کرکټ بورډ او که سولې عالي شورا ډېر کار کړی؟/ د خلکو نظریات:

 
په افغانستان کې کرکټ بورډ او د سولې عالي شورا ډېر امکانات او پیسې لري.
خو کرکټ بورډ د خپل کامیاب کار تر څنګ سولې ته هم کار کړی (د سولې شورا کار هم کرکټ بورډ کړی).
تر اوسه یوازینی د خوشالۍ وسیله کرکټ دی، چې له هر وزارت او ریاست نه یې ډېر کار کړی.
ټول نظرونه کټ مټ خپرم شول، مونږ هر وخت خپل نظر وایو، نو هغه به ځینو ته د منلو وړ وي او یا نه، ځکه مو وغوښتل چې په دې اړه د نورو خلکو رایه څه ده.
کوښښ مې کړی چې په دې اړه د زیاتو کسانو نظرونه راواخلم او مننه ترې کوم.
>>>
صابر مندوزی
رښتیا هم د دانش صیب په مدیریت کې افغان کرکټ زیات رشد وکړ او له سولې عالي شورا چې خبر نه یم؛ په دې معنا چې کار یې نه دی کړی.
د لا نورو بریاوو په هیله!
سردار شفق
کرکټ بورډ نه یوازې دا چې د ولس ازار نه دی اخیستی، بلکې د سولې شورا چې ولس یې ازار کړی، در په در کړی یې دی، هغه هم اوس کرکټ بورډ لګیا دی چې جبران یې کړي.
ټول ولس ته پته ده چې څه موده وړاندې کرکټ بورډ ادراې په نوښت د کندوز زیانمونو کورنیو سره د مرستې په ډول خیریه سیالۍ جوړې کړې، چې تقریبا زرو کورنیو ته یې خوراکي توکي او پیسې ورسولې، بیا چې سولې شورا هلمند او روزګان وځپل نو بیا کرکټ بورډ یوه بله سیالي جوړه کړه چې بیا په میلیاردهاوو پیسې ورته ټولې شوې او لوبغاړو په خپل لاس ورته ورسولې.
د دا سولې شورا ته ستر پېغور دی چې دوی جنګ جوړوي او کرکټ بورډ یې ورته جبرانوي.
زه اول د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، بیا له ټول کرکټ بورډ ادارې او بیا له لوبغاړو منندوی یم.
الله تعالی دې همداسې په اتفاق سره لري.
ایوب یاد
رښتيا هم کريکټ بورډ اداره په افغانستان کې يوه ډېره مهمه اداره ده چې تربلې هرې ادارې ورته د خلکو توجه زياته ده او هرکار يې د خلکو له مختلفو غبرګونونو سره مخ کيږي.
په اوس وخت کې که څه هم چې ډېر زیات کار يې کړی خو بيا هم امکاناتو ته په کتو بايد له دې هم زيات کار وشي. 
او بله مهمه مسله چې په کريکټ بورډ کې موجوده ده، د بل چا تر تاثير لاندې راتلل دي، چې لامل يې د لوبډلې د لوبو په وخت کې د واسطو څخه کار اخيستل کيږي.
بل دا چې د کورني کريکټ لوبو کې تر ډېره د روزنې برخه کمزوري ده؛ نو ځکه د یوښه لوبغاړي پیدا کول ډېر وخت نيسي، بايد چې د کورني کريکټ په برخه کې ډېر پياوړي روزونکي شتون ولري.
نور نو کريکټ بورډ د خلکو پراخ ملاتړ لري، خو بايد چې د خلکو غوښتنې په صحيح ډول واوري.
محمدرحیم سکندر
هغه د غوراوي کمېټې پورې اړه لري. هلته دا مسله نشته چې واسطه ده، دا چې کوم لوبغاړي ښه نه ځلیږي او زمونږ په خوښه یې په لوبه کې واخلي، بیا خو د نورو ولایتونو واله هم نیوکه کوي، قوم پرستي به نه کوو.
عصمت اللہ ھدایت
کریکټ بورډ واقعي سولې ته کار کوي خو د سولې شورا یوازې ځانونو او خپلو خپلوانو ته کار کوي او ټول بستونه یې پخپلو کسانو ډک دي، نو دا د سولې شورا ده که منډیي ده؟
امین بادشاه حکیمي
زما په نظر خو کریکټ بورډ تر اوسه ښه کار کړی، نسبت د سولی شورا ته، که د سولی شورا پیسې په کریکت ولګول شي، نو لرې نه ده چې افغانستان به د نړۍ په سطحه غوره کریکت ولري.
سولې شورا موږ ته هیڅ خوښي نه ده راکړې، يوازینۍ خوښي د کریکت ده چې افغانان یې لري.
محمدطارق مندوزی
ﺯﻣﺎ ﭘﻪ ﻓﮑﺮ ﮐﺮﻳﮑټ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﺭﻭﺍﻥ ﺗﻪ ﺑﺪﻟﻮﻥ ﻭﺭﮐﺮﯼ، ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻓﮑﺮ یې مثبت ﺍﺭﺥ ﺗﻪ رﺍ اړﻭﻟﯽ ﺍﻭ ﺯﻩ ﻭﺍﻳﻢ چې ﺗﺮ ټوﻟﻮ ډېر ﮐﺎر چې ﭼﺎ خپل ﻭﻃﻦ ﺍﻭ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﮐړﯼ ؛ﻫﻐﻪ ﮐﺮﻳﮑﺖ ﺩﯼ ﺍﻭ ﺯﻩ یې ﭘﻪ ﮐﻠﮑﻪ ملاﺗﺮ ﮐﻮﻡ.
عزت الله احساس
کلونه کیږي چې د سولې عالي شورا په کار پیل کړی، خو تر اوسه مو نه سوله ترې ولیده او نه هم کوم د سولې امید، خو په واقعي ډول د سولې، ورورولۍ او مینې سمبول په اوسني وخت کې په افغانستان کې يواځې کریکټ دی او بس.
موږ د کریکټ بورډ د سالم مدیریت، د لوبغاړو د تخنیک او جذبې او د کریکټ د مینوالو د تشویق او احساستو نړۍ مننه کوم  او په هر ډګر کې یې د بریا په هیله یو...
خالد لالزی
په افغانستان کې همدا یو کرکټ دی چې خلک خوشحاله ساتي، نور خو د هیڅ شي خوند نشته.
خالد منګل
کرکټ موږ ډېر خوشاله کړي یو، خو سولې شورا هیڅ هم ندي کړي؛ یوازې جیبونه ډکوي.
عبيدالله مظلوم يار
ريښتیا هم چې افغان کرکټ بورډ زیات کار کړی دی، څومره چې پکار ده له هغې یې هم زیات کار کړی، چې ښه مثال زموږ د کرکټ د ملي لوبډلې پرمختګ دی، ځکه هغه هیوادونه چې په دوهمه درجه کرکټ لوبډلو کې شامل دي، دې ځای ته په 30 او یا 40 کلونو کې رسیدلي دي، خو افغانستان بیا یوازې په 14 کلونو کې دغه ځای ته رسیدلی دی او افغان لوبډله بیا له دوهمو درجو لوبډلو څخه څه چې له دوو پول ممبر لوبډلو څخه هم اوسمهال په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې ده، چې دا ټول کارونه او پرمختګونه د کرکټ بورډ په ښه مدریت دلالت کوي، خو دا په دې معنا نه چې دوی دې نور لاس تر زنې کیني.
دا چې موږ هم لومړۍ درجو لوبډلو په قطار کې راشو زیاتو نورو هڅو ته هم اړتیا ده، زما په فکر دا چې کرکټ له سیاست لرې دی نو همدا علت دی چې دې ادارې پرمختګ کړی دی.
پاتې شوه د سولې خبره، کرکټ هغه یوازینۍ لوبه ده چې تل یې افغانانو ته خوشالي ورپه برخه کړې، زیات ځوانان یې سره ملګري کړي، زیات هیوادونه یې سولې ته هڅولي او زیات خلک یې له نشه یي توګو او نشو ژغورلي.
دا هغه لوبه ده چې ټول افغان ولس ورته لاس په دعا وي، چې ربه افغانانو ته بریا ورپه برخه کړې.
یو هم پکې دا نه وایي چې پښتون ته بریا ورکړې، تاجک ته بریا ورکړې او یا ازبک ته، ټول یوازې په شریکه افغان لوبډلې ته دعاګانې کوي، ځکه چې لوبډله مو د ټول هیواد نماینده ګي کوي.
د سولې عالي شورا خو زما په فکر یوازې د معاش اخیستو لپاره جوړه شوي ده، زه دا نه وایم چې دا شورا دې نه وي جوړه شوې، خو باید چې د معاش دوه برابره کار یې هم کړی وي، ځکه پدې شورا کې خو باید هغه کسان کار وکړي، چې یوازې د ملت غم ورسره وي خپله یې هیڅ ظلم او قتل نه وي کړی، تر څو مقابل لوری هم ورسره د سولې خبرو کولو لپاره زړه ښه کړي او د هیواد لپاره مثبې پایلې ولري؛ خو اوسنۍ شورا متاسفانه چې د افغانستان لپاره یوازې اقتصادي زربه ده، موږ یوازې خبرې نه غواړو موږ عملي کار غواړو، لکه د کرکټ بورډ کارونه چې هم یې هیوادوال او هم یې نړیوال ویني او ګوري.
بس په همدې هیله چې ټول وزراتونه له کرکټ بورډ زده کړه وکړي او له دې هم ښه کارونه وکړي او لکه د کرکټ بورډ په شان ملاتړ تر لاسه کړي.
دسا مجلې ادره
په دومره بې اتفاقۍ کې د کرکټ بورډ ادارې اتفاق ته سړی حیرانیږي. هسې که څوک منفي خبرې او لیکنې پسې کوي، د هغی له خولې نه د بې اتفاقۍ نه بل بوی نه راځي، له داسې بد بویۍ ساري ناروغي رامنځته کیږي، مه یې اورئ او مه یې لولئ.
یوازې له ښو کارونه ملاتړ وکړئ او بد فعاله ادارې و شړکوئ او یا سالمې مشورې ورکړئ.
مونږ د سولې عالي شورا هم ملاتړي یو؛ خو په عمل کې.
بله دا چې، مونږ هم مخکې د نورو په شان منفي خبرې کولې، خو کله چې د کرکټ بورډ منځته ورغلو او له عمومي مشر نسیم الله دانش سره کېناستو، نو واقعیت بل شی و، هر څومره بدې خبرې چې په کرکټ بورډ پسې کیدې، هغه ټولې دروغ وې او کرکټ بورډ اوس مهال هیڅ ستونزه نه لري؛ البته په خپل پلان او کار کې.
شریف الله ایمان
یو کرکټ دی چې موږ ته یې خوشحالي را په برخه کړېده؛ بل هیڅ وزات او ریاست دا کار ندی کړی چې د افغانانو په شونډو مسکا راولي.
صدیق الله عابد
کرکټ سوله ده، مینه ده، په رښتیا چې کرکټ بورډ سولې ته زیات کار کړی.
احسان ارین
که په سولې عالي شورا کې د کرکټ بورډ په شان کادرونه وګمارل شي، ډېر ژر به د سولې له لمر څخه برخمن شو، هغه وخت به هم له ژوند څخه خوند واخلو او هم له کرکټ.
بسم الله جان نریزوال
د سولې شورا او کریکټ بورډ دواړو کوښښ کړی چې خلکو ته خوشالۍ ور پیرزو کړي، په شونډو یې خنداګانې راولي او د خلکو زړونه وګټي، خو خبره دا ده چې په کریکټ بورډ کې داسې څوک دی چې تل یې ملي ګټو ته ترجیع ورکړې، د خلکو درد د ځان درد بولي. 
خو د سولې په عالي شورا کې هغه څوک دي چې تل یې د خلکو په سرونو لوبې کړې دي، تل یې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته ترجیع ورکړې. 
نو د افغانانو د خوشالۍ لپاره یوازې کریکټ دی چې هر وخت یې خوشالۍ راکړې نور بل هیڅ.
محمدصدیق صدیقي
دا مینه ده، چې مونږ کله، کله لوبه وبایلو او ولس مو له غوسې او احساس نه بدې ردې وایي او یا په کرکټ بورډ پسې بې ځایه خبرې کوي، خو دا منئ چې کرکټ بورډ هیڅ کله نه غواړي چې په لوی لاس دې دوی لوبه وبایلي، دوی کوښښ کوي چې د ولس خوشالۍ همداسې تسلسل پیدا کړي او خپله اداره بدنامه نه کړي، مونږ د سولې عالي شورا ته هم دعا کوو چې د کرکټ بورډ مدیریت په شان په خپلو نېکو پلانونو کې کامیاب شي.
دوی مشران دې دې له ځوان نسیم دانش زده کړي.
په واقعیت کې زمونږ کرکټ بورډ په ډېر نېږدې وخت کې ډېر پرمختګ کړیدی، خو هسې کله کله مو ارواه وږې وي.
بورجان همراز
که حقیقت سره وایو، کرکټ ډېر کار کړی، دا چې په یو کال کې دوه غټې خوشالې لرو، یعنې دوه اخترونه لرو، چې یو د لوی اختر ورځ او بله د کوچني اختر چې ټول افغانان او مسلمانان وروڼه په دې ورځو کې خوشالي کوي؛ اما بعضې بیا په دې ورځ هم ډېر خپگان احساس کوي، چا ورور له لاسه ورکړی وي، چا پلار او بعضې خویندې هم پکې کونډې شوې وي. همداسی... او ډېری خلک د دوو اخترونو تر څنگ د نوي کال ورځ هم په خوشالیو لمانځي، خو په دغه ورځ هم بعضې خفه وي، د خپگان احساس کوي یعنې د کورنۍ کوم غړی یې له لاسه ور کړی وي، خو یوازینۍ خوشالي چې مونږ لرو چې ټول خلک خوشالوي هم، دولتي او هم غیر دولتي په مجموع کې ټول هغه یوازینی کرکت دی چې افغانانو ته یې خوشالي ور په برخه کړې.
په هر حال کې افغانان خوشالوي، هغه کرکت دی، زما په اند کرکټ بورډ ډېر کار کړی.
عمران جان
کرکټ خو د جګړو ځپلو افغانانو پر شونډو خوشحالي او خندا راوستې، خو د سولې عالي شورا خو که تر اوسه کومه ښه د خوشحالۍ خبره کړې وي.
زه ترې نه يم خبر او نه پسې ګورم، باور وکړه سکندر صاحب! هر کله چې د افغانستان د کرکټ لوبه وي، هر کار مې ورته پريښی وي، خو څومره مينه چې زه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره لرم، د بيانولو الفاظ يې راسره نشته!
خدای(ج) دې زموږ د سولې شورا هم ښو کارونو ته وهڅوي او الله(ج) دې کاميابه لري. هغه فسبوکيان او يا نورې رسنۍ چې په کرکټ بورډ پسې بد رد وايي او يا يې ليکي، دوی لا له خپل ځانه هم نه دي خبر چې زه په چا پسې لګيا يم او څوک توهينوم، بس الله تعالی(ج) دې ورته هدايت وکړي.
عبدالرحمان زهیر
یره دا خو دې زما د زړه موضوع راخیستې ده.
په واقیعت چې د سولې عالي شورا هسې د ځان لپاره لګیا دي... بس الله پاک خو دې بهرنیانو ته هدایت د نیکۍ وکړې زموږ وطن خو ټول راته دوی برباد کړو ... او د کریکټ بورړ ملاتړ کوم په واقیعت سره چې د سولې عالي شورا څخه کریکټ بورړ سولې ته ډېر کار کړی، کور یې ودان .
حضرت الله ستومان
کرکټ د زړونو شور دی، د ولولو اواز دی، د خوښۍ پیغمبر دی، د عاشقانه سندرو شور دی، د مین د دیدن غلا ده او د معشوقې ګیله ده.
د سولې شورا د دغو اپوټه حالت دی.
هغوی د افغانانو د وژنو او دربدریو څخه ترزیق کیږي او کله به هم سوله ونه غواړي.
ډیرې زیاتې خبرې خولې ته راځي، خو د لیکلو یې نه بولم.
افسوس پداسې بې ضمیره او بې انسانه ژوند، هی هی نو !؟
ارشاد دانش
بلکل سمه خبره ده، کرکټ بورډ هغه کارونه کړي چې تر اوسه ولسمشر هم ندي کړي، دانش بايد وستایل، دانش ته باید د سولې اتل وویل شي، خو ځينې پردي پاله بیا وایي چې کرکټ بورډ کې قوم پرستۍ روانه ده، خو کرکټ بورډ نه بلکې دوى قوم پرسته دي، تل دې وي دانش.
مطیع الله افتاب
بالکل همداسې ده کرکټ موږ یوځای کړي یو او له جنګونو او ناوړه کارونو څخه یې لرې ساتلي یو او راغله سوله.
نو ولې دلته کيږي لامرګونه هره ورځ چې
پاچا او د پاچا ترمنځ خبرې دي روانې
مصباح الدین حقمل
کرکټ: په دنیا کې چې له خپلې کورنۍ پرته ډیره مینه راکړې هغه کریکټ راکړې، اوسنۍ کریکټ ادارې ډیر زیات کار کړی او له هرې نګانه زموږ لوبډله پیاوړې شوې. کریکټ مونږ ته خوشحالي راکړې، مینه یې راکړي، هرڅه یې راکړي، مننه ترې کوو له ښاغلي دانش او د کرکټ بورډ له چارواکو چې خپل مسوولیت یې په ښه شان سره ادا کړی. خو د سولې عالي شورا یوازې دومره وایم چې که څوک غواړي مفته تنخوا واخلي نو د سولې عالي شورا غړیتوب دې خپل کړي، خدایه ج دې هدایت ورته وکړي ګني نو ...
ذبیح الله لکڼوال
کرکټ هم سولې ته کار کړی او هم یې د افغانانو یو ځای کولو ته کار کړی دی.
ساحل هنر
هر مقام کار کوي خو که مونږ یې لاس نیوی وکړو .
دا باید ووایو چې له بل هر څه موږ ته د کرکټ ستورو ډیره خوشحالي را پیرزو کړیده.
باید یادونه وکړم چې سپورټ، شاعرې او موسیقې یا هنر کوم سرحد نه لري.
بادشاه نور زاهد
وایم چې خوشحال یو کرکټ خوشحال کړي یو او چی د خوشحالي امید ترې لرو کرکټ دی، د سولې شورا څخه مو نه خوشحالي لیدلې او نه د خوشحالۍ امید ترې لرو.
رحمان سادات
د افغانستان کریکټ بورډ بلا لاسته راوړنې لري، خو دې دومره امکاناتو په درلودلو سره چې دا بورډ یې لري هغومره کار ندی کړی.
په افغان کریکټ بورډ کې ترټوله ستره ناکامه اداره د غوراوي اداره ده، چې تل یې د لوبغاړو ترمنځ د مور اومېرې چلند کړی همدا غټ دلیل دی، چې کله مو لوبډله ښه وځلیږي نو داسې لوبغاړي د لوبډلې په وجود کې ور دننه شي، چې هېڅ استعداد او وړتیا نلري.
پاتې شوه د سولې شورا: د سولې شورا لاسته راوړنې بلکل د منلو وړ ندي، دا ځکه چې دوی په خپل منځ کې هم سره په یوه خوله ندي، لومړی دې دوي په خپلو منځو کې سره سوله وکړي او بیا دې له نورو د سولې غوښتونکي شي.
رفیع الله حیران
زه مې په خپل کریکټ بورډ او په خپلو لوبغاړو ویاړم، په کم وخت کې یې ډېر څه وکړل، مطلب ځینې ستونزې به وي په کریکټ بورډ کې، لکه د غوراوي په کمیټه کې، امید لرم چې دغه ستونزې به هم په راتلونکي کې حل شي.
اکبر علي عابد
هو! دا معلومه خبره ده چې کرکټ افغانان د يوالي ميز ته راوبلل نه سولې شورا!
که هر بوډا، ځوان او يا ماشوم ته د کرکټ خبره ور وکړې نو ښه خوږ بحث درسره پرې کوي.
که دې د سولې شورا نوم ور ياد کړ، نو بيا درته وايي: يو به د حکومت په کارو کې لاس نه وهې او يو د بجلۍ.
مقصد دا چې سولې شورا او يا نورو دولتي ارګانونو تر اوسه داسې کار نده کړى چې د افغانانو زخمي زړونو ته د ملهم کار ورکړي.
هغه څه چې هميش يې د وړو او زړو په خوله خندا راوستې ده هغه ورزش (کرکټ)دی .
سمیع اشنا
یو مې زړه او بل مې ارمان دی! کرکټ مې زړه او سوله مې ارمان دی! زړه مې تقریباً مخ په وړاندې روان دی! د ارمان په پر تله! خدای ج دې یې همداسې روان لري!
طایب الدین بریال
لوبغاړي د سولې سفيران دي. كركټ په هره برخه کې پوره پرمختګ كړی، چې ټول افعانان همدا پرمختګ په خپلو سترګو ويني، د لوبغاړو تر مينځ مينه، صميميت د ستايلو وړ دی، چې نورو هيوادوالو ته يو واضح پيغام وركوي، تل يو موټى د خپل هيواد د ګټو او لاس ته راوړنو څخه په پوره جرئت سره ننګه او ملاتړ كوي...
خو سولې كميټه چې د نورو په استخدام، فلان او مالي منابعو سره كار كوي او هيڅ افعاني رنګ نلري، نو ځكه خو يې لاس ته راوړنې هم په ذره بين كې نه ښكاري، د يوې داسې ورځې په هيله چې په پوره امنيت او سولې فضا كې كريكت ترسره كړو.
خو كركت مو هم داسې بايد نه وي، لكه ځينې ځوانان مو چې له زده كړو زياته علاقه له كريكت سره څركندوي، بايد چې هر كار مو د يو مهال ويش مطابق وي.
قدرت شاه ځدراڼ
په تېره شوې یوه لسیزه کې یوازې او یوازې کرکټ دی، چې د ډېرو افغانانو پر شونډو یې موسکا راوستې.
کرکټ د ټولو افغانانو مینه ده او د بېلا بېلو سیمو نه افغانان سره یو ځای کوي.
نصیب افغان
واقعي چې کرکټ د افغانانو لپاره ډېرې خوشالیانې راوړې، چې دا د سولې په برخه کې یو مثبت ګام دی، سپورت دی چې افغانان سره یو ځای کوي.
منور خان عاشق
مونږ د کرکټ بورډ لپاره له نسیم الله دانش نه بل ښه مدیر نشو پیدا کولی او غټې لاسته راوړنې مونږ دده په زمانه کې راوړې دي. کم نیتو خو نیمه ورځ په ځان نیت کم وي او له نیمې ورځې وروسته یې په بل نیت کم وي. سولې عالي شورا پوی شه او وسله وال یې پوی شه، کرکټ بورډ خپل کار کړی، نور یې څه کوې خفه نشئ هههه
عزیز تلوار
د سولې عالې شورا خو مونږ والله یو مثبت  کار هم نه دی لیدلی. خو پاتې شوه د کرکټ خبره، دومره کار یې کړی چې په دومره وروسته پاتې هیواد کې چې ۴ لسیزې پکې جنګ روان دی، بیخي د نه منلو وړ خبره ده.
د سولې عالې شورا چې له کوم وخت نه جوړه شویده بس د دوی خبرې دي، په پاکستان کې مو ورسره ولیدل، انشاءالله سولې ته دوی هم لیواله دي، بیا ۸ اته میاشتې خبره پاتې وي، بیا پاکستان له مونږ سره صادقانه ډول مرسته ونه کړه.
اوس مونږ له طالیبانو سره په قطر کې ګورو، بیا سره لاړ شي قطر ته پیسې واخلي، ښه زیات چکر مکر ووهي بیا راشې. طالبان وایي چې مونږ په دولت کې لوړې لوړې دندې غواړو بس خبره همدلته ختمه شوه.
بیا چې خلک ترینه د سولې غوښتنه وکړي بیا را بیدار شي. ګنې لومړی دوی ویده وي. خو زه دومره وایم چې دوی خپله نه غواړي چې سوله راشي ځکه که سوله راشي بیا خو د دوی خپلې تنخواوې له کوم ځای نه کړي.
هیله مې داده چې نور مونږ په سوله مینه او پرمختګ ورسره په اتحاد کې ژوند تیر کړو.
سیف زینار
ډېرې مهمې مسلې ته مو اشاره کړېده.
په حقیقت سترګې نه پټیږي، په اوسني وخت کې خلک بیخي په هرڅه پوهیدلي او د سم او ناسم پته ورته ښه لګي.
څومره کار چې مینې، خلوص، پخلاینې او سولې ته کرېکټ کړی، تر اوسه د سولې عالي شورا خو پرځای پرېږده چې د افغانستان ملي یووالي په حکومت کې یوې ادارې هم نه دی کړی.
موږ هم په دې دعا یو چې الله ج دې موږ د کرکټ له بریاوو نه بې برخې کوي.
ځکه په اوسنیو حالاتو کې موږ ته یوازې د کرکټ د بریاوو خوشالۍ راپاتې دي. 
نور کومې داسې خوشالۍ زموږ په نصیب کې نشته، چې موږ ته ښه ژوند راوبښي.
نصیب الله ویسا
لنډه دا چې سولې شورا بیلتون او تاوان ته کار کړیدی.
کرکټ بورډ یووالي او ګټې ته کارکړیدی.
رحمان الله محفوظ
کرکټ خو زمونږ زړونه گټلي او خوشحال کړی دي، هغه څه چې د سولې عالي شورا په نوم جوریږي هسې د ډالرو او د پیسو لاس ته راوړلو یوه پلمه ده، د کرکټ لوبې خو په ښکاره ډول هر چا لیدلې چې د وطن لپاره کار کوي؛ خو د سولې عالي شورا پیسې به څوک کیمره ونیسي چې خلکو ته ښکاره شي چې دا د څه لپاره کار کوي، زه د سولې عالي شورا د غلې یو مثال درته روښانه کوم:
د پخواني جمهور ریس حامد کرزي په دوره کې چې د سولې عالي شورا زیاتې پیسې واخیستې، تر څو د سولې سره یو ځای کیدونکي طالبانو ته یې ور کړي، حامد کرزي دا سې چل کړی، چې د طالبانو په بهانه او نوم یې خپل خپلوان او دوستان عالي شورا ته واستول او هغه پیسې یې جیب ته واچولې.
لکه لمر په دوو گوتو نه پتیږي همداسې کرکټ هم په دوو گوتو نه پتیږي، کرکټ د وطن لپاره دسولې عالي شورا مثال لري، چی د هیواد ټول خلک په یوه غولي سره کینوي .
واثق جانان
نسیم الله دانش هسې د بخت ستوری دی، کامیاب مدیریت دې ورته مبارک وي. کرکټ بورډ ته هسې خدای پیدا کړی چې افغانان او لوبغاړي ور سره خوشال وي.
غازي شهید
سولي شورا په اړه به څه وویم، خو کرکټ بورډ د افعانستان بیرغ نړۍ ته رپولی دی.
خالد افغان
هی هی هی !؟ نو ته داسې فکر وکړه چې دوی سره په جوړیږي نه چې څوک يې مشر شي او څوک معاونین شي او ته کار یادوې، داسې سولې ته تږي دي چې کار کولوته ځانونه مخکې کوي او که ډالري معاشونو ته.
بخت جان ځدراڼ
دا خو واقعیت دی چې کرکټ تل خو شحالي راکړې، خیر که لږ ډېر فساد هم پکې وي، خو د سولې عالي شورا پریمانه پیسې هم تباه کړې او نه يې هم کوم کار لیدل کیږي.
محمدرحیم خادم
کرکټ په رښتیا هم د  سولې لپاره ډېرکار کړی، هر وخت یې دا جنګ ځپلي افغانان خوشحاله کړیدي، زموږ په هیواد کې هغه څه چې د ټولو لپاره مشترک دي ، د ټولو لپاره په یو وخت کې خوشحالي ورکوي، هغه کرکټ دی، اوسني کرکټ بورډ په واقعیت سره ډیر کارکړیدی او دا یې دنده ده چې باید له دې هم ډیر کار وکړي؛ ځکه چې دوی باید په چا احسان ونه کړي د دوی مسوولیت دی، چې کار وکړي او په تاریخ کې یې کارنامه ولیکل شي او راتلونکو چارواکوته یې مثال وګرځي.
نورالله بشردوست
زموږ د خلکو خوشحالي یوازې او یوازې په کرکټ پورې تړلى ده، شپې ورته سبا کوو اوهیلې مو په کرکټ پورې تړلې دي.
محمدرحمان رحماني
سکندر صيب دا ريښتيا ده، چې کرکټ که موږه ته خوشالي راکړې، خو  ور سره يې سولې ته هم کار کړى دى، له پخواني کېپټان نوروز منګل صيب څخه مې خبره اوريده، چې په بهر هيواد کې ورڅخه يو تن خارجي لوبغاړي پوښتنه کړې وه، چې ايا ستاسې په هيواد کې ستاسو لوبې څوک ګوري يا يې اوري، که څه هم ستاسو وطن خو د جنګ ميدان ګرځيدلى دى؟ ده ورته په ځواب کې ويلي وو، چې اوس هر کله چې موږه لوبه کوو، نو په هيواد کې يې چې کله هم سيمييزې رسنۍ زموږ لوبې خپروي، نو دوى چې زموږ لوبه ګوري يا يې هر کله اوري، نو ټوپک ږدي راډيو را اخلي او غوږ ورته نيسي، نو بلکل چې کرکټ د خوشالي سره، سره يې په سوله کې هم کار کړى، د سولې عالي شورا خو دا مانا چې راشه که تودېږې.
زهیر اشنا
زما په اند د سولي په راوستلو کې تر ټولو نه زيات کار کريکټ بورډ کړی، هر مقام کار کړی دی خو کرکټ بورډ ډېر په صادقانه ډول دا کار ترسره کړی او لا به يې هم کوي.
احمدالله منګل
خدمت يې كړی دی، هم سولې ته او هم د نشې پر ضد.
اعجاز احمد
طالبان دومره لیا ندي چې کرکټ ته غوږ شي. له وسله والو زیات خطرناک ترهګر د سولې په شورا کې دي. غله ته له غله نه ګیله څنګه وکړم؟
احمدالله ولسیار
کرکټ بورډ په غیر مستقیمه لار سولې ته کار کړی، یوازې طالبان نه دي، بلکې دلته ډېر شوکمار شته چې نه غواړي په افغانستان کې دې سوله راشي.
مونږ د نسیم الله دانش هڅې ستایو او ډېر بختور مدیر دی. هسې دا بورډ ور سره مزه کا.
محمدولي ارغوان
کرکټ بورډ اداره چې په دې وروستیو کې یې زیاتې لاسته راوړنې راوړي، سترګې ترې نه شي پټیدای
او څوک چې پرې سترګې پټوي، فکر کوم په لویه تېروتنه کې لویږي.
کرکټ بورډ ادارې تر نورو ډېرو ادارو د خپل هېواد لپاره سترکار کړی دی. نورې ادارې خو په فساد کې ښکیلې دي، څنګه به ترې د ښه چوپړ هیله وشي.
واضحه خبره ده، هر چاته روښانه ده چې کرکټ مو یوازینۍ خوشاله ده او په همدغه لږه خوشالۍ به پایښت کوو بس.
محمدصادق افګار
زما په فکر سره خو د سولې عالي شورا واله هسې پرې لګیا دي خو خیر زه دا نه وایم چې ولې هسې لګیا دي .... پاتې شوه دا خبره چې کرکټ بورډ دومره کار کړی دی چې د سولې عالي شورا به یې په څنګ هم نه وي تېره، هم سولې ته هم کرکټ ته خو څومره چې سپورټ ته کار شوی د کرکټ بورډ لخوا همدومره يې سولې ته کړی، ځکه ورزش هم د سولې د راوستو یو وسیله ده.
محبوب شاه اسرار
څومره خلک چې په کرکټ بورډ پسې بدې ردې واي، هغه ټولې د قوم پرستۍ، بې اتفاقۍ او کم نیتۍ نه بله مانا نه لري.
که د نسیم دانش په ځای ملایکه هم ورته راولې، خو چې د سولې مخالفینو ونډه نه وي پکې او یا یې مشران نه وي، بیا به هم دوی په بورډ پسې بدې ردې وايي.
له همدغه مخالفتونو هم دا معلومولی شو، چې کرکټ بورډ له سولې شورا زیات او ښه کار کړی.
هسې یې دانش ته ور لوریږي نه چې ولې یې د دانش په وخت کې دومره پرمختګ وکړ.
افغانان خو دې شي خراب کړل.
میوند احمد اریان
دا خو معلومه خبرہ دہ چې کرکټ زیات کار په کم وخت کې کړی او د صلح شورا کم کار په زیات وخت کې نه دی کړی، نو خبرہ معلومه دہ چې ښه کار چا کړی !؟
محمدرسول اشنا
تر اوسه به دومره کار د سولې شورا هم نه وي کړی لکه کرکټ او بیا دغه یو څه وخت سر په سر خوشالي راځي بلکې دا د سولې شورا په مټ ندې راغلې؛ بلکې د همدې لوبو په سر راځي، هغه که کرکټ دی او که فوټبال دی، چې ژوندۍ بېلګه یې همدا چې سترو نړیوالو ټیمونو ته یې ماتې ورکړې دي او بل دا چې پدې خو هر څوک نن پوهېږي چې چا ورته ډېر کار کړی. خو که چېرته مصارفو ته وګورو انشاالله همدا د سولې شورا مصارف که چرته په کرکټ یا په نورو لوبو ولګیږي.
زه خو وایم چې بیخي به سوله او ارامي راشي. خو که چېرته ورته په صحیح توګه توجه وشي.
نصرت الله دانش
کرکټ بورډ په شان افغانانو ته زہ فکر کوم چې بل کوم وزارت او ریاست دومرہ خوشحالي ندہ ورکړې.
ھر وخت یې زموږ زړونه خوشحاله ساتلي دي.