ژباړه: غرڅنۍ ساهو
آیا د چوپتیا په اړه څه پوهېږئ؟ په ښار يا کلي کې ژوند کوئ؟ ستاسو اعصابو او مغزو لپاره چوپتيا څه ارزښت لري؟ په دې لڼد راپور کې مو په اړه یې پلټنې کړي.
په ۲۰۱۱ ز کال کې د روغتیا ساتنې نړیوال سازمان يو راپور خپور کړ چې د ټولنې صوتي ککړتیاوې یو مدرن طاعون وباله؛ او وویل چې د غږونو شور ماشور پر اعصابو بده اغیزه کوي.
هغه خلک چې لویو لارو ته نږدې کورونه لري، د ورځې څه چې د شپې هم له شور نه په کراره ساه نه باسي. ډیري يې په دې هڅه کې دي چې د استراحت لپاره آرامه ځای ومومي.
د دغو ستونزو لرې کولو لپاره د طبابت نړۍ کې نوې لارې منځته راغلي چې یوه يې هم لس دقیقي رژیم يا سهارنۍ چوپتیا ده.
دلته څو ټکي د مغزو روغتیا لپاره په ګوته کوو:
لوړ آوازونه؛ د مغزو آمیګدال چې د احساساتو درک په غاړه لري، تحریک کوي یې چې ورسره استرس ډیریږی او کورتیزول هورمون تولید کېږي.
په داسې حال کې چې سکوت یا چوپتیا د بدن او مغزو ټوله نارامي لرې کوي او انسان ته سکون ور به برخه کوي.
نو کله چې استراحت کوو او چوپتیا غوره کوو، ماغزه بیرته د بیا رغونې او انرژې ذخیره کولو توان مومي.