نولس اتلس

 
ځینې نارینوو به د ښځو نور عادتونه هم خپل کړي وي؛ خو اکثره نارینوو بیا دعمر په حصه کې ښځینه (زنانه) عادتونه اخیستي دي.
په طبعي ډول د ښځې عادت دا دی چې خپل عمر سهي نه ښيي (کم یې ښيي) ځکه وايي چې بیا به څوک واده راسره ونه کړي او یا د دې له خاطره چې څوک مې په کم عمر کې هوښیاره وبولي، ځینې ښځینه یې برعکس بیا په دې عمر زیات ښيي، چې څوک مې په هر کار(ښه او بده) کې مشره کړي او درناوی مې وکړي.
(په دې مسّله کې هم د افراط اوتفریط ناروغي شته ). د نارینوو او یا د سړیو مزاج بیا دا دی چې خپله تنخوا ( معاش) سم نه ښيي، کله یې د دې له خاطره کم ښیي چې څوک مې له نظره نه کړي، یا څوک سوال او د قرض غوښتنه ونه کړي، کله بیا د دې لپاره خپل معاش زیات ښيي چې خلکو ته ځان مالداره وښيي او یو ډول غورې هم پرې کوي.
خو دا خبره ځینو نارینوو سرچپه کړیده، اوس وخت کې سړيو هم د ښځو مزاج خپل کړی، خپل عمر سم نه ښيي؛ البته کم یې ښيي، یو ډول ورباندې شرمیږي، عجیبه ده، کله چې کوم خدمت پرې واچوې بیا ځان مشر بولي،عزت درنه غواړي (په اطاق کې) خو کله چې خبره د فعالیت او استعداد شي؛ نو ځان سره خوله (ماشوم) بولي.
څو کاله وړاندې مې یو شاعر ملګري تلویزوني مرکه درلوده، د عمر په اړه پوښتنه ترې وشوه، ویې ویل چې  نولس کلن یم؛ خو چې یو کال وروسته بیا ما ورسره یوه راډیويي مرکه وکړه؛ نو د عمر په اړه یې راته وویل چې اتلس کلن یم، ما ورته وویل چې تېر کال خو نولس کلن وې، دا څنګه ته په شا روان یې!؟ خو خیر له مرکې وروسته یې راته وویل چې په دې ځای کې ایډیټ وکړه (دا خبره له مرکې لرې کړه) ما له ځان سره وویل چې دا هم کټ مټ کاکا نصرالدین دی چې شل کاله وروسته هم شل کلن و. په دې کې خو کوم عیب نشته چې سړی د ډېر عمر وي؛ خو قیافه یې لا ځوانه وي، دا خو لا د شکر ځای دی چې ژر نه بوډا کیږي، په نړۍ کې داسې خلک شته چې اتیا کلن وي؛ خو ژوند یې خوشاله تېر وي او دېرش کلن معلومیږي.
اوس وخت کې ډېر ځوانان هم دغه یو یا دوه شمېرې غوره کوي، یا به اتلس کلن وي او یا به نولس کلن وي، که بحث دې ورسره اوږد کړ، غوسه هم پرې ورځي او وايي چې زه په هغه کال پیدا شوی یم چې هغه لوی سیلاب راغلی و، ډېری یې تذکرې نه لري او ځینې یې چې لري هغه بیا له شرمه چاته تذکره نه ورښيي، که چېرته دې ترې ولیده؛ نو درته وايي چې دا مې هسې د ضرورت لپاره زیات عمر په کې لیکلی او ځینې یې بیا د عمر له شرمه نوې تذکرې جوړوي چې عمر یې کم پکې لیکلی وي.
یو نیم سړي خو درې څلور اولادونه هم لري؛ خو وايي چې ماته د طالبانو وخت نه یادیږي. څه ووایم د طالبانو خو کم زیات پنځلس کاله کیږي چې نظام یې ړنګ شوی؛ نو دا خو دا معنا لري چې په لس کلنۍ کې یې بچي پیدا شوي، خو زه بیا قصداٌ په هرځای کې ځان دېرش کلن بولم؛ ځکه چې دا دود مات شي؛ ګني یم خو نولس کلن یا اتلس کلن !؟