
افغانستان هغه جغرافیه ده چې دلته د واک پر سر شخړې آن د ورور د سترګو په وباسلو او د یو او بل په وژلو پای ته رسیدلې ، همدغو شخړو به د نویو مشرانو د زیږدلو زمینه مساعده کوله ، خو په تیر کې به همدغه نوې راتلوونکې مشر د واک پر سر د شخړو کوونکو کورنیو له منځ څخه د چارو د سمبالښت لپاره مټې رانغښتلې . هغه وخت به سیاسي درک ، عمر ، پوهه او تر ټولو اړین یی په خلکو کې د محبوبیت اصل په پام کې نه نیول کیده ، ځکه چې خلک هم په همدغو اصولو له پوهاوي څخه یا لرې ساتل شوي وو او یا هغوی ته د حکومتونو په جوړښت کې رول نه ورکول کیده ، تر ډیره وخته به خلک د هیواد د مشرتابه په کچه د بدلونونو نه وو خبر ، ډيرو به ګمان کاوه چې پخوانې پادشاه لا اوس هم حاکم دې او د چارو واګې سمبالوي.
دغو مشرانو به د افغانستان له دموګرافۍ ، موقیعت ، داخلي او بهرنۍ اوضاع او اړیکو ترمنځ توازن نه شو برابرولې ، ځکه د شاهي کورنیو مشران به په نازولې کورنۍ کې لوی شوي وو ، دوی به حکومت ولي مسولیت نه بلکه د ځان لپاره امتیاز باله . دوی به فکر کاوه چې د دوی کورنۍ ته د تل لپاره د خدای ج له طرفه همدغه امتیاز ورکړل شوې ، نو ځکه د خلکو په وړاندې مسولیت نه لري.
خو په نړۍ کې علمي او سیاسي بدلونونو افغان جغرافیه هم تر خپلې شعاع لاندې راوسته ، خو لا تراوسه د هماغه پخواني فکر پاتې شونې د ځینو په فکر کې پاتې دي ، دلته لا تر اوسه د دموکراسۍ څخه د شاهي اقتدار د ساتلو په حیث ګټه اخیستل کیږي ، دلته لا تر اوسه د هیواد دننه او بهرنۍ اوضاع په درک د ډیرو فکري لابراتوار کار نه کوي ، دلته لا تراوسه د جغرافیې او سیاست ترمنځ انډول ندې سره مل شوې ، دلته لا تر اوسه افغانستان د افغانانو د هیلو نه بغیر تعریفیږي. دلته لا تراوسه پخواني خانان ملکي کوي او دموکراسي د هغوی د قدرت د ساتلو په بهترینه وسیله بدله شوې.
سقراط د فاسدې دموکراسی خبره کړې ، د سقراط د دموکراسۍ څخه د انتقاد له نظره دا استنباط اخیستل کیږي چې په وروسته پاتو ټولنو کې د دموکراسۍ پلي کول په ټوله معنی د بدو خلکو په ځان حاکمول دي چې دموکراسي فاسدوي.
خو اوس افغانستان او افغانان د نوي مشرانو د راټوکیدلو تږي دي ، اوس ځوانانو او پیغلو ذده کړې ، دوی د دې هیواد د ودانیدو ارمانونه لري ، دوی خپل ارمان په هغه حکومت کې پلي کول غواړي ، کوم حکومت چې دوی په خپل فکر کې رسم کړې دې ، کله چې د هیواد ولسمشر د ځوانانو د انټرنیټي افکارو پر بنسټ ځینې پریکړې نیسي ، دغه چاره د همدغو هیلو د عمل هنداره ده ، کله چې په انټرنیټي سایټونو کې په یوه مشر انتقاد کیږي ، سملاسي هماغه مشر د خپل ځان د سپیناوي لپاره یا اعلامیه ، مرکه اوخبري کنفرانسونه دایروي . چی همدغه د ځوان نسل د سیاسي شعور د عمل د ډګر ښکارندويي کوي . د هیواد سیاسي هندسه چې نقاشان یی څو چارواکي دي ډير ژر به دغه سیاسي هندسه بدلون ومومي ، د افغانستان سیاسي انحصار به د نویو راټوکیدونکو مشرانو منګلو ته ولویږي.
خو دا ډير ستونزمن مزل دې ، اوس د همدغه مزل لمړني ګامونه اخیستل شوي ، د هغه چا په وړاندې د ځوانو خوځښتونو مبارزه ډيره ستونزمنه ده ، څوک چې دلته د لسیزو راهیسې حاکمه وو، هغوی له ځانه سره مادي امکانات لري ، هغو د حذف کولو او صحنې څخه د وباسلو قدرت لري ، هغوی د ځوان خوځښت د منزوي کولو او تورنولو قدرت لري. نو له داسې خلکو سره مبارزه د حسین او یزید هغه یی ده.دوی که مادي قدرت لري خو معنوي هغه یی له لاسه ورکړي ، دوی د خلکو په ذهن کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړې ، هغوی شاید په قدرت کې د پاتې کیدلو لپاره هر مشروع او نامشروع انتخاب ته لاس واچوي. ځکه دوی ناویلي د ماکیا ویلي د وقیعتګرایانو د مکتب پلویان دي ، چې ایټالوي ماکیاولي په همدې باور وو چې له هرې نامشروع لارې کار واخله ترڅو په واک کې پاتې شې.
اوس دوی اوبو اخیستي ، وایی چې اوبو اخیستۍ ځګ ته هم لاس اچوي.
افغان ملت د داسې بیرغ لاندې د نویو راټوکیدونکو ملي مشرانو ته سترګې په لار ، او د سیاسي تندې او لوږې نه ډکې شپې او ورځې سبا کوي چې روانو ناخوالو ته د هیواد د جغرافیې ، نفوس ، موقیعت ، نړیوالې ټولنې ، داخلي ستونزو ، داخلي او بهرنیو حساسیتونو او بدلونونو په پام کې نیولو او انډول برابرولو سره چارې سمبال کړي.
افغانانو که جنګ ګټلې خو سیاست یې بایللې.