د پیریانو جګړه

 
لیکوال: ستیو کول
ژباړن: غلام محمد زرملوال
معرفي کوونکی: محمد یحیی جدي
 
دا کتاب ما لوستي او زما په اند یو له بهترینو کتابو څخه دي، که څوک غواړئ چې په روانو حالاتو، استخباراتي لوبو، نیابتي جکړو، د زبرځواکونو او ګونډیو هیوادونو په شومو موخو ځان پوه کړي نو زه ورته د دي کتاب لوستل اړین بولم! پدي کتاب کي د آمریکی، سعودي عربستان، سره پوځ، او پاکستان د استخباراتو پټې جکړي په افغانستان او خاص کر په مرکزي آسیا کي تر څیړنې لاندي نیول شوي دي او کتاب هم لیکل شوی د سره پوځ له یرغله تر  ۱۰سپټامبر ۲۰۰۱ پورۍ. دا کتاب ۶۶۰ مخه دي او لکه یو فلم لیکل شوي څومره چې غټ دي هغومره په زړه پورې هم دي هیڅکله به له لوستلو يي پښیمانه نشئ.
آمریکا، د کتاب په ړومبي سر کي د آمریکي هلې ځلې د شوروي اتحاد په مقابل کي څرګندوي او مرستي يي له مجاهدینو سره ښايي، پدي کتاب کي آمریکایانو ځانونه داسي ښودلي ترڅو خپله پیاوړتیا، انسانیت، ملګرو ملتونو ته وفاداري، بشر حقوقو ته احترام او د مظلومانو سره مرستندویه خلک، که داسي ووایم چې ځانونه يي د نړۍ پولیس معرفي کړي نو مبالغه به نه يي کړئ. سی آی ای په لومړي سر کي ډير زیات له مجاهدینو سره مرسته کوي او له هغه مرسته اخیستوونکو له ډلي مسعود، حکمتیار، رباني، سیاف، حقاني او آی آیس آی دي.
جګړه په افغانستان کي تودیږي په شمال کي مسعود لوبیږي، د مشرقي او جنوبي سیمو لوبغاړي حکمتیار، مولوي خالص او حقاني دي د آمریکي لايي تناهي مرستي له دوي سره رواني وي تر څو آمریکایان د دوي په وسیله خپلې موخې ته ورسیږي او د روسانو لمن له افغانستان او په ټوله کي بیا له مرکزي آسیا څخه لری کړي خو دا جګړه داسي پړاوونو ته ورسیږي چې نور نو د افغانستان کورني جګړي پیل شي، د غلامۍ او بادارۍ اصلي مرحلې ته واوړي د سترنج پیل شوي لوبه کشتو مات ته اړتیا لري خو د ښي اړخ لوبغاړی غواړي هر څه له منځه یوسي او پخپله یواځی میدان کي پاتي شي او د کیڼ اړخ لوبغاړی غواړي بایللې لوبه پخپل عزت ساتلو سره خوشې کړي او پاتې د میدان ترڅنګ ګوډاګیان (پاکستان، ایران) غواړي لدغې جګړې څخه ګټه پورته کړي. او پدغه وخت کي ملګری ډاکټر نجیب الله یواځې د تختي په مینځ کي د څلورو خواوو څخه په کمین کي د ګوزار په تمه شیبې شماري. او په همدغه محال انارشیزم د نړۍ په مخصوص هیوادونو کي د تودوخی لوړې درجي ته رسیدلي وي. او د دي انارشیزم پیلوونکي اسامه بن لادن نومیږي چې له سوډان څخه په یوه تراژیدي قیصه او پلان شوي موخی د دوه آریانا آلوتکو په اخیستلو سره د افغانستان مشرقي ته وځغلول شي. او د خپلو پخواني ملګرو لخوا ښه راغلاست ورته وویل شي. په ویل شوي سیمه کې یواځینی کس د جمعیت لخوا عبدالحق وي چې د طالبانو او اسامه بن لادن سره خپله کرکه ښکاره کوي او د سي آی اي سره نږدي اړیکې ساتې. بس آمریکې لپاره اسامه بن لادن یو ښه پلمه د سیمې څار لپاره پیدا شي او خپلې غیری مستقیمې دوه اړخیزې مرستې له سعودي عربستان، پاکستانې استخباراتو سره پیل کړي. او د آمریکایانو اصلې موخه د یونیکال ګازو پائپ لاین وي چې د وخت بريډاس کمپنۍ سره يي سیالي درلوده ترڅو قرارداد ترلاسه کړي.
پاکستان، دغه هیواد د پخوا په څیر د ټپوس په شکل د نورو ښکار څخه تغذیه اخیستی او پدي کتاب کي همداسي رول لوبوي.د ملګري نجیب الله هغه خبره: خاورې دي هغه وینځه شي، چې د مینځې کالي وینځي.  پاکستان د آسامه بن لادن، طالبانو او مسعود سره ټینګې اړیکې لرلې او د خپلو موخو لپاره يي تل خپله تګلاره بدلوله او په هر یو کی چې ګټه ګورئ همغې سره روابط لاپسې ټینګوي. حمید ګل په نامه کس د استخباراتو رئس ټاکی او د افغانستان څار لپاره یوه نوی اداره سره د ګوډاګیانو ټاکي. او پر جلال آباد د مستقیم یرغل لومړۍ طرحه وړاندي کوي، یرغل ترسره شي خو د ملګري ډاګټر نجیب الله لخوا د سکارټ په توغندیو سرټیټي په شا وتمبول شي. بي نظیر بوټو چې د وخت ولسمشره وه غواړي خپله اقتصادي لاره له قندهار او هرات څخه د ترکمنستان په لور وغځوي او له یوی خوا جامې ولیږدوي او له بلې خوا تیل، ګاز نور شیان وارد کړي. د توکو لومړی کاروان يي په قندهار کي د مولوي نقیب لخوا قید شي خو بیا د طالبانو لس زرو کسو په مسلح کولو او خوارکی توکو په ورکولو سره خوشې شي. د پاکستان استخبارات په افغانستان کي څلور دفاتر پرانیزي او په کرغیړنې ډیورنډ کرښه کي خپلو ګوډاکیانو او متولیانو ته نظامي زده کړي او نوی طرحی وړاندي کوي. پاکستانیان پدي هلې ځلې کوي تر څو افغانستان کي خپل لاسپوڅی ډله د واک پر کدۍ کینوي او د هیواد له جغرافیوي موقعیت څخه برخمن شي. خو تقدیر او د زرګونو وژل شویو نظامیانو او ملکیانو آرمانونه د پاکستان د خوبونو تعبیر په یوه قپسۍ له منځه وړۍ او هغه د کشمیر مسئله ده چې د هند او پاکستان تر منځ بیاځلي تازه کیږي. همدغه راز په کتاب کي داسي ویل شوي چې د آمریکایانو مرستې شوې اسلحې چې د پاکستان لخوا مجاهدینو ته رسول کیدې هغه به له سرحده واوختې خو په لاره کي به سره د ټرکونو ورکې شوی. او سي آي ای ورسته پوه شو چې پاکستان دا اسلحې د هند پر ضد په کشمیر کي استعمالوي او ترڅنګ به يي د جلال آباد مجاهدین کشمیر ته د هند سره جګړی ته هڅول.   
سعودي عربستان، پدي هیواد کي هم خپلمنځې شخړې روانې وې او هغه شخړه د آسامه بن لادن او شاهي کورنۍ تر منځ وه. آسامه بن لادن چې د وخت په تیریدو مالداره شوي وو نو د خپلو ملیشو، ملګرو، او تجارت پراخولو لپاره هم زیار ایستو او ورځ تر بلې د غرور په دریاب کي ډوبیدو. یمن د عراقې فوځیان په ولکه کي وو، فوځیان د کیمیاوي او بیوژیکي اسلحو څخه برخمن وو. نو آسامه بن لادن شاهي کورنۍ او د سعودي عربستان استخباراتو څخه د مستقیمې جګړې غوښتونکی شي او د دواړو خواوو څخه د نه ځواب په ویلو سره د بن لادن غوصه راپریږي او همدغه دلیل سبب د بن لادن تیښتې کیږي په کتاب کي داسې ویل شوي: چې کله آسامه بن لادن د یرغل طرحه وړاندي کړه نو د سعودي عربستان د استخباراتو کسانو ورته وویل، چې یمن د عراق په څیر غرونه او مغارې نلري او ته نشې کولای د هغه پرمختلل اسلحو سره د یمن په دښتو کي جګړه پیل کړي. وايي: مونږ پوهیدو چې د آسامه بن لادن خبرې غیر منطقي وی خو هغې همدا غوښتل چې یرغل باید ترسره شي! همدا خبره وه چې آمریکایانو ته د لاسوهنې موقع په لاس ورغله او د سعودي شیخانو سره يي مرستې پیل کړې. سعودي عربستان هغه وخت نوی په ښپو دریدلی وو او د طالبانو په څیر حکومت پکی روان وو آمریکایان پدي عقیده وو که مونږ غواړو چې په یو مسلمان هیواد لکه افغانستان یرغل ترسره کړو نو یواځینۍ لار به زمونږ د آی ایس آی سره د ښې اړیکو ساتل وي او د سعودي عربستان سره د فتوو صادرول وي ترڅنګ به يي له نفتو هم برخمن شوو. ترک الفیصل د سعودي عربستان د استخباراتو رئس او د شاهي کورنۍ غړی او بدیب چې د آسامه بن لادن استاد وو د سي آی آې سره په ګډه طرحه جوړوي او د شړل شوي آسامه بن لادن د سوډان هیواد څخه د ویستلو غوښتوونکي شي. آسامه بن لادن ته خانې آمن افغانستان ښکاري او په لور يي درومي. آسامه بن لادن په توره بوره کي ودانۍ جوړوي،  په قندهار کي د ترنګ فارم او په خوست کي د نظامي زده کړو هډه چې د ۲۰۰ خاص کمانډو څخه برخورداره وي څرنګه چې آمریکایان په افغانستان کي په لومړیو وختو کي د جګړیزو ډلو تر منځ د سولې غوښتونکی وي، همدارنګه آسامه بن لادن هم د حکمتیار، مسعود او طالبانو تر منځ د سولې غوښتونکی شي او له هر یو سره مالي مرستې کوي. آسامه بن لادن پسې د آمریکې افغان جاسوسان پراته وي تر څو لاس تړلی آمریکایان ته يي وسپاري خو دا په یوه پلان شوي طرحه خیال وي. نه افغان جاسوسان يي کولای شي او نه آمریکایان يي غواړي. آسامه بن لادن دوه ځلي د آمریکایان تر برید لاندي برابریږي خو آمریکایان برید نه ترسره کوي. یو ځلي په قندهار کي د خپل کور تر څنګ د ترنګ په فارم کي برید پري نه ترسره کیږي دلیل يي آمریکایان داسې وړاندي کوي چې شونې وه مونږ به ماشومان او ملکیانو ته زیان اړولې وی. او بل ځل يي د آی آیس آی لخوا په افغانستان کي دعوت شوي شیخانو میلمنو د بازانو ښکار په لوبه کي ګير خو برید پرې نه ترسره کوي دلیل يي وايي، چې که مونږ برید ترسره کړی وای نو حتماً به مو پکې شیخان وژلې وې او مونږ نه غوښتل چې نوې جوړه شوې اړیکه د سعودي عربستان سره ددغه کړنې په ترسره کولو له منځه یوسو.
کې جي بي، سور پوځ چې پر افغانستان یرغل ترسره کړی وو د نړیوالو په اصطلاح د آمریکا ګوډاګیا لخوا د تهدید لاندي او تر څنګ يي مجاهدینو او د ګونډیو هیوادونو د مستقیمې جګړې څخه برخورداره وو. که څه هم سره پوځیانو ډيرې مالي، غیر مالي او نظامي مرستې کولې خو د اکثره افغانانو لپاره د دوي یرغل د زغم وړ نه وو. او په ولایتو کي جګړی سخت زور اخیستي وو او جګړه ورځ تر بلې تودیده. د ښي اړخ لپاره د چپ اړخ شتون په مرکزي آسیا کي د طبعي زیرمو په خاطر ډیر دردیدونکی تمامیدو او د رقیب ژر ماتیدو لپاره يي ثانې شمیرلې. مجاهدینو د آمریکې په مرسته جګړې ته زور ورکاوه او آمریکایانو به په ملګرو ملتونو فشار راوړل تر څو سور پوځ د افغانستان څخه وتلو لپاره اړ باسي د وخت په تیریدو سور پوځ خپله ماته منله خو بیا هم کوښښ يي کاوه چې د مجاهدینو سره پرټکولونه آمضاء کړي او د پرټکولونو ترسره کوونکی په مجاهدینو کي مسعود وو او همدغه حرکت د روسانو لخوا د کورنیو جګړو سبب شو. ملګری نجیب الله چې د وخت بر حاله ولسمشر او د پوره نظامي ځواک خاوند وو سور پوځ ته يي اړتیا نه لیده او سور پوځ هم غوښتل چې د ترسره شوي حرکت پواسطه برحال حکومت له منځه یوسي. پاکستان چې مجاهدین يي په غیږ کي نیولي او د افغانستان ولایتونو لپاره يي نقشې جوړولې ترڅو افغانستان خپل د هیواد پنځمه صوبه اعلان کړي. حکمیتار، مسعود، حقاني، سیاف، مجدیدي... دا ټول له پاکستان سره نږدي اړیکي لري خو د وخت په تیرودو د خپل منځي شخړو په وجهی تقسیم او د مختلفو هیوادو څخه د جګړې لپاره مالي مرستې غواړي لکه حکمتیار له پاکستانه، مسعود له ایران، آمریکا، او د پنجشیر له طبعي زیرمو، حقاني له پاکستانه، سیاف له سعودي عربستانه... سور پوځ چې په لومړیو کي يي د افغانستان حکومت سره نظامي او مالي مرستې کولاې خو د یو څه مودې وروسته يي په ټپه ودرولې د هیواد برحاله حکومت ورځ تر بله کمزورتیا احساسوله او د فوځ څخه نظامیان په تیښته کې وو.
 
افغانستان، دا هیواد د ښي او کيڼو زبرځواکو، استخباراتو او ګوډاګیانو لخوا په اور کي سوزیده او خلک يي په پیسو پلورل کیده، ډیری خلک مهاجر شول، د فقر او بیوزلېو فریادونه ختل، د انسانانو ډلیزې وژنې روانې وی، ورور له ورور، ځوی له پلار، کور له کوره او کوڅه په کوڅه جګړه روانه وه. سور پوځ په یو ډول رسمي مراسمو ښپې ویستې او پاتي شول دا نور اوس نو ورته غوږ شئ چې افغان غریب او زمونږ مشران څه ډول وغلول شو؟ د څه د پاره جنګیده؟ او ولې قربان شول؟ پرته له طبعي زیرمو افغانستان د یوې بلې لوبې په محراق کي څرخیده! آمریکایانو مجاهدینو سره مالي او نظامي مرستې کولی تر څو د سره پوځ ملا ور ماته کړي. سعودي عربستان مجاهدینو سره مالې او د خوست په نظامي هډو کي زده کړه ورکوله تر څو د یمن جګړی ته يي واستوي. پاکستان مجاهدینو ته مالي او نظامي زده کړه په جلال آباد کي ورکوله تر څو په کشمیر کي د هند پر ضد ترې کار واخلي. سور پوځ د وخت برحاله حکومت سره مرسته کوله تر څو افغانان پخپلو کي سره وجنګوي. ایران د شمال مجاهدینو سره مالي مرسته کوله تر څو د کلتوري یرغل، خوراکې توکو لپاره د بازار تړلې لاری پرانیزي او د شعیګانو سره د خپلو شومو موخو راتلونکی لپاره طرحې وړاندي کړي. پدي کتاب کي ما ډیرې نیوکې لرلې او د نیوکو له هغې مجموعې څخه دا دوه به د بیلګې په توګه وړاندي کړم چې پورته مي هم ذکر کړي دي. د آسامه بن لادن په نښه کول او بیا بیرته پښیماني! په ړومبې ځواب که به دا ووایم چې که انسان او ماشومانو تاسې ته اهمیت درلود نو بیا ولې مو په افغانستان کي د سره پوځ سره په استخباراتي جګړه کي دومره انسانان له منځه یوړل؟ او په دوهمه برخه کي به دا ووایم که د عربو شیخان په وژل کیدو چې په هماغه ورځ د آسامه بن لادن میلمانه وه ستاسو اړیکې به له سعودي عربستان سره خرابیدی نو بیا ولې له یوې لويې وچې بلې لوېې ته راغلئ؟ او ولي مو په ملیاردونو ډالر مصرف کړل؟ ولې مو جګړه په پيسو واخیسته؟  
 
 نوټ: زمونږ مشران پاک ول خو د پاکو موخو تر څنګ نا پوه هم ول، زمونږ مشران د پاک هدف لپاره د پاڅیدو تر څنګ بې هدفه جنګیدل. کمونیستان مو وشړل خو د امپریالستانو په غیږ کي پریوتو!