حکمتیار؛ رښتیا هم منډیلا دی!؟

 
لیکوال: روح الامین (حسن)
 
نومونه(تسمیة) تر ډيره د ځانګړو خواصو او صفاتو په بنسټ د شخص، څیز او ځای لپاره ترسره کېږي.د تسمیې او مسمی(نومول شوي) ترمنځ څه ناڅه تشبیهي او یا حقیقي تړاو موجود وي چې د نومنې لامل(وجه تسمیة) یې بولي.
ویل کېږي چې د سولي ځوان سفیر(!) او د ښاغلي حکمتیار ځوی، خپل پلار د سولییز سیاست د سرلاري او د نژادي توپير(اپارتاید) پر وړاندی د ریښتونې مبارز( نلسن منډیلا) په نوم نومولی!
پوښتنه پیدا کېږي چې دا نومونه د کومو ګډو خواصو او صفاتو په بنسټ شوې؟ حکمتیار منډیلا ته په څېره یا کړنو کې ورته وو؟ قیافوي ورته والی خو یې بیخي نشته: منډیلا ږیره خریلی، بې لونګۍ تورپوستې ډیموکرات وو. او حکمتیار؛ ږیرور، لونګۍ په سر، سپین پوستی او اخواني فکره جهادي رهبر دی.
د کردار په لحاظ: منډیلا؛ خپل ټول ژوند د خپل ولس د حقونو د ترلاسه کولو او د ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره قرباني کړ هغه به ویل"ډیموکراسۍ او ازادې ټولنې ته درناوې لرم؛ چیري چې ټول وګري هوسا ژوند وګړي او برابر حقونه ولري" هغه د همدې عقیدې لپاره(۲۷)کاله زندان هم تير کړ او په همدې لار کې مرګ ته هم تیار وو. سیاست او  سیاسي مبارزه یې د ولس د هوساینې او انسان ژغورنې لپاره کوله ځکه، تراوسه يورې په د خلکو په زړونو کې ځای لري. هغه په جنوبي افریقا کې د مخولو(بابا) په نوم یادېږي، هغه مخکې له مرګه د خپلې اولادې لپاره وصیت نامه لیکلې وه او خپله نیمه سرمایه یې د خیریه کارونو لپاره وقف کړې وه. منډیلا مړ دی خو د خلکو په زړونو کې لا اوس هم ژوند کوي.
حکمتیار: هغه چې د زده کړیالۍ له دورې یې د سیاست او واک خوبونه لیدل، په همدې لار کې یې زده کړې په نیمه کې پریښودې او له افغانستانه د اسلامي پاکستان پر لور مهاجر شو. د سردار محمد داود خان د سپینې کودتا رارورسته یې تر پرونه د هر واکمن رژیم سره د جهاد په نوم او د اسلامي نظام په جوړلو(واک او قدرت ) ته د رسېدو په سر ډغرې ووهلې، د سور روس د ماتې او جهاد وروسته یې د نورو جهادي ډلو سره کورنې جهاد(!) پیل کړ په زرګونو بې ګناه افغانان ووژل شول، کلي او کورونه وران شول، ښځې کونډې او بورې شوې، هلکان یتیمان او یسیران شول،پیغلې بې پردې او بې عزته شوې او افغانستان څو لسیزې په هراړخیز ډول په شاتګ وکړ... د سرو خلقیانو سربېره یې د سپین طالب سره هم جوړه ونه کړه او دا د خون او غم لړۍ یې لا جاري وساتله.
د غم او درد پدې روانه دوره کې ډيرې افغانان د فزیکي معیوبیت او معلویت ترڅنګ فکري معیوبه هم شول، د پوهنې او روزنې بې برخې پاتې شول، ځکه ګڼو ځوانانوته بې وخته د کورنیو سرپرستي ورپر غاړه شوه، د یتیمانو او کونډو پالل او ساتل یې په سر شو ، یوه کورنۍ هم بې غمه نه وه  !
خو؛ حکمتیار ترننه غوړ او زیړ دی کورنۍ یې هوسا او ټبر یې معتبر دی ،مختلف کتابونه یې په پاکستان کې لیکل کيږي او په ایران کې چاپیږي. بچي یې په پاکستان کې اوسیږي او په سعودي کې روزل کېږي د ژوند له ټولو سهولتونو برخمن دي  او په خورا  ډاډ د راتلونکی لپاره تربیه کېږي. نو؛ د حکمتیار لپاره به حکمتیار ځکه منډیلا وي! خو د نورو لپاره، نه. ښایي حکمتیار به د حزبیانو په زړه کې ځای ولري، خو د ټول ملت په زړه کې، نه. زما په اند یې، د منډیلا سره مهالنۍ تشبیه دا ده چې منډیلا، لسیزې مخکې د سولې او سولییزسیاست سرلاری او مبارز و، خو حکمتیار لسیزې وروسته د سیاسي سولې مشروطه هڅاند دی.