شربت ګله؛ د هیواد وروستیو څو لسیزو ناخوالو ژوندی سمبول

 
شربت ګله د نړۍ د یوه داسې هیواد اوسیدونکې ده، چې ښايي د ژوند ایله لومړني دوه درې کلونه یې بې جنګه تېر شوي وي، د هغې وړه ژبه لا د مور، پلار او نورې کورنۍ له نومونو سره سمه نه وه بلده، چې غوږونه یې د جنګ او ټوپک له بدرنګ غږ سره بلد شول.
هغه په معصوم ماشومتوب کې له خپل پلرني وطنه بېله شوه او د زرګونو او لکونو نورو افغان ماشومانو په څیر یې راتلونکی په نامعلوم او تیاره برخلیک کې پټ شو...
څه باندې یوه لسیزه یې پر ژوند اوښتې وه، د کېمپ د هغو بې اسرې ماشومانو په ډله کې وه، چې د یو ټوک ډوډۍ په تمه یې د پردیو خیراتونو (مرستو) ته له مجبورۍ شیبې شمارلې. که څه هم غربت یې د کور، کالیو او پوستکي رنګونه له یوه بله بدتر کړي وو، خو د کېمپ په لیدونکو کې داسې یو څوک (سټیف مېککري) هم و، چې د خپلې په نوم نړیوالې مجلې (نېشنل جیوګرافیک) له پاره یې نړیواله سوژه لټوله.
نوموړی سلګونو او زرګونو څیرو ته ځیر و، بلاخره یې خپله ورکه ومونده او د شربت ګلې په غربت وهلې مخ کې د هغې حیرانوونکې سترګې داسې ور معلومې شوې، لکه په وران کلي کې د ګلونو باغ.
عکاس د پیښور په ناصرباغ پنډغالي کې د شربت ګلې د څیرې داسې یوه شیبه ورسره ثبت کړه، چې له ورایه یې د هغې افغاني غرور ښکاره کاوه. دا ۱۹۸۵ کال و...
مجله چاپ شوه، د شربت ګلې څیرې او سترګو پر ټولې نړۍ یو عجیب کیف او تاثیر خور کړ، خو شربت ګله داسې ناخبره وه، لکه افغانان چې اوس هم د دوی په اړه د نړۍ له روانو دسیسو ناخبره دي...
بالاخره یاد عکاس یو ځل بیا د شربت ګلې په لټه شو او نیږدې یوه نیمه لسیزه وروسته یې هغه په داسې حال کې ومونده، چې حیرانۍ وړی و، ځکه شربت ګله د ده د اټکل خلاف زړه شوې وه، د هغې سترګې هماغه وې، خو څیره یې لکه افغانستان بې وخته د جنګ او غربت ګونځو وهلې وه...
یوه نیمه لسیزه نوره واوښته، افغانستان او افغانان له ډیرو نویو بدلونونه سره مخامخ شول، خو لا هم جنګ او غربت لکه دوې تیرې منګولې د دغه هیواد د ډیرو اوسیدونکو پر ستونو غلې دي.
د شربت ګلې په اړه یو ځل بیا نوی خبر خپور شو، هغې ته له پیښوره د وتو وویل شول،  هغه د جعلي اسنادو په لرلو تورنه شوه (که څه هم نوموړې دا خبرې رد کړې) او هغه یو ځل بیا د نړۍ د معتبرو رسنیو سرټکی شوه...
ما تېر څو کاله د وطن د تیرو څو لسیزو پر ناخوالو مقالې لوستي،  کتابونه مې مطالعه کړې، مرکې مې اوریدلي، رسنیو ته غوږ یم، ژوندۍ خاطرې اورم، خو لا مې زړه اوبه نه دي پرې څښلي.
ولې د شربت ګلې د وروستي خبر له اوریدو سره مې یو ډول زړه راټول شوی دی، د هغې په څیره کې د ټول هېواد څیره راته ښکاري، د هغې ژوند مې یو ځل بیا له پیله تر پایه مطالعه کړ، هغه د دې وطن د تیرو څو لسیزو ناخوالو ژوندۍ بیلګه ده.
تاسو یې کله په اړه فکر کړی!؟
که لږ هم د شربت ګلې ژوند ته ځیر شوی، د هغې د ژوند په کچه به د وطن روانې ناخوالې کټ مټ همداسې درته ښکاره شي، لکه د هغې ژوند، لکه د هغې جنګ ځپلې او غربت ځپلې څېره...
کومې کانې چې د دې وطن د یوې لور (شربت ګلې) له وجود سره وشوې، څه ډول چې هغه د نړۍ د خبرونو سرټکی شوه، څه ډول چې هغه سره له دومره شهرته له غربته خلاصه نه شوه، څه ډول چې هغه په یوه داسې تور تورنه شوه، چې ټول یې حیران کړل، څه ډول چې هغه بندي شوه او په کوم ډول چې هغه له بنده ازادیږي. دا ټول د هغې له عمر سره سم، د دې وطن برخلیک هم دی.
په دې اړه مې ډیر څه زړه غواړي، خو ښه ده، چې تاسو هم د شربت ګلې د ژوند په هېنداره کې د خپل وطن ژوند ننداره کړی. زه به خپلې خبرې د ارواښاد صابر په دې بیتونو راټولې کړم.
دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى
د مينې په وخت مينه وي د تورې په وخت توره
بس دا زما د قام د هرې نرې پېغلې فن دى
د ډېرو پسرلو په دعا جوړ نه شو صابره
هم هغسې خوږېږي هغه زخم دى زولن دى