په امريکا کې نظر سنجي : د امريکې راتلونکي ټاک

په امريکا کې ديوې نظر پوښتنې له مخې کابو دوه په درې رايې ورکوونکي په دې نظر دي ، چې که چېرې هېلري کلېنټن د دموکرات ګوند نوماندي ( کانديدي ) وګټي نو دا به د امريکې په تاريخ کې لومړنۍ ولس مشره شي . د ( سي بي اس ) د خبري آژانس او ( نيويارک ټايمز ) د نظر پوښتنې له مخې 60 ٪ خلک فکر کوي ، چې د پخواني ولسمشر مېرمن ، هېلري کلېنټن به راتلونکي ټاکنې وګټي . حتی د جمهوري غوښتونکو تر منځ هم 53 ٪ رايې ورکوونکي د هېلري پر کاميابۍ باور لري ، په داسې حال کې چې د دموکراتانو تر منځ بيا 77 ٪ عين نظر لري . دسړيو تر منځ 59٪  يې د هېلري کاميابي حتمي ګڼي ، حال دا چې 65٪ ښځې د هغې پلوي دي او دا  توپير څرګندوي ، چې ښحې د سړيو په پرتله د هېلري په اړه زيات مثبت فکر کوي . دنيويارک ټايمز د نظرسنجۍ له مخې تقريباًٍ 80 ٪ ښځې او نارينه په مجموع کې فکرکوي ، چې په غالب ګومان هېلري کلېنټن به ټاکنې وګټي . سروې ښيي ، چې د دموکراتو رايه ورکوونکو تر منځ هېلري تر خپل نږدې سيال تقريباً دوه چنده وړاندې ده ، يعنې هېلري 43 ٪ او تورپوستی ( بارک اوباما ) 24٪ رايې لري . پخوانی سناتور ( جان اډوارډ ) د 16٪ رايو په درلودو سره درېيم ځای لري . د جمهوري غوښتونکو تر منځ د نيويارک پخوانی ښاروال ( روډولف جولياني ) د 33٪ رايو په درلودو سره تر ټولو د مخه روان دی . د پنتاګون چارواکو ، هېلري کلېنټن ته د راتلونکې احتمالي ولس مشرې په توګه خبرداری ورکړی  ، چې له عراق څخه د پوځونو د ايستلو پر خبره دې له وخت دمخه ډېر ټينګار نه کوي ، ځکه دا به د دښمنانوتبليغاتي روحيه پياوړې او  عراقيان په غوسه کړي . د هېلري د يوه ليک په ځواب کې د دفاع وزارت ليکلي ، چې : ( له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه له وخت دمخه بحثونه او خبرې به د دښمنانو هغه تبليغات پياوړې کړي ، چې وايي امريکا تل خپل متحدين يوازې پرېږدي ، لکه په ويتنام ، لبنان او سوماليا کې يې چې کړي دي . يقيناً داسې څرګندونې به زموږ هغه عراقي متحدين په غوسه کړي ، چې موږ د ملي پخلاينې او قانوني اصلاحاتو هيله ترې لرو .  ) . د هېلري مطبوهاتي سکرتر د پنتاګون داليک محکوم کړی او هغه يې  سپکوونکی او خطرناک بللی . هغه ليکلي ، چې : ( په کوم کبر او بې کفايتۍ سره ، چې د بوش ادارې زموږ ځوانان په عراق کې اخته کړي ، قطعاً د منلو وړ نه دي . )