بانک

 
بانک یوه نهاد دي چې د خلکو څخه د پیسو زیرمې مني. چې د چېک او پور لپاره یی کاروي.
دوه ضروري تابع چې یو مالې بانکې نهاد جوړوې، یو دا چې د چېک په واسطه د خلکو نه پیسو زیرمې منل او بل ته پور ورکول دي.
دري شیان د پیسو زیرمې لپاره اړین دي:

  • زیرمې د پیسو دي نه د څیزونو.
  • زیرمې د خلکو له خوا منل شوی نه یوازی د سهم دارانو او غړو.
  • زیرمې د تقاضا په اساس بیرته ورکول کېدونکې دي او د چېک په واسطه وتل کېږی ، چې ورته د چېک زیرمې وایی.
  • دویمه اړینه تابع د زیرمې استعمال دي او هغه دا چې پور نورو ته  څنګه استعمال کړو، نه دا چې خپل شخصی کاروبار مخ ته یوسو لکه جوړول (تولید) او سوداګرۍ.
    په حقیقت کې، هیڅ بانک نشی کولای چې دغه ډول سوداګری وکړی (د بانکدارۍ د مقرراتو لاندي، ۱۹۴۹). کلمه د پور دلته په پراخه توګه په ازاد بازار کې د تضميناتو د پانګې اچونې له لارې د پور د دواړو مستقیم او غیر مستقیم پور کارول شوی.
    یو بانکې نهاد یوازی نشی کولای چې د دغو تابعو نه په کافی اندازه لاس ته راوړنه وکړی. په همدي ډول د پیسو زیرمې چې د خلکو نه د چېک په واسطه اخیستل کېږی اړین دي، خو کافی نه دي. او نورو ته باید پور ورکړل شی. نو په هم دي دلیل د بانکدارۍ د مقرراتو له مخی د پوسټ دفتر سپما بانکونه، بانکونه نه دي. چې حتی بعضي یې د چېک زیرمې هم منې. په عادي اصطلاح کې هغه بانکونه نه دي او دوی د بانک نور اړینې تابع نشي اجرا کولای، چې هغه نورو ته پور ورکول دي. د پوسټ دفتر سپما بانکونه د مرکزي دولت اداري څانګې دي، چې په حقیقت کې یی ټوله بوديجه د دولت پور دي، چې دوی یې مالکان دي.
    ویل کېږي چې بانکونه د مالي خدمتونو مغازې وي چې دوی خپلو مشتريانو ته په پراخه ډول خدمتونه کوی. د همدي خدمتونو له وجه بانکونه یو له بل سره توپیر لرې، په عمده توګه بانکونو د اندازې او ډول پورې مربوط وي.
    بانکونه په هیواد کې یو اقتصادي ژوند لوبوې چې  د یو هیواد د پاره ډیر ګټور دي.
     
    ژباړه: احمد ظهور “سعيدي “