د چوکۍ سالارانو ته!

 
زموږد ټولوهېوادوالو دکاروان مشران نن دغهدوه سالارانچې يو يې ولسمشراشرف غني اوبل اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله دي، نه د چا آرام ته ګوري نه راحت ته، نه ورځې ته نه شپې ته، نه د هېواد اوهېوادوالو پرمختګ ته، نه سياست ته، نه اقتصادي اوفرهنګي ستونزوته، خودوی په دې څه کم درې کلنه واکمنۍ کې چې دا موده د يوه رئيس جمهور اواجرائيه رئيس لپاره به فکرکوم له پنځوس کالو سره په داسې حساسوشرايطوکې برابره وي، چېدغه دوه مشران د خپلې خاورې او ولس په غم کې هېڅ کله هم سره سلاح اومشوره نه شول اونه له ارګه له خپلو بهرنيو بادارانو سره را ووتل چې کوڅه په کوڅه اوکور په کورګرځېدلي وای، چې موږ ته يې دبيدارۍ چغې وهلې وای او يا يې زموږ لپاره د جېل د تورو تنبو دننه د ظالمانو ميچنې په خپلوهېوادوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره په دې  دودېرش ولايتونوکې نن بندې کړې وای.
دا هغه ستونزې دي، چې دې ښاغلولومړی خپل ځان اوبيا ټول ولس ته يوه ناوړه سردردي پيداکړې اود هېواد دښمنان هم په ډېرې کاميابۍ سره د دوی له دې اختلافاتو څخه پوره ګټه پورته کوي، چې په ډله ييزه توګه نن زموږ پياوړې ملي اردو اوملي پوليس د هېواد دښمنانوته تسليمېږي، چې دغه تسليمي به فکرکوم يولړعوامل هم ولري، چې يا به په وخت تنخواوې نه وي ورکړل شوې، يا به ډوډۍ  نه وي ور رسېدلې اويا به يې د ارګ له اختلافاتوڅخه نور زړه موړ شوی وي اوطالبانوته به يې ځانونه تسليم کړي وي، خو په هرصورت دا د دې دواړو ولسمشرانو لپاره د عبرت يوه لار ده، چې دوي پرې نورفکر وکړي اوله خپل ولس سره نېغ په نېغه ځواب ووايي.
 افغان ولس هغه غيرتي قوم وو، چې په لومړيوکې د دوی په مشرۍ اوملګرتيا هرې هغې قانوني قربانۍ ته ځانونه تيارکړل اوکوم الفاظ چې د ټاکنوپه لومړيوکې د دې ښاغليو له خولوڅخه د ولس د غولولو په وړاندې ووتل چېدې خلکود خپل وطن د آبادۍ اوآزادۍ لپاره په هغه وخت کې وکارول اوولس هم خصوصاً پښتنو ورته په ښکاره ډاډورکاوه، چې که هرڅه پېښيږي موږ بهله تاسوسره په دې خپل لوظ اوستاسوپه مبارزه کې ټينګ ولاړيو، خو له تاسوڅخه په راتلونکي کېيوه غوښتنه لرو، چې زموږ مظلوميت، غريبۍ اوناچارۍ ته به بيا تاسوګورۍ اود خپل ملک د ودانۍ يوداسې پروګرام به موږ ته جوړوۍ، چې زموږ غريبي ختمه شي اوخوشحالي مو نوره په خپله خاوره کې راشي، موږ د افغانستان ټول خلک ستاسو دا راتګ خپل افتخارګڼو اوپه آخرکې بيا تاسو ته د زړه له اخلاصه هرکلی اوښې چارې وايو مشرانوهرکله راشئ.
 دا هغه ويناوې وې چې ولس به د دوی د کمپاينونو پرمهال له دوی سره د دوی د کاميابۍ اوبدرګه کولولپاره کولې!
په دې لړکې د همېشه لپاره د هېواد له خلکو سره شوي ظلمونه به دکمپياينونو پر مهال هم بيانېدل اوبيا به ويل کېدل: ای افغانانو(پښتنو!) موږ اوتاسو د ملک د آزادۍ، آبادۍ، پرمختګ اوغوره تګلارو لپاره قربانۍ ورکړي او ورکوو يې اوپخوانيو واکمنو هېڅ هم د دې ولس لپاره نه دي کړي، په کوم طاقت چې موږ د د ښمنانو له غلامۍ نه ځانونه خلاص کړي په هماغه قوت به لهنننۍ غلامۍ نه هم ځانونه ژغورو، چې دا هغه ويناوې وې چې دې دوه پورته يادو شوو مشرانو به د خپلو کمپياينونوپرمهال ولس ته کولې خو نن هغه خبرې ټولې په لوی سيند لاهو شوې، خپل وخت يې هم ضايع کړ اوولس يې هم يوځل بيا د دښمنانودګوليوښکارکړ، چې هره ورځ پرته له مرګونو بل څه موږ په رسنيوکې نه اورو.
يوقوم هغه وخت خوشحاله اوهوسا کېدای شي، چې کور ولري ،پياوړی رئيس جمهور ولري، اداري فساد نه وي، موږ افغانان خولا تراوسه کور نه لرو، دکابل قومندانۍ ته خو يوځل هم  دې دوه ښاغليوپه پټه سر ښکاره نه کړ، چې څومره رشوتونه په ډالروسره لاندې باندې کېږي اوڅومره دوسيې حقې ناحقې کېږي، نود خوشالۍ، هوسايۍ اوابادۍ فکرهسې چټي خيال ليدل دي په دې خاوره کې.
 زموږقوميت، ثقافت، تهذيب اوپه خپل وطن باندې په خپله حکومت کول زموږ حقوق دي اوموږ ترې په هېڅ ډول لاس نه شو اخيستلای. هغه څوک چې دولس حقوق نه غواړي له هغوسره زموږ وروري کول له دې وروسته يوه ستونزمنه غوندې خبره ده، چې بايد د حل لار يې نوره له دې وروسته پيدا شي هېواد اوهېوادوالوته خپل حق اوحقوق ورکړل شي.