اقتصاد د فساد په لومو کې

 
داچې اقتصاد د ژوند د ټولو چارو د پرمخ بیولو او پر پښو درولو اساس ګڼل کیږي، همدا راز سیاست هم پرته له افتصاده ناشونی دی او د سیاست د پلی کیدو او د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره قوی اقتصاد ته اړتیاده ترڅو خپلې ټاکلې موخې په نښه او ترلاسه باید چې د هغه لپاره مالي امکانات برابر کړو.
داچې افغانستان د نړۍ په کچه دوهم فاسد هیواد و پیژندل شو نو تر ډیره دا فساد هم په هغو برخو کې شتون لري چیرته چې پیسې ښکته پورته کیږي، د هغو څیړنو په هکله چې تر دې دمه د فساد د جرړو په آړه ترسره شوی داسې ښیي په هغو اداراتو کې چې مالي مسایل زیات وي هلته فساد هم په پراخه کچه لیدل کیږي د هغو اداراتو په پرتله چې پیسې پکې نه وي نو داسې بریښي چې فساد په پیسو په مادیاتو پورې تړلې خبره ده.
فساد باید چې په عمل کې ورک شی او که نه وي کم شي خو داسې بریښي هغه کسان چې ولسمشر پرې باور لري اوس هم په ډیرو ناروا معاملو کې ښکيل دي او کوټلي ګامونه یې په اړه ندي اخېستل شوي او دا سرطان لاهم د مظلوم ملت وینې زبیښي.
پدې لیکنه کې موږ هغه برخه باندې رڼا اچوو کوم چې اقتصادي چارې د فساد ښکیل شوي او خورا خنډونه یې رامنځته کړي دي.
د افغانستان د سوداګریز قانون سره سم هرهغه شخص یا کمپنۍ چې غواړي په هیواد کې د ننه او یا له هیواد څخه بهر سوداګري(لیږد را لیږد) وکړي موکلف ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت، د اقتصاد وزارت او په افغانستان کې د پانګه اچونې څخه د ملاتړ ادارې څخه د کار جواز ترلاسه کړي، د فساد جرړه هم په همدغو اداراتو کې نغښتې ده او له همدغه ځایه پانګوال او سوداګر دیته آړیږي چې رشوت(بډې) ورکړي د جواز په اخیستو ورته خورا ستونزې پیداکیږي او پدې آړه اکثره وخت خلکو خپل غږ پورته کړی خو دا ناروا لړۍ همداسې دوام لري او هیوادوال په یادو اداراتو کې ځورول کیږي، کارونه ځنډول کیږي او په بیلابیلو نومونو له هغوی څخه پیسې اخېستل کیدې او اوس هم اخېستل کیږي چې ددې ټولو زور بیا له مظلوم ملت څخه ویستل کیږي.
د هیواد په ګمرکونو کې روان فساد څنګه دهیواد اقتصاد پخپلو لومو کې راګیر کړی:
د اقتصادي پراختیا په موخه د ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو سره راکړه ورکړه د ټولې نړۍ معمول خبره ده خو بدبختانه په افغانستان کې سوداګري اود ګمرکونو شتون هغه څه دي چې هره ورځ د ملت وینې څښي او په غیر مستقیم ډول د هغه تاوان له ملت څخه اخېستل کیږي، له هر موټر څخه په ناقانونه توګه د هیواد په ټولو ګمرکونو کې پیسې اخېستل کیږي او که چیرې پیسې ورنکړي په ډول ډول بهانو یې کار نه ترسره کیږي او ځنډیږي، له سوداګریزو کاروانونو څخه د هیواد په شمال، ختیځ، لویدیځ او جنوب کې د لارې په اوږدو کې ناقانونه پیسې اخېستل کیږي.
موږ او تاسو کله چې ایمان راوړی په خدای(ج) او د هغه په رسول نه مو خدای(ج) پخپلو سترګو لیدلی او نه مو د هغه رسول(ص) خو هغوی مو د هغو قدرتونو په اساس پیژندلي او منلي چې په ځمکه او آسمانونو کې لیدل کیږي نو داښکاره خبره کله چې تاسې د ګمرکونو مامورین ګورئ او یاهم د سوداګري وزارت مامورین او یاهم د آسیا آدارې کارکوونکي ګورئ نو موجود فساد د هغوی په جامه، کور او موټر کې له ورایه بریښي نو دولت بیا هم له هغه چانه چې رشوت ځیني اخېستل کیږي د کره ثبوت غوښتنه کوي څارنوالۍ او قضا د رشوت ثبوتولو شرایط دومره سخت کړیدي چې نا ممکنه خبره ده یو څوک دي دا شی ثبوت کړای شي دولت پخپله په هغو اداراتو او وزارت خانو کې پراخ او مخفي امنیتي استازي و ګوماري چې د دې ستونزې مخه دي ونیول شي، د ستاد رباني خکومت اعلان کړی وو هغه څوک چې تاریخي آثار له ځان سره لري کولای شي دولت ته یې تسلیم کړي او په بدل کې یې نغدي جایزې ترلاسه کړي چې دې کار په زرګونو ورک شوي آثار بیرته د دولت لاسته ورغلل نن هم که دولت په آمنیتي ارګانونو کې په ځانګړي ډول په ملي آمنیت کې د هر مفسد د نیولو په بدل کې ستره مالي جایزه او یاهم د رتبو د ورکړې جایزه وټاکې لرې به نه وي چې د فساد مخه مو یوڅه ډب کړې و اوسي، دلته هسي هم جنرال او ډګروال رتبې په سرای شهزاده او د چارو په اداره کې پلورل کیږي نو ښه به وي که پدې ډول وویشل شي، نو همدا ناروا پیسې او بډې دي چې خلک یې له کار او روزګار څخه بیزاره کړي دي او نه غواړي پدې مر دار ډنډ کې خان ښکیل کړي، د حلال او حرام موضوع یوازې تر دې بریده رسیدلې چې هیڅ باک نلري، دیني علماو ته په کار ده چې په ریښتینې ډول لکه څنګه چې آړینه ده باید چې د فساد مخه ونیسي او خپله ملي او وجداني دنده د منبر له لارې په آمانت داري سره ترسره کړي د حرامو د آخروي زیان تر څنګه خلکو د هغو ټولنیز زیانو په ګوته کړي چې موږ او تاسو یې همدا اوس پخپله ټولنه کې وینو، د انسان حلالول د بربریت اوج خو نن زموږ په ټولنه یو انسان چې دواړه ځان مسلمان بولي یو بل حلالوي داټول له همدې وړو نا رضایتیو پیلیږي او تر دې بریده رسیږي.
داچې ډیر له موضوع څخه بهر نشو ښه به وې چې خپلې اصلي موضوع ته چې هغه اقتصاد د فساد په لومو کې ده را وڅیړو.
د روغتیا په برخه کې اقتصاد څنګه د فساد ښکار شوی:
که چیرې تاسو اراده لرئ چې یو خصوصی روغتون او یاهم درملتون پرانیزئ نو نا ممکنه نده خو ګرانه خبره هغه داسې چې تاسو باید تر دې چې د یو درملتون اجازه لیک ترلاسه کوئ نو باید چې د یو لک افغانیو په شاوخواکې بډې ورکړئ او یاهم د یاد وزارت له وزیر سره نږدې آړیکې ولرئ او که چیرې د یو خصوصي روغتون د پرانیستو تکل لرئ نو کیدای شي د هغه لپاره ډیرو بډو ته آړتیا وي چې تاسو وکولای شي اجازه لیک ترلاسه کړئ نو همدا چې درملتون او روغتون مو په فساد له پیله ښکیل شي نوبیا هغوی هم په هیڅ ډول زړه سوی په هیوادوالو نه کوي په دوا کې ناجایزه ګټه کوي، دولتي روغتونونو کې د دوا او تداوي نشتوالی داسې یوه موضوع ده چې پدې وروستیو کې له پامه غورځول شوې ده او همدارنګه دولتي روغتونونو کې ډاکټران ناروغانو خپلو شخصي معاینې خونو ته غوښتل بله ناوړه پدیده.
د پوهنې په برخه کې اقتصاد د فساد په لومه کې:
هغه پانګوال چې غواړي په هیواد کې پانکونه وکړي خصوصي انستیتیوت خصوصي ښوونځی او یا نور ډول زده کړیز مرکز پرانیزي په پوهنې وزارت کې دهغه رسمي چارې له بډې ورکولو پرته ناشونې خبره ده باید چې داکار وکړي، په دولتي ښوونځیو کې له زده کوونکو نیولې تر ښوونکو پورې د فساد کچه غزیدلې د ښوونځي اداره او ښوونکي له زده کوونکو نه د کامیابیدو او یاهم د غیر حاضری په بدل کې پیسې غواړي چې داخبره پخوا د هیواد په بعضو سیمو کې وه خو اوس دا ستونزه تر ډیره بریده سراسري شوې ده، په دولتي ښوونځیو کې چې لوړ ټولګی (دولسم ټولګی) لري د شهادتنامو پلور هم څه لري خبره نده هغه ځوانان چې دولس کاله ښوونځي ته ځي او زده کړې کوي او هغه ځوان چې د پیسو په بدل کې شهادتنامي رانیسي دا پخپله د یوې ټولنې له وګړو سره ستره جفا بلل کیږي نوښکاره خبره ده کله چې زموږ ځوانان له هغه ځایه په بډو اخیستو او ورکړې روږدي شي نو له هغو څخه د فساد د مخنیوي تمه لیونتوب ده نو له دې ځایه ښکاري چې د پوهنې ربخه مو څنګه د فساد په لومه کې ښکېل ده.
د لوړو زده کړو په برخه کې اقتصاد دفساد په لومه کې:
د لوړ زده کړو د تحصیلي بورسونو د ویش له موضوع نیولې بیا د ښوونکو ترګمارنې پورې، لوړو زده کړو وزارت لکه څنګه چې په هیواد کې د بهرنیو تحصیلي بورسونو د ویش صلاحیت لري نو د بلور لړۍ یې ښه په درز سره روانه ده د هغو هیوادونو بورسونه چې لوړې زده کړې یې ډیر لوړ کیفیت او نوم لری د لوړ پوړو چارواکو د زامنو په برخه رسیږي د دویمه درجه هیوادونو پلورل کیږي او پاتې شو هغه هیوادونه لکه هند، پاکستان، عربستان، تاجکستان او ځینې نورو هیوادونه چې تحصیلي بورسونه یې چندان کش نلري د آزادې سیالۍ له لارې به عادلانه ډول ویشل کیږي ترڅو د عام ولس په سترګو کې هم خاورې واچول شي او هم ملت ته پروسه یوڅه رڼه ښکاره شي.
د ترانسپورت او هوایي چلند په برخه کې اقتصاد دفساد په لومه کې:
د بار چلونې او هوایي شرکتونو د جواز څخه نیولې بیا تر نرخ ټاکنې پورې فساد شتون لري، هغه پانګه اچوونکي شرکتونه چې غواړې پدې برخو کې پانګونه وکړي له  راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي د سرکتونو د جواز اخیستنې په برخه کې ورڅخه په لویه پیمانه بډې اخېستل کیږي او هغوی دېته آړ کیږي چې د خپل مشروع کار د ترسره کولو په موخه بډې ورکړې چې په پایله دا ټول تاوان له ملت څخه د هغوی په ټکټونو او د بارچلوني په برخه کې د هغوی په کرایو کې ویستل کیږي، په ورځني ډول هغه ستونزې چې د دولتي چارواکو له لوري یادو شرکتونو جوړیږي په ډیرو میلستیاو او نامشروع ډالیو سره حل کیږي د لویو دولتي چارواکو په بهرنیو سفرونو کې مفت بیګار یې یوه ښه بیلګه ده او په پټه د ډیرو سترو بډو ښکته او پورته کیدل دي.
د مخابراتو په برخه کې اقتصاد د فساد په لومه کې:
دلته هم د نورو برخو په څیر فساد شتون لري او له هغو لویو مخابراتي کمپنیو نیولې بیا وړو شرکتونو چې مخابراتی کوچني سیستمونه د خلکو او شرکتونو په واک کې ورکوي په بیلا بیلو لارو چارو ځورول کیږي، په مخابراتي برخه کې هم لکه د نورو برخو په شان فساد شته، لویو مخابراتي شرکتونو ته د جواز په ورکړه کې بډې اخېستل شوې دي او اوس هم له هغوی څخه په معمول ډول بډې اخېستل کیږي، هغه واړه شرکتونه لکه موترولا او نور هغه شرکتونه چې د ځینو کمپینو لپاره مخابراتي سیستمونه په واک کې ورکوي ترڅو خپلې ستونزې پرې حل کړي بډې اخېستل کیږي، نو له همدې ځایه ده چې مخابراتي کمپنۍ په ورځني ډول له خلکو څخه په ښکاره ډول پیسې غلا کوي چې نه یې د شکایت مرجع شته او نه هم پدې اړه د چا غږ اوریدل کیږي خکه چې د کار په لومړیو کې او په عادي ډول له دوی څخه دولتي چارواکي پیسې اخلي او هغوی نشي کولای له دوی سره په ډاډه توګه موضوع وڅیړي او د غلاو مخه یې ونیسي.
     داچې اقتصاد څنګه کولای شي وده وکړي او له موجوده ستونزو څخه رابهر شي ډیره اسانه خبره نده ځکه چې د هیواد  اقتصاد په بیلابیلو برخو کې د فساد په لومه کې نښتی ده، خو باید ووایو چې  د دې هرڅه سمول ګران کار هم نده هغه ژمنتیا چې له ټاکنو وړاندې د بدلون او ډوام ټیم لرله که په رښتیا سره تعقیب شي او د فساد سره په غښتلو مټو او د ملت په پوره ملاتړ کار وشي لرې نده چې یوه ورځ زموږ اقتصاد هم په واقعي بڼه پراختیا موندلې وي او هیواد به مو له دې ستر ناورین څخه ژغورلې وي.
د ملت دنده داده چې په هغو حالاتو صبر وکړي او هغه وخت چې پکار ده د یو کار لپاره ولګول شي په پام کې ونیسي او د هغه په وړاندې مقاومت وکړي خپله حوصله له لاسه ورنکړي او ډیر خپل کارونه چې په دولتي اداراتو پورې آړه لري پخپل لاس ترسره کړي یعنې خپل کار کمیشن کارانو او دولتي کارکوونکو ته چې کرې د بډو په مقابل کې ورته خلاصوي ډه ډه وکړي، دبډې له ورکړې دې لاس واخلي او د بډو په افشا کولو کې دې ځنډ نه کوي.