دابه هم ومنو چی څوک معاش درکوي په هغه اعتراض هم نشۍ کولای.
ایا حکومت داهم نشی کولای چی ددی لس زرو مؤسسو څخه یوې مؤسسی ته د هیرشوو افغانانو د مشکلاتو په باب معلومات او دي ته یي اړکړي چی په بهرکی ميشتو ځوانانو ته کارونه او ددرس ضمینه سازي، او ددوی د حقوقو ددفاع لپاره یو څو مدافع وکیلان ونیسي؟ د خفګان ځای دادۍ چی دې مسلی ته څوک مسله هم نه وایی او نه دوی ته کومه سیاسي یا دنیاوي ګټه لري. د افغانستان هر دیپلومات، سیاستمدار، تاجر، مولوي، ملا، شتمن، د افغانستان خاوره او افغانان یی د خپلو شخصي ګټونه داسې قربان کړل لکه د پاکستان د حلالۍ ګاوميښې به چی په هره کوڅه کي را چپه وې، څوک به یی غوښو او څوک به یی پوستکو ته چمتو ولاړ ول. پښتنو خدای ته وګورۍ رازي چی نسل سازي وکړو والله ټول ګرم یو. خدای ج هم والله که درکي تغیر راولي ترڅویی چی موږ پخپله داتغیر عملي نکړو