
په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د اسلام په نوم پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې د افغانانو د قتلولو د تورې په حیث منځ ته راغی. د پاکستان منځ ته راتګ نه یوازې دا، چې د اسلام د کمزوري کیدلو لامل شو ، بلکه د سهیلي آسیا هغه لویه وچه، چې پنځه پېړۍ پرې افغانانو او دولس پېړۍ پرې په ټوله کې مسلمانانو حکومت کړې وو ، انګلیسانو د محمد علي جناح په لاس په سهیلي آسیا کې د مسلمانانو په هغه جغرافیه کې، چې ډيرۍ طبیعي زیرمې او د مسلمانانو د لوی نفوس درلودونکې سیمه وه ، هم یې هندوانو ته هیواد ورنصیب کړ او هم یې دغه جغرافیه د مسلمانانو له لاسه وویسته. د انګلیسانو همدغې طرحې نه یوازې دا چې د قوي اسلامي هیواد د منځ ته راتګ مخه ډب کړه ، بلکه د اسلامي هیوادونو ترمنځ یې د سرحدونو پرسر شخړو او مذهبي تعصبونو په اچولو لاس پورې کړ.
انګلیسان پدې فکر وو ، چې په آسیا کې داسې هیواد رامنځ ته کړي چې د آسیا څخه د دوی د فزیکي حضور په نه موجودیت کې هم د هغوۍ کړنلارې په خورا ورین تندي پلې کړي، چې په پایله کې د پاکستان د منځ ته راتګ لپاره په انګلستان کې روزل شوی جناح یې رامخې ته کړ. د انګلیسانو له خوا رسم شوی اتل اوس د پاکستان باني او قهرمان ګڼل کیږي.
د پاکستان په منځ ته راتګ سره ، پاکستاني دولت وېره درلوده، چې د ډیورنډ د مسئلې د هوکړه لیک د وخت اخري شیبې یعنې ۱۹۹۳ میلادي کال رارسیدلی دی. د پاکستان د ایالتونو جوړښت هم د توکمونو پر وېش ولاړ وو/دی او همدارنګه په افغانستان کې هم د پاکستان پر وړاندې سخت طبیعته لومړنی ولسمشر داؤد خان د واک پر ګدۍ ناست وو، چې د همدغو وېرو د له منځه وړلو لپاره یې په لمړي ځل له هغه دولتي تروریزم کار واخیست، کومه پالیسي یې چې په کشمیر کې د هند پر وړاندې کاروله.
پاکستان د داوود خان په وخت کې غوښتل، چې له یوه طرفه امریکا د ځان متحد کړي او له بله پلوه د خپل دولتي جوړښت او حاکمیت ، د ساتلو لپاره د داود خان پښتونستان خواهي او ډیورنډ خواهي فکر مهار کړي ، نو له همدې لپاره یې د داود خان په اداره کې د خلق دېموکراتیک ګوند د کسانو د ننوتلو او د شوروي اتحاد پر وړاندې د پوهنتون له اسلامي فکره، استادانو او شاګردانو له مفکورو په استفادې سره په رسمي ډول د پاکستان سفارت وتوانید، پټ سیاسي جوړښتونه رامنځ ته کړي، چې د شوروي د یرغل سره پاکستان ته لا ښه دلیل په لاس ورغی او په ښکاره توګه یې د مجاهدینو د ملاتړ لپاره مټې رابډ وهلې.
پدې کار سره پاکستان وکولای شول چې د پښتونستان خواهي، ډيورنډ خواهي فکر له منځه یوسي. ځان یې د امریکا لپاره د هغه قهرمان په توګه وروپيژانده، کوم چا، چې د امریکایانو د ناکامۍ انتقام د ویتنام په جنګ کې له روسانو واخیست. پاکستانیانو وکولای شول، چې د مجاهدینو ترمنځ د قدرت په سر د هغوی ترمنځ اختلافات رامنځ ته کړي، ترڅو د افغانستان پاتې ادارې هم د هغوی ترمنځ په جنګونو کې له منځه ولاړې شي او وکولای شي د پاکستان په څنګ کې د ځواکمن افغانستان د منځ ته راتګ مخه ونیسي ، یا په افغانستان کې داسې حکومت رامنځ ته کړي چې په غیرمستقیم ډول یې پاکستان اداره کړای شي.
پاکستان خپل مقصد ته ورسید ، د افغانانو ترمنځ یې نه ختمیدونکي جنګونه په لاره واچول هغه افغانان چې مشران یې هم د پاکستان په شیطاني دسیسو نه وو پوهه شوي ، یا که ځینې یې پوهه هم وو ، هغوی ځینې دومره روزل شوي وو، چې د ملت د قربانیو څخه یې د پاکستان ګټې لوړې بللې، پاکستان په خپل ګاونډ کې په پاکستان پورې له هر اړخه تړلي افغانستان لپاره د مجاهدینو په منځ کې د اختلافونو په اچولو سره زمینه مساعده کړه او د همدغه هدف لپاره یې ، چې افغانستان د پاکستان د سیاستونو لابراتوار واوسي ، د طالبانو ډله رامنځ ته کړه.
پاکستان غوښتل د طالبانو حکومت د نړۍ په مشروع ډوله حکومتونو کې وشمیري او هڅه یې کوله چې په نړیواله کچه ، امریکا او نورو هیوادونو ته قناعت ورکړي ، چې طالبان ستاسې د سیاستونو او ګټو مخالفت نه کوي.
وایي چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د وژلو امر هم پاکستاني استخباراتي کړیو ورکړی وو. د طالبانو ځینو لوړ پوړو غړو نه غوښتل ښاغلی نجیب الله په بې رحمانه توګه په دار وځړوي.
د پاکستان حکومت د طالبانو او القاعده اړیکو ترمنځ خوښ نه وو ، ځکه د القاعده مشر پدې باور وو ، چې امریکایانو ته په امریکا کې ماتې نه شي ورکولای ، بلکه غواړي د هغوی پښه کوم هیواد ته چې کیدای شي مقصد یې افغانستان وو راوکاږي ، ترڅو د امریکایانو سره په مقابله کې د افغانانو د جهادي افکارو څخه د خپلو عسکرو په توګه کار واخلي ، چې له طالبانو څخه یې د خپلو عسکرو په توګه کار واخیست، د القاعده مشر وکولای شول په همدې کار بریالې شي او د پاکستان د خوښې نه پرته په پټ ډول په امریکا برید وکړي ، پاکستان ځکه ناخوښه وو چې د هغوی په ګاونډ ، افغانستان کې به د امریکا پښه ښکیل شي ، د دوی او امریکایانو زړه ملګرتیا به د افغانستان سره په ملګرتیا بدله شي او هم به له خپل واک لاندې افغانستان له لاسه ورکړي.
د امریکا په سوداګریز مرکز او نورو ځایونو باندې د برید پړه پر القاعدې ډلې واچول شوه ، چې د امریکا ولسمشر د طالبانو د رژیم د هغه مهال له مشر څخه وغوښتل اسامه وروسپاري ، خو طالبانو اسامه خپل مسلمان ورور او مېلمه وباله ، او امریکا ته یې د ورسپارلو څخه ډډه وکړه ، چې په پایله کې یې د امنیت شورا د پریکړې پر بنسټ د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او دلته یې د موقت حکومت کږې او سمې ستنې رامنځ ته کړې.
د امریکا د ډالرو د بوجیو خولې افغانستان ته راخلاصې شوې ، خو د هغه مهال ولسمشر کرزی ونه توانید ، د نړیوالو مرستې د دولتي ادارو ، اقتصاد ، بیا رغونې او نورو لارو چارو کې په سمه توګه ولګوي ، له همدې خاطره د افغانستان د جنګ لمن نوره هم پراخه شوه.
مافیايي کړۍ منځ ته راغلې ، په قاچاقو او کانونو رایستلو جنګ پيل شو ، په پيل کې ځینې طالب مشرانو غوښتل د حامد کرزي له حکومت سره سوله وکړي ، د ټلوالې په اشاره او د کرزي صیب د قدرت طلبۍ فکر ، چې مبادا واک یې له لاسه ونه ووځي ، هغوی ته سولې ته کوم مثبت ځواب ونه وایه . په ورو ورو د افغانستان د جنګ د ډګر د لوبه وونکو هیوادونو شمیر په زیاتیدو شو ، ځکه د سوریې او د کریمیا پر سر د اوکراین او روسیې جنګ ، په عراق کې د داعش ډلې منځ ته راتګ ، په اټمي برخه کې د ایران او روسیې اړیکې ، د هند او امریکا تړون ، د امریکا ، هند او افغانستان نږدې کیدل ، د بلوچستان د مسلې تازه والی، د هند او افغانستان لا ټینګو اړیکو د افغانستان جنګ له روښانه لور څخه په ګونګ جنګ بدل کړ.
د افغانستان جنګ له داخلي مرحلې په بین المللي جنګ بدل شو ، ځکه چې که مخکې یوازې د پاکستان ګټې د افغانستان په جنګ کې نغښتې وې ، نن په آسیا کې د امریکا د مخې د ډب کولو او د امریکا د ناکامولو لپاره ، روسیې ، چین او پاکستان لاس سره ورکړې چې په نږدې راتلوونکو وختونو کې به دغه درې هیوادونه د افغانستان د جنګ په اړه درې اړخیزه مشورتي غونډه وکړي.
افغان مشرتابه په دې حساس وخت کې باید هر ډول داخلي اختلافات څنګ ته کړي ، د افغانستان ولسمشر توانیدلی چې د افغانستان سیاسي هندسه یو څه بدله کړي ، یا یې د بدلیدو زمینه مساعده کړې ، د افغانستان جغرافیه ته یې بدلون ورکړ او د اقتصاد او ښې حکومت ولۍ په چارو کې ګامونه پورته شوي ، خو افغان مشرتابه د نړیوالو حساسو سیاستونو په توازن او درک کولو کې باید ډير زرنګ واوسي.
باید وویل شي چې افغانستان هیڅکله سقوط نه کوي ، که د نړیوالو ، سیمه ایزو قدرتونو او په ځانګړې توګه د پاکستان سیاستونو ترمنځ توازن او احترام رامنځ ته شي او یا دغه قدرتونه د تقابل پرځای د انعطاف لاره غوره کړي د افغانستان د جنګ په ارامولو ژور تاثیر درلودلای شي.