
تاسو رښتيا هم بريالي شوی، تاسو د وخت په هر قالب کې ځانونه ځای کړل، تاسو له خالتو سره لکه موسمونه داسې بدل رابدل شوی، تاسو اوس په لويو لويو ماڼيو کې تر سترګو کيږی، تاسو اوس د وخت له زورواکو او ښاغلو سره سلفيانې کاږی، تاسو اوس تر هر چا ښاغلي او مخترم ياست .
تاسو رښتيا هم بريالي ياست !
تاسو د ځان غوښتنې او شهرت لپاره د هر زورواکې دروازې ټکوی، تاسو د بې عدالتيو پر وړاندې د هر غږ د خاموش کيدو واله ياست، تاسو د فاسدو انسانانو د بې ځايه ستاينو معتادين ياست، تاسو د هېواد او سيمې د بې وزلو د حقونو خوړلو ارمانجن ياست، تاسو د فساد پر وړاندې د هرې نارې غندونکې ياست او بلاخره تاسو، تاسو ياست .
تاسو بريالي شوی !
تاسو ددې ټولو ځانګړتياوو په لرلو سره بياهم بريالي شوی، تاسو د وخت د حاکمانو لخوا د ښاغلو په نومونو ياد شوی، تاسو ته تر بل هر چا زيات ارزښت درکړل شو، تاسو بېلا بېلو ځايونو ته وبلل شوی، تاسو په ستاينليکونو ونازول شوی، تاسو د بېلا بيلو کړيو هر ناروا غږ ته د شور ورکولو اصلي ادرس معرفي شوی او بلاخره تاسو د يوې سيمې اصلي او رښتينې مسولين وپيژندل شوی .
تاسو ورټل شوی !
تاسو د خپلو بدرنګو او دوه مخو کړنو له امله په ولسونو کې ورټل شوی، سپک شوی، ذليله شوی او بلاخره خدای ج ته ټيټ سترګې او شرمنده شوی .
پرورديګاره خدايه !
ما او هغوی ته ددې ولس د رښتيني چوپړ توان راکه، کنه د دنيا له مخې مو ورک کړه .
پای