
وړتيا؛د يو کار دې کولو قابليت ته وايي. الله تعالی دې هر انسان په وجود کې د يو څه وړتيا وړکړئ او د هغې تر سره کولو لپاره توان وړکړئ. دوه ډوله انسان شته. يو هغه چې خپل وړتيا پېژني او هغه څخه ګټه اخلي.بله ډله هغه انسانان دي چې خپل وړتيا يې حس کړئ نه دی.
لومړۍ ډله انسانان تل په ژوند کې خوښ او بريالي دي ځکه هغوی خپل وړتيا يې پېژندلی او خپل وړتيا باندې باور لري. او هغه کارونه کوي چې په کې وړتيا لري،له يو طرف څخه کار يې ښه وي او د بل طرف نه د خوشحالي احساس کوي. هغه کسان چې تل وايي(دا کار وړتيا نلرم،دا زما لپاره نه دی،زه هېڅ وړتيا نلرم) دوی خپل وړتيا نه دی پېژندلی او نه ورته چا دې احساس وړکړئ چې خپل وړتيا وپېژني. داسې کسان ژوند کې تل شاته پاتې وي . هغه کارونه کوي چې نه يې وړتيا يې په کې شته او نه شوق ځکه هغه کار هم بيا سم نه تر سره کيږي. هر انسان بايد په ځان باور پيدا کړي چې دې يو څه نه ،يو څه خامخا وړتيا په کې شته او بيا خپل هغه وړتيا ته دې وده وړ کړي،ترڅو ژوند کې تل بريالۍ ووسي.