څنګه لږ دروغ ووایو؟

 
ژباړه: غرڅنۍ ساهو
دروغ ویلل د هیچا نه خوښیږي؛ خو له بده مرغه کله داسې وخت هم پېښېږي چې نه شو کولائ رښتیا ووایو. نو که ځان په رښتیا وویللو عادت کړئ د نورو سره به ستاسو اړیکې پیاوړې شي او رښتیا ویلل به تاسو ته خوندوره کړنه ښکاره شي.
د څه لپاره دروغ وایو؟
خلک ځیني وخت ځکه دروغ وایي چې غواړي کوم څه پټ کړي او د دروغ په ویلو  خپل باور په نفس ټینګ کړي. کله چې انسان په ټولنه کې خپل شخصیت ښه نه اساسوي، نو کوښښ کوي چې د دروغو لاره خپله کړي او ځان ته ښه حس پیدا کړي.
د بیلګې په ډول کوم زده کوونکی چې ورځني لوست کې کمزوری وي نو د ازموینو په پای کې ځان ته د دروغو لوړې نمبرې اعلانوي ځکه چې دی دننه د خپلې کمزورۍ نه ځورېږي او غواړي په دروغو یې پټ کړي.
حسادت د دروغو دویم لامل:
له بده مرغه ځیني خلک د دې زغم نه لري چې څوک له دوی نه ښه او لوړ اووسي، ځکه هم د خپل ملګري باور په نفس له منځه وړي.  د بیلګې په توګه که د یو بخیل کس ملګری وغواړي په ورزش کې پرمختګ وکړي او توانایي هم لري، خو د حسود انسان چې خپله یې د هغه کار وړتیا نه لري حسودي يې راځي او د هغه انګیزه شنډه وي.
له شرمیدو څخه تېښته:
ستاسو مور ناڅاپه ستاسو جیب نه سګړت پیدا کوي کله چې له تاسو نه پوښتنه کوي نو  تاسې شرمیږئ او نا څاپه دروغ وايي چې دا سکړت ستاسو نه دی او په غلطې سره جیب ته مو راغلی. که څه هم مور مو باور نه کوي خو تاسې څان له ټکولو نه بچوي. نو دروغ کله د ټکولو نه تېښته وي کله هم له شرمیدو نه.
څنکه د دروغو مخه ونیسو؟
کوم ټکي مو چې درته یاد کړل کیدی شي ستاسو د دروغو علت ووسي. مخکې له دې چې په راتلونکې کې دروغ ووایي، همدا اوس وګورئ کوم څیزونه ستاسې دروغو ویلو ته اړ باسي. د دروغ ویلو څخه د څان بچولو یوه لاره دا ده چې خپل کمزوري ټکي وپېژنئ او اصلاح يې کړئ. د بیلګې په توګه مخکې له دې چې مور يا میرمنې مو سګرټ درسره پیدا کړي؛ دا عمل پرېږدئ او یا هم رښتیا خبره ورته وکړئ.
له پرتلې نه لاس واخلي:
ځیني کله د دې لپاره دروغ وایئ چې غواړئ ځان له نورو نه ښه وښايئ. هيڅ اړتيا نشته چې څان له نورو سره پرتله کړئ. مثلا ستاسو ملګری یو ځانګړې وړتیا لري نو ضرور نه دی چې تاسې ځان ورسره پرتله کړئ. د نورو نظر د ځان په اړه هېر کړئ خپل زړه ته غوږ شئ. ستاسو د ننې غږ تل د رښتیا غوښتنه کوي. په یاد ولرئ ډیر کسان رښتېنئ خلک خوښوي او پلوي یې کوي.
د خپلو کړنو پایله په غاړه واخلئ:
هر کړنه چې تاسې سر ته رسولې په خپل واک او انتخاب مو وه.  نو که د خپلو کړنو مسولیت په غاړه واخلئ او له پایلو يې خبر اوسئ، لږ به دروغ ووایي.
ځینې وخت ټوله خبره رښتیا هم مه وایي:
په یاد ولرئ چې تل رښتیا ویلل د کره معلوماتو په مانا نه دی. له ښو الفاظو نه کار اخیستل، خلکو ته په سپک نظر نه کتل هغه ټکي دي چې د خبرو په وخت کې باید ورته پام وکړو.