غزل

دمطُرب له ګوتو سرې اوښکې راڅاڅي
لـــــه نغمــــې يې څه رڼې اوښکې راڅاڅي

سپوږمۍ زما په حال ژړا کړي نيمه شپه ده
دکوټې لــــــه دريڅې اوښکـــــــــــــې را څاڅي

په سپين مخ يې چې سرې شونډې ورخطا شي
يار لــــــه ياره کـــــــړي ګيلې اوښکې راڅاڅي

دکـــــوڅـــــــې ورخطا غـــــــېږه خـــــوند دحورې
پښې دپېغلې چې شي مړې اوښکې راڅاڅي

داشنا غـــــم ميخــــــانې تــــــــه يم راوستــــی
چـــــې له سترګـــــو دتوبې اوښکې راڅاڅي

دمـــــــــــنګل دژوند ســـــــندره لا نيمګړي
ياره ستا چــــې له ټپې اوښکــــې راڅاڅي


طالب منګل