د سقاو زوی او طالبان

 
يوه نقطه يادوم وجدان مجبور کړم نو؛ ځينې د طالبانو د وخت اداره د سقاو زوی د ادارې سره پرتله کوي، دلته دوی له ديني تبعيض څخه کار اخلي، دوی اکثريت مچان دي، خو دا چې المعتصم بالله ځواب پټان مد ظله الله تعالی مچ ندی نو حقيقت په لاندې ډول بيانيږي: د سقاو د زوی اداره کاملا د وحشت اغتشاش، ګډوډۍ، فکري او علمي جمود، چور لوټ او تالان، جنسي تيريو او ناوړه قتلونو اداره وه، په حقيقت کې هغه هيڅ اداره نه بلل کيده. ده په هغه خاطراتو کې چې خپل لوستي ملګري يې د زندان پر وخت ورته ليکلي له دې هر څه پرده پورته کړې ده او په ډېر افتخار يې دا هر څه ويلي دي، بل مهم ماخذ چې د سقاو زوی او د هغه د ملګرو اصليت پکې په ډاګه شوی دی د مير غلام محمد غبار رح افغانستان در مسير تاريخ کتاب دی.
د سقاو د زوی د تاريخ نسبتا ورته دوره په افغانستان کې د مجاهدينو دوره ده چې کې هماغه ډول انارشي مينځ ته راغله. دوهمه سقاوي کتاب له دې ټولو حقيقتونو پرده پورته کړې ده.
د طالبانو تحريک په کندهار کې د همدې سقاوۍ پر وړاندې پاڅون وکړ خو متأسفانه لکه څنګه چې نادري حرکت په سيکولر دولت تبديل شو طالبي حرکت د افراطيت پر لور وړاندې ولاړ، او په دې کار کې د پاکستان رول له چا پټ ندی.
طالبانو د ګلوبلايزيشن او غربي علومو پر وړاندې کاملا د دښمنۍ دريځ ونيوه تر دې چې له ښوونځيو يې ساينسي او اجتماعي علوم حذف کړل، بل کار چې دوی وکړ هر کار يې ملايانو ته وسپاره حتی چې د روغتون سرطبيب به ملا ؤ، ښاروال ملا ؤ، د اطلاعاتو او کلتور رييس ملا ؤ، لنډه دا چې سراپا ملا صاحبي وه.
دوی ډېر هغه کدرونه چې مازې به پرې د خلقي او يا پرچمي ټاپه پرې ولګيده قتلول، که څه هم په دوی کې زياتره د نرم فکر خاوندان شوي وو او د اسلامي مطالعې په لور يې مخه کړې وه چې زياتره ما په خپلو سترګو ليدلي دي. 
طالبانو د داقتصادي ودې لپاره کاملا کار ونکړ او اقتصاد مخ پر ځوړ روان ؤ، دلته يوې نقطې ته اشاره اړينه بولم هغه دا چې که د ملي وحدت حکومت هم د طالبانو د رژيم غوندې يوازې پاتې شي نو دوه مياشتې دوام يې هم محال اس جنون اس.
بله کيسه دا چې په طالبانو کې د پنجابيانو نفوذ دومره زيات شو چې په هر ځای کې ورسره لږ تر لږه دوه درې پنجابي اورپکي مل وو، که دوی همداسې دوام کړی وای نو ليرې نه وه چې واک عملا د د دوی د رهبري شورا او اميرالمؤمنين له لاسه وتلی وای.
د طالبانو د ستاينې وړ کارونه هم شته او تر ټولو لوی کار يې د دوی تر واک لاندې په سيمو کې په ټوليزه توګه سرتاسري امنيت ؤ. 
دوی هغه کارونه چې پرې پوهيدل په پوره قاطعيت سرته رسول، دوی شرعي حدود هم په سم ډول پلي کړي وو چې فکر کوم د عثماني خلافت له پرځيدو وروسته دا لومړی ځل ؤ چې شرعي حدود پلي کيدل.
کيسه به اوږده شي نو رالنډوو يې او هغه داسې چې د سقاو زوی اداره او د طالبانو حکومت د ځمکې او اسمان توپير لري، هغه کاملا يوه تياره وه چې د کابل پر خلکو څو مياشتې حاکمه وه، او د طالبانو حکومت که څه هم رڼا ورځ نه وه خو د دوی د شپې اسمان بې شمېره ستوري هم لرل. خو دا حق نه ورکوم چې د دوی په شپه کې د سپوږمۍ رڼا هم وه، ځکه واقعا نه وه.
خو د ملي وحدت حکومت باید پر دې پوه شي چې که د دوی په دوره کې د سقاو زوی د یوه اتل په څیر بېرته خاورو ته سپارل کیږي نو تاریخ او ملت به دوی هیڅکله هم ونه بښي، او د هغو پیغلو ارواوې چې د ده ملګرو به هره شپه پرې د کابل په کورونو کې حمله کوله او د میندو او پلرونو پر وړاندې به یې ورته پیغلتویونه لوټل پر اشرف غني او عبدالله توف لعنت ووایي، هغه سرونه چې د پل خشتي د جومات په دیوال میخ کړل شوي وو خپلې پټې سترګې به پرانیزي او د عدالت غوښتنه به وکړي. فکر کوم د ملي وحدت د حکومت جنایات همدومره بس وو، ځکه که چیرې یو عادل نظام راشي او دوی د محکمې میز ته کش کړي نو نور به د دوی اوږې د دوی د بې عدالتۍ بار هیڅ اوچت نکړای شي.  د یوه خپلواک، او د خلکو د واقعا غوښتونکي نظام په هیله.