د فکر په اړه مو اند څه دی؟

 
نظر په لغت کې؛ ليدل، مشاهده، عقيده، نظريه، تفکر ته وايي، په اصطلاح کې د يو څه په هکله د خپل فکر بيانولو ته نظر وايي.
فکر؛ د فکر پروسه په انسان کې، د دولسم اونۍ جنين بشپړ کيدو څخه پيل کيږي. په اصل کې فکر دې انسان بيولوژيکي وړتيا ښايې، چې د بيولويژيکي تجهيزات په وسيله د چاپيرل سره اطلاعاتو تبادله کولو ته وايي، چې دغه جريانات تبادله له کيمیايي، بيوکيميايي او نريروکيميايي لارو تر سره کيږي.
فکر او نظر په هکله څو مهم ټکي:
۱:هرانسان نظر او فکر لري.
۲:هر انسان جلا فکر او نظر لري.
۳: هر انسان د نظر او فکر کولو حق لري.
۴: هر انسان د خپل نظراو فکر ويلو حق لري.
۵: په هر چا خپل نظر او فکر مه قبلوئ.
۶:اړينه نه ده ستا نظراو فکر سل پرسلو صحيح وي.
۷:اړينه نه ده ستا نظر او فکر ټول قبول کړي.
۸:مخالف نظر او فکر ته احترام وکړئ.
۹:مخالف نظر او فکر سره په حوصلې بحث وکړئ
۱۰: دې هر چا نظر او فکر منل بې له فکره، ناداني ده.