انګرېزي جنرالان : په افغانستان کې له ناکامۍ سره به د پاکستان رژیم نسکور هم نسکور شي

� آبزرور � ګزارش ورکوي ، چې د انګلستان ډېرو لوړپوړو جنرالانو ګواښ کړی ،  چې په افغانستان کې د دوی پوځي دنده به له ډېرې بدې ناکامۍ سره مخ شي . د دوی په اند که چېرې د  دوی پوځي مېشن ناکام شي نو کېدای شي د پاکستان حکومت د اسلامي ډلو لاس ته ورشي . انګريزي جنرالان اندېښمن دي ، چې امريکې او انګلستان د عراقي جګړې له امله ، له افغانستان  څخه مخ اړولی او وايي ، چې د ولس مشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان   د حکومت نسکورېدل به دانګلستان امنيت  له جدي ګواښونو سره مخ کړي . د انګلستان پخوانی لوی درستيز ( لارډ اېنګ ) تېره اونۍ هغه وخت ، چې په افغانستان کې يې د ستراتيژيکې ناکامۍ په اړه خبرې کولې ، په دې هکله خپلې ژورې اندېښنې په ډاګه کړې . اېنګ ، چې د ستر درستيز په استازېتوب يې د لارډانو (سردارانو ) مجلس ته خبرې کولې ، وويل  : � حالات په افغانستان کې تر هغو چې ځينې خلک يې فکر کوي ،  ډېر خراب دي . موږبايد په افغانستان کې د ستراتيژيکې ناکامۍ د پايلو په اړه او دا چې دا ناکامي به د ناټو لپاره څه مانا ولري جدي فکر وکړو . موږ اړ يو په دې پوه شو ، چې د افغا نستان شرايط ـ  البته زما له نظره ، ځکه چې زه لنډه موده مخکې هلته وم ـ  تر هغو چې خلک يې غواړي پرې پوه شي ډېر ناوړه دي . � له همدغو جنرالانو سره يوې آشنا سرچينې آبزرور ته وويل ، چې : � که چېرې ته په خصوصي توګه له دغو جنرالانو سره خبرې وکړې نوپوه به شې چې دوی ډېر اندېښمن دي . ته دا اندېښنه په څرګنده توګه د اېنګ په وينا کې احساسولی شې . اېنګ وويل ، چې موږ ناکامېږو او دا خبرې په ياد وساتلی شي.  � .  اېنګ د لارډانو په مجلس کې په واقعيت کې د لېبرال دموکراتانو د پخواني مشر( لارډ اشډاون )خبرې ، چې د افغانستان له وضعې څخه يې يو ډېر پيکه تصوير انځور کړ ، تأييد کړې .  اشډاون آبزرور ته وويل ، چې افغانستان کولای شي  تر عراق ډېر لوی خطر رامنځته کړي .که چېرې موږ په افغانستان کې ناکام شو نو پاکستان به هم ډوب شي .اود انګلستان امنيتي ستونزې به څو چنده زياتې شي . زما په فکر ، چې تاسې هاله بيا نه شی کولی د يوې پراخې سيمه ييزې جګړې مخه ونيسی ، داسې جګړه چې جنګسالاران به يې پيل کوي ، خو په پای کې به په منځني ختيځ کې د شيعه او سني جګړې بڼه غوره کوي  . �