
په دې ورځو کې او یا هم هر کله چې په پاکستان کې مظاهرې، ګډوډۍ او یا هم کومه بله هنګامه وي نو دلته زموږ کارپوه صاحبان دا خبره ګرمه کړي، چې پاکستان د ویش په درشل کې دی، پاکستان ختم دی، نور بقا نلري هغه او دغه، دوی خو چې په رسنیو کې بحث کوي نو په ورځ کې شل ځله ډیلی فتح کوي (!). او زیاتره یې د دې لپاره لاپې وهي چې څه نوم نښان پیدا کړي، خو خلکو پیژندلي دي او هر څوک پوهیږي چې په جومات کې د مرداري کولو والا دي.
دا خبره چې پاکستان په نورو بیلابیلو هیوادونو تجزیه کیږي که څه هم په غوږونو خوږه لګي، ځکه چې پاکستان موږه خوارانو ته زړونه راشنه کړي دي او د له مینځه وړلو لپاره یې هر ډول قیمت ورکولو ته چمتو یو، آن چې غواړو پښتونخوا او بلوچستان هم پکې قربان کړو.
یو خو د غرب او یهودو هغه پلان چې اسلامي نړۍ له وړو پر وړو ټوټو وویشي هسې هم پلي شوی او لا نور هم د پلي کیدو په جریان کې دی چې وخت او خپلو ګټو ته په کتو یې په زور او یا چل و نیرنګ پلي کوي. د دې کار مخینه او مثبته نتیجه د دوی پلرونو او نیکونو تجربه کړې وه چې هغه د اسلامي اندلس په ټوټو ویشنه او بیا یې له مینځه وړل چې پر هډوکو یې معاصره اسپانیا او د علم او تمدن په خولو یې معاصره غربي ټکنالوژي رامینځ ته شوه.
د دې ویش ګونګوسې په منځني ختیځ کې هم روانې دي او ویل کیږي چې په شام، عراق او یمن کې جګړه د همدې کار لپاره روانه ده چې په زرګونو بلکه لکونو انسانان پکې ووژل شول او لا وژل کیږي، له همدې سره جوخت د دې کانې ګونګوسه په پاکستان کې هم روانه ده چې زموږه ځینې هیوادوال یې ډېره په خوند یادوي او ویل کیږي چې پاکستان به په څلورو او یا پنځو بیلابیلو خپلواکو هیوادونو وویشل شي. لکه بلوچستان، پښتونستان، سند، پنجاب او کشمیر.
خو سوال دلته دا رامینځ ته کیږي چې دا ویش که رامینځ ته شي د چا په ګټه به وي او هغه په ښاري اصطلاح کریډیټ به یې چاته ولاړشي؟ ایا زموږه پکې ګټه شته؟ او ایا دا خیال لیونتوب ندی چې بلوچستان او پښتونستان که کله ازاد هیوادونه شول نو زموږ تر رسوخ لاندې به وي؟
په دې خو اوس ماشوم هم پوهیږي چې که اسلامي نړۍ هر څومره هم ټوټې کیږي نو همدومره پکې د کلیسا، کنیسه او د اسلام د نورو دښمنانو ګټه ده، هر څومره چې موږ متفرق شو نو همدومره به د پردیو په وسیله د یو او بل پر وړاندې کارول کیږو، ځپل کیږو به او استثماریږو به؛ دا تاریخ په ثبوت رسولې او زیاتې تشریح ته یې اړتیا نشته. خو دا چې موږ ولې بصیرت نلرو بیله موضوع ده.
کله چې په اتلسمه پیړۍ کې برتانوي هند ویشل کیده نو د هغه وخت با احساسه قوم پالو او ملتپالو مشرانو د دې کار پر وړاندې ډېره ټینګه مبارزه وکړه، او دا کار یې په هیڅ صورت نه غوښت، ځکه دوی ته یې زیانونه ښکاره وو او د وړاندې لیدنې بصیرت ورسره ؤ چې د هغو له ډلې د پښتنو ستر مشر فخر افغان باچاخان ؤ. چې وروسته موږه د پاکستان له رامینځ ته کیدلو وروسته خپل ولیده، دا نه یوازې زموږه په تاوان کار ؤ بلکه هند هم ترې ښه ورځ نه ده لیدلې، خو د هغو په نسبت افغانان د ډیورنډ په دواړو غاړو سخت وځپل شول او لا هم په بدمرغۍ اخته دي. اوس ځینې په دې اند دي چې که موږ خپله پوله د سند تر دریابه نشو رسولی نو لږ تر لږه غوره دا ده چې پاکستان په څو خپلواکو هیوادونو تجزیه شي او دا به زموږ په ګټه وي.
نوموړی استدلال زما په اند یو ناوړه استدلال دی. که چیرې دا کار وشي نو زموږ په کې ډېر تاوان دی:
موږ به نور ونه شو کولای چې د آټک دعوه وکړو او مجبورا به ډیورنډ د پښتونستان او بلوچستان د خپلواکو هیوادونو سره د پولې په توګه منو.
بله دا چې موږ اوس هم ګورو زیاتره هغه پښتانه چې د پاکستان د کرغیړن ښکیلاک لاندې ژوند کوي له خپل افغانیته منکر دي، د دوی په اذهانو باندې کار شوی دی او ماغزه یې ورمینځل شوي دي، ښه بېلګه یې دا ده چې که څوک پیښور ته چې لږ تر لږه یوه پیړۍ مخکې زموږ د هیواد ژمنی پلازمېینه وه ولاړ شو نو د هماغه ځای پښتانه چې د پاکستان د پولیسو جامې یې اغوستي وي موږ ته د انسانانو په سترګه نه ګوري او تر ټولو ناوړه چلند راسره کوي، دا یوازې پولیس نه بلکه زیاتره عام خلک یې هم له افغان او افغانیته کرکه لري او د ذلت په نیت ورته د (ماجر) خطاب کوي، هلته بې له کم شمیر پښتنو پرته چې افغانیت ته قایل دي نور یې په پاکستان سر ورکولو ته تیار دي، چې ډېرې بېلګې یې په ټولنیزو رسنیو کې هم لیدلای شو، نو څنګه ممکنه ده ګه پښتونستان خپلواک هیواد شي نو تل تر تله دې زموږ دوست وي، ایا د دې ضمانت شته؟ په دې به هر باضمیره وګړی پوهیږي چې لکه څنګه په هغو پښتنو کې د پاکستان پالنې د حس د زیږیدلو او پاللو لپاره کار کیږي او زموږ پر وړاندې کارول کیږي همداسې به سبا بیا زموږ پر وړاندې په بیلا بیلو بهانو او نومونو زموږ پر وړاندې ودرول شي.
بله خبره د بلوچو ده، هغوی چې خپلواک شي نو هیڅکله به هم دا هیره نه کړي چې دوی موږ یوازې د پاکستان ظلم او ستم ته پریښي وو، همدارنګه به غربي شیاطین د خپلو ګټو د ژوندي ساتلو لپاره بې له شکه په دوی کې کار وکړي او هره شیبه د دې امکان شته چې دوی زموږ پر وړاندې ودریږي، که څه هم پښتانه او بلوڅ وروڼه قومونه دي خو که چیرې جدایي شوه نو بیا دا وروري نه پاتې کیږي، که د بلوچستان دعوه زموږ له لاسه ووتله نو هغه خوب به تل تر تله خوب پاتې شی کوم چې موږ یې سمندر ته د لارې درلودلو لپاره لرو.
زموږه دښمني د پاکستان د نظام سره ده، هغه نظام چې د سرطان د مضرې دانې په څیر په سیمه کې پروت چې په دننه کې ترې بلوڅ، پښتانه، کشمیریان او حتی په خپله پنجابیان ندي په امان او په ګاونډې کې ترې هند او ګران هیواد افغانستان. نور پاتې شول د پاکستان عوام هر مسلمان زموږ ورور دی او که هر څومره د مسلمانانو تر مینځ تفرقه او بیلتون راځي په هماغه اندازه زموږه پکې تاوان دی. او که هر څومره یو موټی شو نو هماغومره به د دښمنانو له شره په امان وو.
د آټک آرمان به هیڅ ریښتینی او هوښیار افغان قربان نکړي، او تل به دا خوب وینو چې تر آټکه د ټولو پښتنو، بلوڅو، تاجکو، ازبکو، هزاره وو او نورو وروڼو قومونو د اهلیت په بنسټ واقعي حکومت وي.
ژوندی دې وي لوی افغانستان.