له زمري سره ښکار

 
یو خو وچکالی وه او له بلې خوا ګرمی هم ډېره زیاته وه نو په ځنګله کې د حیواناتو لپاره د خوړو پیداکول ډیر ګران وو.
بس یوه ورځ سپی ، شغال، او لېوه سره یو ځاي شول او تصمیم یې ونیو چې له زمری سره یو ځاي شي او د خواراک  لپاره یو څه پیداکړي. زمری ته ورغلل او زمری هم ورسره موافق شو زمري څلورو  واړو ته وظیفې ورکړې او دوي هم بېدون له کومې پوښتنې خپلې وظیفې قبولې کړې او په ښکار پسې ووتل؛ د ښکار لپاره یوځای شوي ګروپ نېږدې یوه غویی ته ورغلو شغال او لېوه  په دې وتوانېدل چې غویی تعقیب کړی، سپی په دې وتوانېدو چې غوایی له رمې  څخه جدا کړی او زمري غویی چپه کړ اوبیایی مړهم کړ.
شغال ښکار په څلورو برخو باندې ووېشلو او هره برخه یی جدا جدا کېښودله کله چې دوي غوښتل هر یو خپله برخه واخلي  نو زمري  وغوریدا او په قهر سره یې وویل ډیر ښه دوستانو! دا اوله برخه زما کېږی ځکه زه تاسو ليډر(مشر) انتخاب کړی یم او دا دویمه برخه هم زما کېږی ځکه چې ما وژلي(ښکار کړی)دی  او دا درېیمه هم زما کېږی ځکه زما زامن واړه دی او دا ښکار می د هغې لپاره کړی.
نو په تاسو کې که هرڅوک ضرورت لری چې دا څلورمه برخه واخلی نو را مخکې دې شی..... خو مخکې له اخېستو زه یو شرط لرم.
ټولو یوبل ته هک پک وکتل چې وایه څه شرط لرې ؟؟
زمري ځواب ورکړ: چې ددې برخې لپاره به مقابله کوی.
نو درېیو واړو بېدون له کومې خبرې میدان پرېښود.
If you are might, you are right
ژباړه:
واحدالله  “همتی”