د بینوا سړی ثروت

 
رامچانډ او پریمچانډ ګاونډیان وو. رامچانډ یو غریب بزګر و، او پریمچانډ د ځمکو خاوند و.
رامچانډ ډیر هوسا او خوشحاله ژوند لرلو. هغه هیڅکله هم د خپل کور کړکۍ او دروازې نه بندولی او د شپې له خوا به یې ډیر آرامه خوب کولو. ځکه چې هغه هیڅ پیسي نلري او ډیر به خوښ وو.
پریمچاند به هر وخت نارامه وو. هغه به ډیر لیوال وو چې کړکۍ او دروازي بندی کړي، او ټوله شپه به خوب نه ورتللو. هغه به تل په تشویش کې وو، چې کوم څوک به راشي او د ده پیسي او نور ټول څیزونه به غلا کړي. او کله کله به یې کېنه راغله چې رامچانډ ولي خوشحاله ژوند لري، هغه خو هیڅ هم نه لرې.
یوه ورځ پریمچانډ رامچانډ ته یو څه نقد پیسي ورکړي او ورته یې وویل: ( ګوره ملګریه! زه ډیر شتمن یم، او ته ډیر غریب یې. دغه نقد پیسي واخله او خوشحاله ژوند وکړه.)
رامچانډ ډېر خوښ وو، او ټوله ورځ یې په خوښۍ تیره کړه. شپه راغله، رامچانډ لاړو چې ویده شي. هر څومره یې غوښتل چې ویده شي، ولي خوب نه ورتللو. لاړو کړکۍ او دروازي یې بندي کړي، بیا یې هم ونشو کولای چې خوب وکړې. ټول سوچ یې په پیسو کې وو، او ټوله شپه نارامه وو. فکر یې کولو چې څوک به راشي او پیسي به یوسي.
خو چې کله ورځ شوه رامچانډ نقدي پیسي راواخیستلي او پریمچاند ته یې ورکړي. او ورته یې وویل ( ملګریه، زه غریب یم. خو ستا پیسو زما نه هوساینه اخیستی ده، مهربانی وکړه خپلی پیسي د واخله.)
پیسي تاسو ته هر څه نشي درکولای.
 
ژباړه: احمد ظهور”سعیدي”